افغاني ټولنه چې څومره دخپلو ارزښتونوپه لرغونتيا او دهغو په ټينګتيا وياړلې وه،له بده مرغه هماغومره دې درې لسيز ناورين دتس نستيا ښکار کړه.په دغه ارزښتونو کې له ټولنيزه نيولې. چې دملي يوښت دپياوړتيا بنسټ يې ؤ، بيا تر ديني،سياسي،کلتوري او آن ادبي ارزښتونو پورې له څېرمې يا ړنګ او يا مسخ شول. ددغوړنګيدليو او شړيدليو ارزښتونو دبيا راژوندي کونې ادعا ډير خپل او پردي ځان ته دڅه ويلو مدعيان زيات کړل.هرچا دې ملي ناورين ته ددرملنې سياسي او ساينسي نسخې پر دې ناورين ځپلي اولس وازمېيلې.ددې رنځوراولس ددرملنې لپاره ډېر ملي او سياسي مړني ولړزول ،دنړيوالې دیپلوماسۍ ډير نومور او مخوروننګول شول. دډيرونړيوالوافغاني روڼا ندوراتګ ته سترګې څلورشوې.ډير حاذق طبيبان لاړه راغله،خو دا چې ددې ټولوازمېينواو ازمېيليونسخو پايله او اغيز پررنځوراولس څه شوه؟هر خپل وپردي دسر په سترګو وليدل،خبره که له ژوولو لږه راوباسو،نو په ډاګه او وازکومي ويلاى شو.چې:
په لاس راغى صفر:
خو ددې صفر پايلې مانا دا نه ده چې ګنې نورې لارې ټپې دي او يوازځنى برخليک لاس تر زنې کېدل دي او بس.بلکې نه!لله الحمد!ددې ميړني اولس دمېړونوځنګل لا هم بى زمريو نه دى.لاهم دملي برخليک ټاکنې لپاره دفکروسوچ دسړيو کمى نشته.سهي ده چې ددې رنځوراو اسکېرلي اولس دبرخليک بېړۍ به څپڅپانده شوې وي،خو لاهم دداسې سرښندويانو مور بوره نه ده،چې پردې وياړلي خاوره باندې دخپل زړه او قلم دوينې دښندلو په شعار پايي.
دفتوراو بې ټيکاوۍ په دې پېر کې پر ملي پت دقلم دوينې دښندلو او شيندلو شعار به په دې
 درولسيزوکې دهيواد دننه دومره انګازن ؤ،که نه،خو له دې نټه او انکارنشي کيدای،چې دلوى هېواد دپرې شوي غړي سيوري ته څورلس کلنې مېشتيدا او په لوی سرکې ديرش کلن هجرت زموږ هجري ،جهادي او انقلابي کول ته دهرراز پوهنو او مهارتونو دمخې پرانستوپېر ؤ.په تېره دادبي او هنري هڅوداوډون او ودې په برخه کې.
زموږ په کولتوري ټولنه کې تر دې درې لسيز پېر وړاندې دادبي غونډو،ټولنو،نمانځنواوراشه درشې دود ډير کوټلى او اوډلى نه ؤ.لکه نن چې افغاني ټولنه دپښتني هجري چاپيريال له ادبي هنري تناره نه دځوان کول په راوړې لمبه توده ده.
دا وخت که ددې ادبي او کولتوري هڅو دبنسټګرۍيادونه په ځانګړتيا سره ونشي،نياو به نه وي.دادبي هڅو دا تيږه دوه دوه نيمې لسيزې وړاندې دهېواد دسپېڅلي جهاد دسرښندويزپېر په همغوسرو او داغو شېبوکې دهېواد ديو شمېر نومورو او مخورو قلموالو،اديبانو او شاعرانو په لاس دپېښور دتاريخي ښار ديوه ښاري کتابتون په تالار کې کيښودل شوه.دې هڅو ته د))مهاجرواو مجاهدو ليکوالو او شاعرانو ټولنه((،نوم ورکړ شو.ددې ټولنې په جوړېدودګڼو افغاني سياسى او په اصطلاح تنظيمى ژمنو پورې اړوندو شاعرانو او روڼاندو په اونۍ کى يوه ورځ دخپلو ملي دردونوددرملنې نغمې اوريدې او اورولې.دا ټولنه دزړه خوالۍ او ګڼ شمېرافغانانو دپيژندګلو او ټولنيزې راشه درشې دټينګښت لامل وه.ددې ادبي ټولنې هڅو څوکاله وروسته دا رنګ راووړچې د)١٣٧٣(په تله کې دهېواد پرملي کلتوراو ادب يو شمير مينومخورو قلموالود))افغان ادبى بهير((په نامه ديوه غورځنګ بنسټ کيښود.دې بهير دمخکنى هغه دتجربو په رڼا کې تر هغه زيات دځوان کول په فرهنګي او ادبي وده کې خپل نقش او ونډه جوته کړه.ځوانان به دمشرانو په لارښوونه پر هرې جمعې ورځ په يوه نه يوه افغاني ښوونځي کې سره راغونډېدل.دمشاعرو،کره کتنيزوغونډو ،دملي ورځودنمانځنې او نويو چاپ شويو ادبي آثارو دمخکتنې دغونډوپه نامه لسګونه ځوانان راغونډيدل او اورېدل اواورول به يې کول.
