دنورستان ددنګوغروزخمي او سوى لوى نښتره!
سلام
سلام پرتا اوستاپرهغوتاندو ريښوچې دزمانې اوسپنيزوږليويې فرعوني سرته ستاهسکه غاړه په سجده نه کړه اولايې څرګنده کړه چې دې سرله تقديره له يو رب پرته چاته سر نه دى ټيټ کړى .ماليدل چې ستاپرڅانګودزمانې سوغات دسرو غوښوجنډې تړلې.ما ليدل چې اوسپنيزې مرغۍ راغلې او ستاتر شنو څانګو لاندې خوبولې ماشومې سترګې يې وتخنولې اودزلميتوب تنکي خوبونه يې ترې غلا کړه.ماليدل چې تنکي لاسونه شنه اسمان ته لپه شوي وواوستا دسلامتۍ دوعا يې لوسته.هغه شيبه مې هم وليده چې په دې تنکيو لپو کې اغزي پريوتل ،تنکۍ لپې يې ترى تم کړې ،سترګې مې وموښلې،ګورم چې ددوعا دلپې دشهادت ګوته ستا پريوې څانګې راځوړنده ده.پړسکې وهي او خپله خوښي ابدي خوب ته سپاري.ماليدل چې دحيا لوپټې څيرې څيرې ستاپر څانګو لکه جنډه رپيږي،دپيغلتوب دزلفو غوټو ستادوه څانګې له لاسو تړلي .ماليدل چې ستا سيوري ته له غرمو در تښتيدلي ستړي،ستړي هډونه،دغم زګيروي وباسي خوڅوک يې دارام نشته نښتره مه ژاړه.ته خو جنډه دهغوسپيڅلو سويو کړيکو او فريادونويې چې سپيڅلې خندا يې پرشونډو ومروړل شوه.
دا بې ګناه او تنکي يادونه ستاشفاعت به ددغې ځمکې هغه څښتن)ج(ته کوي چې مينه يې پيدا کړې او بيا دانسان په رګونو کې يې دزړه دتسکين  لپاره يې زيارت وګرځوي.ته زرينې وړانګې نه وينې چې زماريښو کې خپل ارمان لټوي.
تا بنګنه ونه ليده چې دزرينو وړانګو لاره يې په وينو ورنګوله .په خداى)ج(چې لا مې دهغه ماشوم کړيکه له غوږونو نه ده وتلې چې ويل يې:دوينو له ډنډه مې پورته کړه.څپلۍ مې راکړه چې خپل کلي ته په ورا پسې ځم دناوې پل مې نه هيريږي چې کمرو ته ورته سرکوزې پراته ؤ.خو دزمانې بنګنې پردغه ځمکه خوښي نه لوروله .دا ددې پيړۍ سوغات دى چې دواده په رنګينو دسمالونو کې اوښکې او غوښې نغاړي او له هرې لويشتې هديره جوړوي .
دنورستان نښتره! دبې وسۍ په هديره اوس زه او ته لکه جنډه ولاړ يوخو ددوعا لپې رانه باد وړي دي.دا هم دازمون دوه نظمونه :
پارلمان هديره
دشپې سکوت ماتوي بيا په کوم افغان هديره
په چغوويراوږدوي دلته هر زمان هديره
زموږه ژوند که اوښکې اوښکې دى او وير اوژړا
وخته ساتلې مو توده ده ستا دشان هديره
دا درڼا قربانيان هرچيرته ټوک ټوک پراته دي
پرځمکه نه لري زموږ په څير خواران هديره
لکه ريدى په ښايست پايم منت نه وړ م دچا
هم مې دى ژوند اوهم مې ده دغه بيابان هديره
که دا خبرې اوداتورې وي نو پوې شه پردې
نقشه کې وي به دنړۍ افغانستان هديره
ملګرو څنګه نن وطن مې دځان خپل وبولم
راته مخ اړوي دلوې غازي امان هديره
مه وايه دا چې ددې ځمکې په سر ځاې نه لرو
لا هم ده وږې مااوتاته دزمان هديره
دخپل بدن دغه خواږه غړي ترې مه ځاروه
بې له دې هم ده دژونديو پارلمان هدير
