د يوه هيواد ملي شتمني په دوو برخو ويشلاى شو:
۱- طبيعي شتمني.
۲ - كلتوري شتمني.
غرونه، ځنګلونه، سيندونه، دښتې، ورشوګانې، څاروي،كانونه او نورې هغه شتمنۍ چې په يوه هيوادكې موجودې وي دا طبيعي شتمنۍ دي چې د يوه هېواد په ودانولو، وده او پرمختګ كې كار ترې اخيستل كېږي.
كله چې پر دې شتمنيو لاس ووهل شي او د انسان د تصرف نښې په كې وشي نو بيا دا طبيعي شتمني په كلتوري شتمني واوړي او د يوه هېواد په تاريخ كې د دې هېواد د اوسېدونكو د ذهني ودې او استعدادونو ښكارندويي او څرګندويي كوي.
زموږ ګران هېواد افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى چې هم لوى خداى)ج( سرشار طبيعي منابع وركړي او هم يې د تاريخ په بېلابېلو پوړيو كې اوسېدونكو ته څپاند او نوښتګر استعدادونه وركړي چې له دې طبيعي منابعو نه يې د خپل هنر او استعداد په روز نه فنا كېدونكي او نه هېرېدونكي اثار رامنځته كړي دي.
زموږ په هېواد كې د انسان د ژوند او لاس نښې ډېرې زړې دي او عمر يې هغو انسانانو ته رسېږي چې " غارمېشتی " ژوند يې كاوه او د خپلو ورځنيو اړتياوو د ترسره كولوله پاره يې له ډبرو نه افزار او ډېر ساده لومړني لوښي جوړول، موږ د دې لومړنيو افزارو له ډلې څخه داسې افزار لرو چې له نن نه شل، دېرش، څلوېښت او پنځوس زره كاله وړاندې جوړ شوي او استفاده ترې شوې ده؛ دا طبيعي ده چې انسانان د اړتياوو د ترسره كولو تر څنګ،دهنر د زېږولو ذوق هم لري نو ځكه يې د دې افزارو تر څنګ لومړنۍ نقاشۍ او مجسمه جوړونې هم پېل كړې چې په دې لړ كې زموږ په هېواد كې يوه د دوه ويشت زره كلونو عمر لرونكې مجسمه هم پيدا شوې وه او بيا وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو كې په زرګونو هنري تاريخي آثار د مجسمو، ډبرليكونو، انځورونو، سيكو، لوښو، لباسونو، ودانيو او نورو په بڼه رامنځته شول.
څرنګه چې د تاريخ په اوږدو كې زمونږ هيواد اساس جغرافيايي موقعيت درلودلى نو ځكه د يرغلونو ډګر هم ؤ او د نړيوالو كلتورونو او هنرونو د مخامخ كېدنې او روغبړ مركز هم. دلته نړيوالو هنرونو وده وكړه او ځانګړى افغاني رنګ يې واخيست خو جګړو او يرغلونو ډېر څه له منځه هم يو وړل او دې كلتوري اثارو ته يې ژور زيانونه واړول.
د نورو هنرونو او مكتبونو ترڅنګ د ګندهارا د هنري مكتب اثار هم دي چې تر دوو زرو كلونو وړاندې په هېواد كې رامنځته شول او لا فاني اثار په كې خلق شول چې د ننګرهار د هډې، د غزني د سردار غونډۍ او د باميانو بې جوړې مجسمې يې د توجه وړ اثار وو.
په هيوادونو كې حكومتونه وظيفه لري چې له طبيعي شتمنيو نه يې په معقول او عادلانه ډول د خلكو د ښېګڼې، بهبود او پرمختګ له پاره استفاده وكړي او كلتوري شتمنۍ يې د تاريخي اثارو په توګه خوندي وساتي چې د ملت د عقايدو ،هنر، استعداد او ودې تاريخي سير ترې څرګند شي او د دوى كلتوري شتمنۍ د ټول بشر د كلتوري شتمنيو په پانګه كې خپل وړ ځاى وساتي. هو،حكومتونه د خپل ملت د ټولو طبيعي او كلتوري ملي شتمنيو په ساتلو او پاللو مكلف دى خو د هغو د ورانولو او له منځه وړلو په برخه كې بيا ازاد لاس نه لري ځكه دا د ملت مال دى او حكومتونه چې عارضي او تلونكي وي حق نه لري چې د خپلو خاصو سليقو، غوښتنو او يا قشري ګټو په خاطر د ملت مال تبا كړي او د يوه ملت تاريخ شتمنۍ له منځه يوسي، بيا هم كه د يوه ملي ضرورت له مخې د طبيعي يا كلتوري شتمنېود پلورلو يا له منځه تللو دا كار كېږي نو بيا هم حكومتونه مكلف دي چې په دې برخه كې د ملت له ټاكلو نماينده ګانو سره سلا او مسلات وكړي او يا هم د عمومي ټولپوښتنې )ريفرنډم( له لارې خلكو ته د دې كار دګټو په باب قناعت وركړي او ملاتړ يې تر لاسه كړي. بې له دې په هيڅ ډول دا حق ورته حاصل نه دى چې د يوه ملت طبيعي او كلتوري شتمنۍ له منځه يوسي.
په وروستيو كلونو كې چې په افغانستان كې د طالبانو حكومت د مجسمو او بتانو ماتولو تر عنوان لاندې د هيواد ګڼ كلتوري اثار او خصوصا د ګندهارا د هنر شاهكار نمونې او د باميانو بې جوړې مجسمې له منځه يووړې دا يو داسې خپلسرى كار ؤ چې له ملت سره هيڅ خبره نه وه پرې شوې او د خپلې خاصې سليقې له مخې يې چې اسلامي توجيهات يې ډېر كمزوري وو د هيواد ګڼ شمېر تاريخي اثار له منځه يووړل، دا يوه ډېره لويه تاريخي ضايعه ده چې زموږ كلتوري شتمنيو ته ورواوښته او زموږ د تاريخ ژوندي سندونه يې په غوسمن ډول له منځه يووړل.
تر دوى راوروسته چې په هيواد كې په نړيوال ملاتړ لنډ مهاله، منځمهاله او انتخابي اداره جوړه شوه د هيواد د طبيعي او كلتوري شتمنيو لوټ او تالان لا دوام لري او واكمن ټوپكسالاران د ټوپك په سيوري كې كلتوري اثار په غير فني ډول له ځمكې راباسي، پلوري يې او هم ځنګلونه او نورې طبيعي شتمنۍ د پخوا په شان د همدې وسله والو غلو په لاس يا وسيله په بهرنيانو په نيمه بېه پلورل كېږي او د هيواد ملي شتمني په بې رحمۍ له منځه ځي او د اولس حق د څو زورورو كسانو له خوا لوټل كېږي. اوس چې په هېواد كې د ناټو په وسيله سوله ساتى ځواك پياوړى شوى ، زموږ هيله ده چې دولت د ملي شتمنۍ دواړه پانګې ) طبيعي او كلتوري( په اساسي ډول خوندي كړي او ملت ډاډمن كړي چې حكومت د ملي شتمنۍ د ساتلو واك او ځواك لري!