دا بهير کلونه کلونه ښه په درز کې روان و،په لسګونو او سلګونو ځوانانو ته يې دشعر،ادب او کره کتنې نا رسمي لاسوندونه ور په لاس کړل او دچا خبره دپګړۍ دتړلو يې کړل.همدا وخت و،چې دهېواد په سياسى چاپيريال کې دبدلون له امله هېواد ته دافغانانودستنېدوبهير روان شو.دې ستنېدنود))افغان ادبى بهير((هنري وږمې له ځان سره دهيوادبيلابيلوسيمو او ولايتونو ته يووړې.دافغان ادبي بهير دنغري سکروټې د هېواد پلازمېنې)کابل(ته راوړل شوې.دلته هم د)بهير(همغه دود او کړلار وپالل شوه.دلته هم دبېلابېلو سيمو ځوانانو،دښوونځيو زده کوونکواو دپوهنتون محصلانو له افغان ادبي بهير نه دادبي پوهې په تودوخه خپل ادبي احساسات ټکورول.دا تودوخه دوخت په تېرېدا او دبهير دبومياوو په لورېينه يواځې په کابل کې پاتې نه شوه،ننګرهار ته راغله،پکتيا ته لاړه،بغلان ته ورسېده،په کندوزکې خپره شوه،کندهار ته لاړه،لنډه داچې دهېواد داسې ځاى پاتې نه شو.چې دا هنري او ادبي تودوخه ورونه رسيده او له نويوملي ارمانونو سره هيوادنۍ نه شوه. ددغو ادبي بهيرونو په هېوادني کېدو په ځوان کول کې د ملي او کولتوري هڅو دګډون تنده راولاړه شوه،ځکه نو ددغوخورووروهڅو دپيوستون په تکل کې شول.اوډلې)منظمې(
 مشاعرې او نمانځغونډې پر څېړنغونډو او پوهنغونډوبدلې شوې.
ځوانانو دهمدې ادبي بهيرونو له دريځه دخپل ملي دريځ دډاګيزولوغږ اولس اونړۍ ته ورساوه او لايې رسوي.
دهمدې ادبي بهيرونو دهڅو اوبرياوو ډاډؤ.چې په لومړي ځل زموږ بچيو ته په پلازمينه )کابل(کې په مورنۍ ژبه دزده کړې حق ومنل شو.
دادبي بهير دلارويو ځوانانو دقلم او علم زور ؤچې په پلازمينه او ولاياتو کې په سلګونومهالنۍ او رسنۍ چلندې شوې.
دهمدغوبهيرونو برکت ؤ،چې دپښتوژبې او ادب دپرمختيا انګازې دنړيوالو غږيزو او انځوريزو رسنيو له لارې دنړۍ ګوټ ګوټ ته ورسيدې.
همدې ادبي بهيرونوپه ځوان کول کې ددښمنانو په لاس دشړيدلي ملي برخليک دګرېوان دبيا ګنډنې هيلې تاندې کړې او اولسونه يې پۍ او شکرې کړل.
دهمدې بهيرونو دهڅو تسلسل دى چې وخت پروخت په پلازمېنه او سيمو کې دځانکړو دوديزو کولتوري ورځو او مناسبتونو په نمانځنه کې بې له توپيره دهېواد دګوټ ګوټ ځوان فرهنګپالي کوټلې برخه اخلي.
لنډه داچې په ملي برخليک ټاکنه کې زموږ ددغو ادبي او کولتوري ټولنو ونډه په ننني نهيلوونکي پېر کې تر بل هر وخته اغېزمنه او پرېکنده ده.
هيله من يو چې که زموږ ژمن ځوانان ددغو ټولنو ملي اغيزمنۍ ته په پام خپلې ملي ژمنې هېرې نه کړي،نو هغه ورځ لرې نه ده چې دملي اولسي يوښت دا شليدلى ګرېوان راغونډ وګورواو يوخپلواک،رغېدلى،بسيااو سوکاله سرلوړي افغانستان غېږپرانستې ووينو.که خداې کول
دهمداسې يوې وياړلې ورځې دژرليدو په هيله.