طنزيو ادبي او هنري خوتر څنګه يې نيوکه لرونکى فکر دى.طنز تل دنيوکې بڼه لري او د)چرنيشفسکي (په وينا طنز دنيوکې وروستى پړاو دى.طنز په ټاکلي ځای او شيبه کې په مالګينې خندا سره دانسان او ټولنې دننه او دباندې تضادونو په هنري انځور وړاندې کول دي. ښه طنز ليکوونکى پوهيږي چې په يوه ټاکلې شيبه کې دتضادونو وړاندې کول ناشوني دي خو دطنز چاپېریال ټولنيز ژوند دى.هغه چاپېريال چې تل ددننه او دباندې تضادونو کوربه وي.
په ځانګړې توګه له يوتاريخي پړاو نه بل ته دتېريدو پرمهال چې دا تضادونه خورا ښه راڅرګنديږي او دطنز دليکنې لپاره شرايط چمتو کيږي.ځکه کله چې زمانه بدليږي نو ورسره سم ټول زاړه شيان هم دخندا وړ ګرځي.
طنز ليکونکى په ورځنيو چارو کې له برلاسي ارزښتنو سره نه روږدى کيږي ځکه هغه څوک چې روږدى وي نو پردې نړۍ دپوهېدنې او درک کولو احساس يې له منځه ځي.ښه طنز ليکوونکى پوهيږي چې خلک دورځنيو عادتونو او رواجونو قرباني کيږي .په پايله کې طنز ليکوونکی دورځني ژوند ځمکه قلبه کوي او پرې دشک او دوه زړۍ پرځای ديقين او باور تخم شيندي.طنز ليکوونکى له درواغو او په لاس جوړو شويو شيانو پرده پورته کوي او دعادتونو ،رواجونو او موقع غوښتنې پردې له منځه وړي.له همدې امله طنز دهغه ويرې راڅرګندوونکى دى چې دزړورتيا او موقع غوښتنې تر شا پټه وي.طنز ليکوونکى نه له چا سره شخصي تربګني پالي او نه هم دچا دشخصيت ځپلو لپاره طنز ليکي.طنز ليکونکى  په ټولنه کې پرشتودرواغو،جعل،مصلحتونو،جنايتونو او نورو دنيوکې ګوته ږدي او همدارنګه طنز ليکونکى دهغه پردې پورته کوونکى دى چې داخلاقو دتاج تر شا غوړيدلې وي.
طنز ليکوونکى دخپلې ټولنې کمزورتيا او نيمګړتياوې تر هغه څه چې وي لوړې راڅرګندوي چې دا يې په رښتينې توګه دکار برخه ده.
ځکه دهمدې لارې دخلکو پام دهغه حل ته رااړوي.
خو ښايي چې دا لوړوالى خپل هنريت ولري ترڅو مخاطب ته په مصنوعي بڼه څرګند نشي او نه هم دومره وي چې له اصلي بڼې سره يې ورته والی له منځه لاړ شي.
طنز اوخندا:
طنز که څه هم چې له جدي نيوکې سره خوا په خوا دى خو دوينا له مخې ټوکو ته ورته دى.ښايې يو له هغه لاملونو نه چې خلک طنز او ټوکې سره همغاړې وبلي دا وي چې ددواړو وروستۍ پايله سره ورته وي.ځکه دا دواړه ادبي برخې دانسانانو دزړونو پر پراخوالي تماميږي او پايله يې له خندا سره مله وي.د)باختين( په وينا خندادانسانانو په لاس کې خپلواکه وسله ده.خندا انسان دهغه تيرو زورواکيو،او مقدساتو چې له ډيره عمره يې دهغه په ذهن کې ځای نيولی راخلاصوي.خو ترخه ژبه کارول ماتوونکې،ګواښوونکې او اسيروونکې ده .په داسې حال کې چې طنز ترخه ژبه له منځه نه وړي بلکې هغه بشپړوي او له تعصب، يواړخيزوالي،وچ فکرۍ،ويرې او ساده فکرۍ نه راوباسي.
ارسطو په دې باور ؤ چې دژونديو موجوداتو له ډلې يوازينی موجود چې خاندي انسان دى.يا په بل عبارت دارسطو په اند خندا دانسان هغه امتياز دی چې نور کاينات يې نه لري.په طنز کې کولاى شو دخندا بېلابيل ډولونه ووينو.نيش لرونکې خندا،زهر لرونکې خندا،ترخه خندا،خوږه خندا، پټه خندا،دوه لورې لرونکې خندا،دخوشالۍ خندا،دخفګان خندا،اوښکې بهوونکې خندا، مرګونې خندا او....
که څه هم چې دليکلي ادبياتو په پرتله شفاهي ادبيات تر ډيره دطنز لرونکي دي ځکه چې په ليکلي ادبياتو کې طنز ليکونکي رټل شوي او ونډه نده ورکول شوې خو بيا په پښتو کې خوشال خان خټک او په دري کې سعدي، حافظ، مولوي، خيام،سنايي او عطارپه خپلو شعرونو کې له طنزه ډيره ګټه پورته کړې.
شاعرانو که په شعرونو کې دزورورو مدحه
)غوړه مالي (کړې نوله بله پلوه يې په طنز کې دهغوی نه خپل غچ اخيستی .
خندا په ليکلي ادبياتو کې له دوه شيانو اخيستل شوې) طنز او ټوکه (.
په حقيقت کې دطنز ليکونکي موخه دټولنيز هدف لپاره دخلکو دعيبونو راسپړل دي نه په شخصي بڼه .دهغه موخه دخلکو لارې ته راوستل دي نه دهغوې تاديب او ځورونه.
دطنز ليکونکو ژبه چيچونکې وي .
دطنز ډولونه:
طنز کولاى شو دبڼې له مخې په څو برخو وويشو.
سياسي،ټولنيز،تاريخي،اخلاقي،فلسفي او ديني.
همدارنګه کولې شو طنز دليد لوري له پلوه په دوه برخو يعنې.توريا تريخ طنز اوسپين يا خوږ طنز وويشو.
دغه راز طنز دوينا له پلوه هم په دوه برخو ويشلى شو.منثور طنزاو منظوم طنز.
منثور طنز دنثري ادبياتو لکه ادبي داستانونو، قصو،افسانو،تمثيلي ټوټو،فلمونو،يونليکونو او خاطرو ليکلو نه سرچينه اخيستې.
منظوم طنز هم دکلاسيکو اواوسنيو)معاصرو( شعرونو زيږنده ده.