راليږونکی :سمیع الله
د راليږونکي پته :hewad@gmail.com
نيټه : 15-01-2009

دلمن مینه والوته احترامات
تېره ورځ مې دپکتیا په ډاګ کې څو غزلې ولوستې چې هره یویې نواښت لري چې له جملې نه یې دتسل چې دخوست اوسیدونکی دی درمان هم دخوست اوسیدونکی دی چې په غزل کې یې دنوښت څرکونه وینوخو هغه غزل چې ما پرون ولوسته.
دښاغلي بختیارځدران غزل وه چې له حده مې ډېره خوښه شوه تر ډېره حده په نووتجربوولاړه غزل وه
لدې خبرو مې مطلب دادی چې شایدداخبرې کاروان هم نه وي کړي داځوانان دي له نویو مشاهدواوتجربوسره مخ کیږي او انشاءالله مونږ به دشعر په ژبه ترې خبروي
په نثر کې هم کار په کار دی بلکې ډېر کار په کار دی چې تروسه زما په نظر په نثر کې مونږ خپل څه ندي لیکلي اکثره کبسې چې زه لولم داسې تکراري راته ښکاري لکه هندي فلمونه باید لیکولان دخپل کلي اوسیمې ماحول ته متوجې شي اوځانګرې کیسې ولیکې .
سمیع الله