راليږونکی :محمد نعيم اتل
د راليږونکي پته :naeem_atal@yahoo.com
نيټه : 15-01-2009
دټول افغان داينټرنيټ پاڼی ټولوکارکونکوته لومړی نيکې هيلې اوسلامونه ډالۍ کوم
اووروسته زه ستاسو ځخه ډيرسخت ګيله من يم ځکه چې تاسو مخکې زما لومړي ليک ته هيڅ ځواب را نه کړ.
داځل هيله کوم چې زما دي ليک ته ځواب ورکړی ځکه چې دازمالومړی ځل دي چې زه شعر ليکم چې آياداددي وړ دي چې په آينده کې نورهم وليکم کنه زما لومړۍ شعر په لاندی ډول دي.

احساس زمونږ مړ شوۍ فکرونه بدل شوي
هيلي مومړي شوي اميدونه ستړي شوي
طمع دمخلوق کړودالله موده پری ايښی
ارادي کمزوري شوي عزمونه ضعيف شوي
زمونږ ناوي شوه سرتوره ټکری يي ځينې پريوت
يوځوان ورپسرنه کړايمانونه ضعيف شوي
هرڅه موټول رسواشول هرڅه يي رانه يووړل
وطن بربادبربادشورازونه پاشل شوي
هرډاګ موازخمی کړسيني يي کړي ورڅيري
هرغرزري زري شوکانونه مولوټ شوي
زمونږ ميندي شولي کونډي څوک بوري شوي څوک وراري
هيڅ چاپري ننګ ونه کړ غيرتونه تري ورک شوي
داڅنګه ځوانان ډيرشول داڅنګه پيغلي ډيري
کلتوريي خپل ټول هيرکړ رواجونه بدل شوي
هريوګټه دځان کړي وای زما يي پروطن ځه
ځنګلونه موټول خرڅ شول رودونه مو خرڅ شوي
په درنښت .محمدنعيم اتل