وايي چې)شعريوازې دشاعر داحساس بيان نه دى دهغه نوروکسانو داحساساتوبيان هم دى چې دشاعر سره پکې څه ناڅه شريک دي خو شعر نشي ويلی(او همدغه پخې وينا ته په پام سره موږپه ډيرومشاعرو کې ډيرى ګډونوال وليدل چې شاعران نه وي خو پورته پورته غورځي،لاسونه پړه کوي،شور جوړوي او د)بيا يې ووايه،بيا،بيا......(
نارې وهي. که څه هم چې دغه شعرونه دشعر په واقعي مانا شعرونه نه وي خو عوام په دې نه پوهيږي چې دا شعرونه دشعري ارزښتونو) ښکلا ،تخيل ،فکر، خيال،احساس او عاطفې( له مخې څومره په تول پوره او کره دي.خو چې دکوم ګاونډي يا لرې هېوادنوم پکې په بدو سره ياد شوې وي ،يا دخپل هېواد دتېرو ناخوالوپه اړه پکې کومه خبره راغلې وي لکه زموږ ځينې شاعران چې کله کله په همدغسې مشاعرو کې ددريځ پر سر دګوتې په څنډلو سره دشعر په عاجزه ژبه وايي چې زه به يې دلته نثر شوې بڼه يا مفهوم راواخلم)....زموږ پيغلې په طورخم کې سرتورې شوې...زموږ په وينو هغو او دغو لوبې وکړې....پښتانه تباه او برباد شول...مونږ داسې بې ننګه يو داسې بې غيرته يو...(نو بيا پرې دلاندې څخه دمشاعرې عوام ګډونوال ورچيغې کړي)واوا،واوا،ډير ښه ،ډيرښه بيا يې ووايه بيا....!!(خو دوې په دې نه پوهيږي چې شعر کنځلو ته نه ويل کيږي .خپله سپکه يا درنه او يا دبل سپکه او درنه په لوڅه ،ښکاره او دعوامو په شډله ژبه بيانول شعر نه دى.شعر دادبياتو يوه برخه ده،او ادبيات دتصويرونو هنر دى،په هغه کې لوڅ او تبليغاتي افکار او مسايل بيانول زيان اړوونکي دي.دمعاصر پښتو شعر تر ټولوستر او بنسټيز معقوليت تخيل،انځور،عاطفه،احساس، هيجان، ښکلا اوآهنګ دى.
داچې وايي بايد دهنري ذوق دتسکين لپاره ودانه شي،نه دسرپناداړتيا او سرسيوري دپوره کولو لپاره،نو په دغه ډول شعرونو کې چې وړاندې يې دمفهوم يادونه وشوه کوم هنري ارزښت او ذوق شته؟
په دې هم بايد زموږ ځوان پښتون شاعر پوه شي چې په هر ډول شعر کې يوه مفکوره شته خو کوم شى چې دشعر نه شعر جوړوي هغه مفکوره يا ايډيا نه ده .مفکوره په عادي او ساده نثر هم بيانيدى شي.خو کوم شی چې دشعر ارزښت ټاکي هغه تخيل،عاطفه،ښکلا،فلسفي،اخلاقي،مذهبي،
سياسي....افکار او مسايل بيان شي ښه کار دى خو دشعر ارزښت ديادو شويو اصطلاحاتو له ليږد سره تړاو لري او همدغه توکي دي چې دښکلا ارزښت او دهنريت حد ټاکي .زموږ دزمانې ستر شعر پوه، ليکوال او کره وال ارواښاد محمدصديق روهي په شهرتو شاعرۍ کې داخلاقي،فلسفي....په اړه وايي :
)علمي پرنسيپونه،تاريخي فکتونه اوفلسفي نظريې په شعر کې راتلای شي خو دهغو شته والی دشعريت معيار نه ګڼل کيږي. علمي،اخلاقي او فلسفي مفکورې بايدلومړى شاعرانه شي.دشعريت تابعيت ومني،په شعر کې جذب او الونيا شي او بيرته ځان په هنري ميډيم کې راڅرګند کړي.(
ددې ټولو خبرو،نظريو او نقل قولونو دراوړنې څخه دلته موخه يوازې او يوازې يو ټکى دى .او هغه داوسني پښتو شعر ښکلا ده اوبس.او کله چې په پښتو شعر کې دښکلا او ښکلي يادونه کيږي نو څرګنده ده چې يا ددغو ځانګړتياو لروونکی دى ځکه خو ښکلى ورته وايو او يايې نه لري ځکه پرې يا دشعار نوم ږدو او يا ورته دعوامو کليوالو ساده وزن شوې عاميانه خبرې وايو.دشعر او شاعر په اړه کارپوهان وايي :شعر په وزن لرونکې ژبې سره دمفکورې،تخيل،عاطفې ترکيب او تړون ته ويل کيږي.او شاعر هغه څوک دى چې غير عادي خبرې کوي خو دمحاورې له سويې پورته وي.الفت صيب دشاعر په اړه ويلي دي)تاسې له شعر او شاعر نه حقايق مه غواړۍ شعر حقيقت نه دى جمال دى(او چې داسې ده نو بيا خو شاعر يو ښکلى هنر مند دى چې داخلاقي،مذهبي،علمي،فلسفي،سياسي مفکورودتصويرونو او تمثيلونولپاره ديو خوږ،ښکلي او شاعرانه طرز ځينې کار اخلي چې کيدای شي دډيرو لپاره به عقلاني او دمنلو وړ نه وي خو په زړه پورې وي او هغه چې نه يې مني هم خوند ترې اخلي او خوښوي يې دغسې بېلګې زموږ په پښتو شاعرۍ کې ښايسته ډيرې دي.
