د  روان کال  د  اوړي  په موسم  کې يوه ورځ په کابل کې   افغان ادبي بهير ته لاړم ، د بهير د سټيج  په سر  په دې موضوع  تود  بحث روان و چې  شعر وليکو که نثر ؟ 
لومړی شپون صيب  په دې اړه پوره رڼا واچوله  او بيا  ښاغلي منلي  صيب د شپون صيب د خبرو په تاييد زياته کړه  : هر هغه څوک چې د ښو شاعرانو په څېر د بيلګې په توګه د پسرلي صيب او کاروان  صيب په څير شعر نه شي ويلی ، نو ښه به وي  چې شعر ونه وايي ،ما چې شاوخوا وکتل پوه شوم چې دا خبره په افغان ادبي بهير کې ، په  ناستو شاعرانو چې اکثريت يې جوړاوه  ، دومره ښه ونه لګيده . نا څاپه له کومې خوا نثار صيب د سټيج ويندوی ته غږ وکړ چې زهير شينواری غواړي  څه ووايي . ويندوی بې له دې چې له مانه پوښتنه وکړي،په لوړ غږ يې زه سټيج ته وبللم ،ما هم د هغه   بلنه و منله او  خپل نظر مې  داسې څرګند کړ : 
د نړۍ په ټولو ژبو کې )ښه،متوسط اوادنی ( شاعران شته او دا هره کټګوري خپل ځانګړي مينه وال او لوستونکي لري . د بيلګې په توګه :
که تاسو د پټي په پوله ناست يوه لوستي  دهقان ته د کاروان صيب د شعرونو ټولګه ورکړی،کيدای شي  پاڼې يې واړوي  او بيا يو څه د ځان سره و بونګيږي  خو په پای کې  به درته ووايي چې  ياره داسې شعرونه مې نه خوښيږی ، زما چې  کوم شعرونه خوښيږي  هغه زموږ د کلي د پلانکي ولسې شاعر شعرونه دي ،کيدای شي په منډه منډه د همغه ولسي شاعر دوه درې  شعرونه  هم درته ووايي . نوزما په اند  ځکه موږ چاته دا نه شو ديکتې کولی  چې  څوک دې شعر ووايي او څوک دې نه وايي . دا يو  واقيعت دی چې د  اوسني  ښه شعر په مفهوم کيدای شي د لوړو تحصيلاتو خاوندان او ياپه اصطلاح  د لوړ ذوق خاوندان پوه شي  خو د لوړ ذوق خاوندانو شميربيا زمونږ په نالوستې ټولنه کې د ګوتو په شمار دي .
ددې خبرې نه ډيره موده تېره شوه ،خو په دې ورستيو ورځو کې  ددوهم ځل له پاره يو ځل بيا په انټر نيټ کې  د)جانان ( په ويبلوګ  کې را پورته شوه او هر چا له خپلې زاويې ورباندې خپل نظرونه وليکل .
په نيټ کې د تبصرو په ځواب کې دا  موضو ع ددريم ځل له پاره د لمر تلويزون را پورته کړه  او هر يو ښاغلو اسد الله  غضنفر ، علم ګل سحر ، نثار  او لاهو ورباندې خپلې شننې وکړې .په دوی کې يوازې نثار صيب  يو څه په مخالف دريځ کې ولاړ ؤ خو نور ټول په يوه خو  له وو او همدا خبره يې کوله چې نثر ته بايد زياته پاملرنه وشي . خو ددغو شننو په پايله کې زه پوه نه شوم  چې د نثر نه  د مبصرينو موخه او هدف څه ؤ؟
که د نثر نه يې مقصد يوازې ادبي نثر وي  نو بيا خو نن ورځ  د ) شعر( تر څنګ  د ادبي نثر د)لنډې کيسې ، ناول ، طنز  او  ډرامو او فلمونو ( بازار ښه تود دی  چې نمونې يې په همدې روان کال کې د يو  شمير ناولونو ، او لنډو کيسو د چاپ خبرونه  دي .
همدا رنګه  د ښاخۍ مجلې او دازادي راډيو د)ګوړې  اچار ( پروګرام  تر يوه بريده د طنز تشه هم ډکه کړې ده . په ننګرهار  او خوست کې  يو شمير فلمونه هم جوړ شوي دي ،البته دا هڅې به پوره نه وي خو هلې ځلې کيږي او موږ ورته اميدواره يو چې نور ې به  هم ښې شي . 
د بلې خواهمدا اوس زموږ په هېواد کې په لسګونو مجلې خپريږي  چې په هره يوه کې په هره مياشت کې د دوو ، دريو شعرونو تر څنګ  په لسګونو نثري مقالې خپريږي .
که د لمر د تلويزون د مبصرينو  موخه او هدف ژورناليستيک  نثر وي  نو بيا خو له نيکمرغه همدا اوس په هره ورځ په لسګونو بهرني او داخلي راډيو ګانې  او تلويزونونه ،اخبارونه او نورې رسنۍ  ښه په درز کې لګيا دي او ژورناليستيک نثر دودوي ،خو په مقابل کې  د شعر له پاره يوه خپرونه  هم نه شته .
که ددغو ښاغلو هدف د ټولنيزو او طبعي علومو په بېلابېلو څانګو لکه ادبي څيړنې،تاريخ ، جغرافيه،فلسفه ،کمپيوټر،انټرنيټ ،طب ، بيولوژي ،کيميا،رياٍضي،زراعت ،مالداري ،او نورو  برخو کې وي  نو بيا يې  خبره بالکل سمه او په ځای ده . ځکه له دې لارې به موږ وکولی شوو چې خپله مورنۍ ژبه پښتو لا نوره هم علمي کړو چې دا خبره ما بيا د لمر د  تلويزون د مبصرينو  په خبرو کې وانه وريده  .
په دغسې مواردو کې نو بيا ) نثر (د)شعر (د ويلو يا نه ويلو سره هيڅ تړاو نه لري .او که څوک يې غواړي نو دا به بيا داسې معنی ولري لکه څوک چې ډاکټر صيب محـد اکبر اکبر ته ووايي  چې ته خو د طب ډا کټر يې شعر کاروان صيب او جهاني ته پريږده ،تاسو ورځئ خپلې د طب ليکنې کوئ .
ددې خبرې ځوا ب به   ډاکټر صيب  اکبر  خامخا دا سې ورکوي :طب مې مسلک او شعر مې  ذوق دی او هيڅوک ما ته نه شي ويلی چې ته دې خپل ذوق مه  پاله .
لنډه دا که زموږ هدف ، تنکيو ځوانانو ته دا پېغام  وي  چې شعري  استعداد نه لرۍ ، نو وخت مه ضايع کوۍ او په ځای  يې دعلم نورو څانګو ته پاملرنه وکړئ ،نو بيا خو خبره  د نثر په ليکلو او نه ليکلو پورې اړه نه لري  .
ښه به وي چې زموږ تبصرې او شننې  واضح او څرګنده وي  څو  د ځوانانو  نه  لاره ورکه نه شي  .