لیکنې
دشاعر او شېخ نه پوخلاکيدونکى دريځ!
شاعر ته خبرې ابديت وربخښي. بشري تمدن هم دټکيو او تورو په وسيله تر موږ رارسيدلى، که نه خداى )ج(خبرانسان غريب به نن په کوم ځنګل کې و.
زما دليکنې سرټکى د شاعر او شيخ جګړه ده، خو ګورئ! داسې شاعر نه ښيم، لکه په هند کې دمغولي امپراتورۍ بنسټ ايښودونکى بابر، چې پر ايمان يې هم شک کيدلى شي.
)بابر به عيش کوش که عالم دوباره نيست(
دا يې لا څه کوې، چې دده په خپله وينا دپښتنو دهرې سيمې غله به چې پخه شوه، پرې داړې يې اچولې، او دپښتنو له سرونو به يې څلي )کله منارونه( جوړول،دبابر دغه فساد او تذبذب داکبر په مردود ذهن کې د )دين الهي( په نوم ظهور وکړ، چې بيا دجهانګير پروخت دحضرت مجدد الف ثاني او نورو اسلامي پوهانو له خوايې پرتابوت وروستى ميخ ټک وهل شو.
چې خبره رانه اوږده نه شي. ددې خپل وخت ځينې په نامه شاعران مې هم موخه نه ده، چې شعر، شعريت او تغزل خو په بلا ووهه، اوس يې داسې پيښې پيل کړي، چې که بخت وطالع!له لويديځ نه د)ملعون رشدي( مقام ترلاسه کړي. شيخ او ملا خو ورته نسوار هم نه ښکاري، په اسلامي مقدساتو هم لګي، دشعر نه يې درسنيو راپور جوړ کړى، بس دابلاغ ښه وسيله ده، خو ددوى بخت ځکه خراب دى، چې څوک خپرونې نه ګوري، چې څارنوالۍ او يا محاکمو ته يې يوسي. هلته هم بويه، چې په دې ديموکراسۍ کې کوم دفتوى والا پيدا شي، که داسې وشول نو اول زندان، او بيا دبشر حقوقو نغاره، له همدې ځايه نيغ په نيغه دلويديځ دلاله زارونو ستره هيله تر سره کولى شي.
دشاعر او شيخ د جګړې په باب به لوستونکي هم حيران وي، چې دعلامه اقبال غوندې شخصيتونو چې داسلامي امت دويښتابه دغورځنګ جرس باله شي، هم شيخ غندي:
شيخ ما از برهمن کافر تر است
زانکه اورا سومنات اندر سر است
او بيا په پښتو ادب کې خو نوميالى اسلامپوه او دازادۍ دغورځنګ قافله سالار خوشال بابا دا بهير ډېر چټک کړى دى:
شيخ دې لمونځ روژه که زه به ډکې پيالې غواړم
هرسړى پيدا دى خپل خپل کار لره کنه
زه خوشرابي يم شيخه ته راسره جنګ کړې
برخې ازلي دى کاشکې ما دځان په رنګ کړې
دا لاڅه کوې، درحمن بابا غوندې له يوه لوى عارف اوبزرګ نه هم شيخ بچ نه شو، او داسې ګوزار يې پرې کړى دى:
ځکه زاهد زهد که ديو جنت له پاره
سر شيندلى نه شي په اوربل دجانانه
له شيخ سره ددومره لويو پوهانو او عرفاو جنګ زموږ دوخت غوندې مادي او نفساني سرچينه نه لري، بلکې زموږ ټول کلاسيک او بيا دغو نومياليو داسلامي نړيوال ادب بشپړه پوهه او مطالعه لرله.پردې ظاهري فقې )دمدرسې علوم(سربيره يې دباطني فقې )تصوف(پوهه هم لرله. کله چې دبغداد دعرفاني مکتب پلويان په دار، زندان اوتبعيدوګواښل شول.دعرفان دخراساني مکتب سالکانواوعرفاو دسمبول او علامت لمنه ونيوله، چې له يوې خوا يې شعر ته هنريت او ښکلا وروبخښله، او له بل اړخه يې اسلامي عرفان او سلوک داسې افاده کړ، چې دلويديځ ستر فيلسوفان ترې هم بې اغيزې پاتې نه شول. پر دې سربيره دهند تياره ګوټونو ته دغزنوي سلطان او ابدال بابا له تورو ډېره ړومبۍ داسلام رڼا همدغو قلندرانو رسولې وه، چې دغازي ټولواکمنو په يرغلونو تلپاتې او بشپړه شوه.
دهند نوميالي عالم علامه شبلي نعماني دشعرالعجم په پنځم ټوک کې دزاهد او عارف تر منځ داسې کرښه راښکلې، چې زاهد دجنت دخوندونو په هيله عبادت کوي، خو صوفي دخداې)ج( درضا اووصال په ارمان شپې سبا کوي، نو ځکه يې رحمن بابا دا هيله غندلې، چې قرباني بايد ورکړي،ځکه اصلي هدف خو خداى)ج(دى.
همدارنګه درحمان اوخوشال بابا په اشعارو کې پياله يوه عرفاني نومونه او سمبول دى، چې داثارو تجلا ته وايي، او تجلا بيا دحق ظهور دى. همدغسې شراب هغه عشق ته ويل کېږي، چې لا سخت او پوخ شوى نه وي، او دمبتديانو مينه خوبيا ډېره له شوره ډکه وي.
زموږ ټول کلاسيک شاعران او بيا په تېره خوشال بابا چې دوخت دلويو عارفو پوهانو لکه اويس ملتاني او مولانا عبدالحکيم سيالکوټي شاګرد او ملګرى و. له دغې سترې لورينې هيڅکله هم بې برخې نه و. مولانا سيالکوټي دشاجهان په دربار کې دحضرت مجدد پر سر سترې مناظرې ترسره کړي. دخوشال بابا خانداني پير کاکا صاحب هم مشهور بزرګ و، دخوشال بابا زوى عبدالقادرخان خټک له همدې کبله په خليفه مشهور و، نوځکه دمشرانو شاعرانوشيخ غندنه عرفاني پس منظر لري، اوبايد داوسني وخت دځينو شاعرانوپر پوچ ګويي او لفاظۍ قياس او پرتله نشي.پای