دننګرهار په هسکه مينه کې دچنګاښ )١۶( پيښې قربانيانو ته:
دسپين غره څيړۍ فرش کړي نن ليمه دي
دلنډيو بدرګې په کې په تله دي 
په کې راغله يوه ورا دکليوالو
دسندرو جوړ سبا دکليوالو
سندريزې چينې تاندې شوې بهيږي
جوړ پرسپينو ليچو وړاندې شوې بهيږي
دشينشوبوبوټوښکل يې کړل پلونه
دوږمې يې ويښوي ستړي هډونه
لارې څاري دسندرو سندرمارې
دلنډيو بدرګه وړي دخومارو
چې دا يو سروکى ګډ کړي په چمبه کې
دنيا بل مخې چپه ګړي درنګ شيبه کې
کليوالې اتڼ واچوي په ورا کې
دڅيړيوشورراواخلي په نڅا کې
يوه مسته چغه وکړي له هر لورې
ناوې پل دې بختور شه په موږ پورې
ناوې پټه په ګاڼه کې وي ژړيږي
له تقديره لکه مخکې چې خبريږي
درنګ شيبه کې په اسمان کې کرکه راشي
دسندرو ملا کې غبرګه څړيکه راشي
کليوالې وايي(بنګنه) دلته څه کړي
داسې نه چې ننداره مو پردي وکړي
مخ راونغاړي له شرمه په پرده کې
خو تقدير ته ګوره څه کړي دې شيبه کې
دڅيړيو ډډته پټې له حيا شي
زوی له مور او مور له زويه راجلاشي
خو بنګنه په هواکې جل وهلې
تنده ماته کړي ددوی په وينو غلې
دسندرو پرچمبه ټکه پريباسي
يوه سره داور لمبه ټکه پريباسي
درنګ شيبه کې سره هرڅه لولپه شي
دڅيړيو شنه جامه په وينو سره شي
نه دناوې په سر شال نه يې ګاڼه وي
ترينه تاوه دبنګنې اورلمبه وي
دچکچکو هغه سپين لاسونه ورک شي
په څيړيو کې ديو بل لاشونه ورک شي
نه ها ستونې وي چې ووايې بيا نورې
ناوې پل دې بختور شه پرموږ پورې
ترکمرونو لاندې څه ځګيروي راخيژي
پاس په څانګوکې مړوندوينم نڅيږي
دسپين غره څيړۍ پرملا وي غبرګه ماته
خو لاس نه نيسي له شرموحيا چاته
کليوال نغاره وغږوي راشي
په دې هيله که دګل پاڼې پيدا شي
ترمې ترمې پاڼې څه چې راپيدا کړي
سمدستي يې بس تر کاڼو لاندې بيا کړي
دې ته نه ګوري له کوم سره يې پيوند کړي
نه په دې وخت کې پردغه باب دوی اند کړي
څو قبرونه لاهغسې لارې څاري
ورک هډونه پښې غږ دبارې څاري
دورا ناوې شال ريښې ريښې دى تللى
زمانې وي دتوپان لاس کې ورکړى
زوی له موره له هيبته نه بيليږي
په يوه قبر کې دواړه ښکته لويږي
دسپين غره څيړۍ اغوستې سره جامه ده
ته به وايې پرمزار هسکه جنډه ده
پرشنو څانګو يې ريښې دسالو ښکاري
دشهيدې ناوې سره سره باړخوښکاري
غوڅ مړوند ورکړلو چاورته سوغات کې
دبنګړو فاتحه اخلي يې جومات کې
بيا دکوم دور يزيد سرپورته کړى
بنګنه(الوتکه)يې مخ قتل لور ته کړى
يوويشتمې پيړۍ دا رنګه دوستي ده
ددې دوربس همدا زيمامداري ده
له هوا وايي په هرڅه دوی خبريږي
په دې پوه شئ چې په هېڅ هم نه پوهيږي
يا پوهيږي ددوی دغه رنګ دوستي ده
ددوستۍ په نوم يې دغه رنګ مستي  ده
وخت راځي به دغه وينې به رنګ راوړي
ددوی کورته به همدغسې جنګ راوړي
دنړۍ نقشه کې ورک به يې دا کور وي
جوړ زما داسويلو به په کې شور وي