ارواښاد سيف الرحمن سليم دپښتو اوسني شعر هغه وتلی استازی ؤ،چې يو وخت ديوسياسي بهير کارنده غړى ؤ.چې ډيرى شعرونه يې ښه پوخ او ژور سياسي رنګ او خوند لري.ده په خپل شعر کې دوخت دګوندونو او سياسي مشرانو کړنې او خپلې نظريې داسې خوږي،شفافې،روانې او شاعرانه وړاندې کړي چې نوره پرې تمامه ده که څوک دهغه دسياسي کړو وړو او سياسي ژوند څخه نا خبره وي نو لومړی خو ورته دهغه دشعرونو مانا، اوشننه)تحليل(ګرانه ده او دويم پکې دهغه سياسي فکر او پيغام نه شي موندى.
لکه : منم رهبر پخپله مخکې لاړو
خو قافله خو يې په شا راوسته
څومره جونګړو ته دې اور ورته کړ
چې خپل محل ته دې رڼا راوسته
يا: اوس خو قافله هم درهبر سره رهزنه شوه
دامعاشره جوړې دڅيلمې بې ضميره ده
اويا: قافله دې هم منزل نه ځان خبر کړي
کله کله رهنما نه لار خطا شي
دغسې فلسفي اوسياسي افکار دسيلم صيب په شاعرۍ کې ډير زيات دي.خو دشاعرۍ په ټولو ارزښتونو او معيارونو داسې په تول پوره او کره دي چې هيڅوک پرې دسطحي خبرو او شعاري ليکنو نوم نه شي ايښودى.
کړي خبرې نن هغه داتحاد
چې باني دى ددې شر او دفساد
دې نه لويه بدبختي دچمن څه ده
چې ګلونه په ګلچين کړي اعتماد
وګورۍ دلته هر څه دسمبولونو په ګل غوټيو کې ډير خواږه او شاعرانه شويدي کنه خبره په بشپړ ډول سياسي ده.موږ پوهيږو چې دلته چمن څوک دى.ګلونه څوک دي  او ګلچين چاته ويل شويدى.يا هغه څوک دي چې داتحاد او ملي يووالي شعارونه ورکوي او دشر اوفساد دمخکښ اوښ مهار هم ددوی په لاس کې ؤ.يا دى.او که نوره هم خبره لږه راسپينه کړم نو زه خو وايم چې داشعرونه يې په هر عصر کې معاصر دي او بس لنډه دا چې زموږ افغانانو اوسني حال ته يې ليکلي دي لکه دا:
 يو ورځ به راشي چې حساب به کيږي
يو ورځ به يار راله حساب راکوي
يارانو زه د ښار قاضي خو نه يم
ماله به  ولې خدای عذاب راکوي
اويادا:
خرڅوي يې رهبران په سوداګرو
خدای دې مل شي دوطن او دملګرو
څه خبر يې چې په کوم لورې دې بيايي
چې روان يې په ګډا اوپه سندرو
دغسې ژوره،رنګينه،ټولنيزه،سياسي،هنري او په ټوله مانا ښکلې شاعري او ښکلي شعرونه زموږ په اوسنۍ شاعرۍ کې ښه پريمانه دي چې دهر يو بيت په شننه او مانا سره پرې يو بشپړ سياسي ادبي تاريخ ليکل کيدی شي.زما ددې ليکنې دپاې کرښې هر هغه ځوان شاعر ته چې غواړي په هيواد کې روان حالات دشعر په ژبه انځور کړي خو نه يې شي دښاغلي درويش دراني په دې بيت پاې ته رسوم چې وايي.
دا خلک ولې انتظار کوي دهغه ورځې
چې پاچا مړ وي او وزير په زولنو تړلی