لیکنې
دپښتوپه معاصرشعرکې،جانان،یار اواشنا
جانان مې سر په وطن کېښود
په تار د زلفو به کفن ورته ګنډمه
جانان زما زه د جانان يم
که په بازار مې خرڅوي ور سره ځمه
جانانه لاړې اسماني شوې
اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت به وينه
خدايه نری نری باران کړې
چې د جانان کډې تړلې پاتې شينه
نری نری باران وريږي
شال مې لمديږي د جانان ديدن ته ځمه
جانانه خپل وطن ته راشه
که خلک ډير دي پرې اباد دي خپل کورونه
له پورتنيو لنډيو څخه په څرګنده جوتيږي چې دا په پښتني ټولنه کې د ښځينه پاړکي غږ دی چې د خپل معشوق له پاره يې پورته کړی او سينه په سينه د يوه نسل څخه بل ته لېږديدلی دی.
باران په لپو لپو اوري
ليلا منګی په سر ګودر غاړې ته ځينه
که مو ږ همدا لنډۍ داسې ووايو :
باران په لپو لپو اوري
جانان منګی په سر ګودر غاړې ته ځينه
څه فکر کوئ دا به سمه خبره وي ، جانان چې يوه مذکره صبغه لري ، منګی په سر کړي او د ګودر غاړې ته لاړ شي ؟
زه فکر کوم هيڅوک به د لنډۍ ددې فورم سره موافق نه وي .
نو اصلي پوښتنه داده چې بيا نارينه شاعر د کوم منطق له مخې ځان ته دا حق ورکوي چې په خپل شعر کې وايي : زه د جانان په زلفو کې زانږم ، ياد يار په زلفو کې ګوتې وهم . يا د اشنا د سرو شونډو نه ځاريږم .....؟؟؟؟
په عمومي توګه ويلی شو چې د )جانان ( کلمه په لنډيو کې سمه کارول شوې. ځکه د ژبې د ګرامري جوړښت له پلوه )جانان ( مذکره صبغه لري او ښځينه قشر يې په خلا ص مټ د خپل مخالف جنس يعنې د نارينه سره د مينې په منظور کارولی شي .
له آره ) جانان (د فارسي د) جان= روح ( له کلمې څخه اخيستل شوې او له فارسي ادب څخه په عيني بڼه پښتوادب ته هم را ننوتې کلمه ده .
په فارسي ادب کې د)جانان( کلمه په دوه اړخيزه توګه کارول کيږي په دې معنی چې عاشق يې خپلې معشوقې ته او معشوقه يې خپل عاشق ته
)جانان ( ويلی شي. ځکه په فارسي ژبه کې د پښتو په څير د)جانان(په کلمه کې مذکره يامونثه صبغه نه شته .
دا چې د کلاسيک ادب شاعرانو د جانان کلمه زياته کارولې داد هغه وخت ځانګړي شرايط ؤ. ځکه فارسي ژبې نه يوازې په سيمه ،بلکی د هند په نيمې وچه کې يې هم پراخه واکمني درلوده او د عربي ژبې تر څنګ په دويمه درجه د اسلامي علومو يو شتمنه او بډايه ژبه وه.
پښتنو ملايانو به خپلې اسلامي زده کړې په عربي او فارسي ژبو تر سره کولې او همدغو ملايانو به بيا،د کليو په جوماتونو کې لومړنۍ مذهبي زده کړې په عربي او د فارسي ژبې له مشهورو کتابونو لکه :پنج کتاب، ګلستان، بوستان، او داسې نورو له مخې ماشومانو ته هم ښودلې. نوپه دې ډول هغه وخت د فارسي ژبې اغيزه دپښتنوپه شفاهي او تحريري ادب يوه حتمي خبره وه. چې بيلګې يې موږ د پښتو د کلاسيک شعر په ځانګړې توګه د قافيو په بڼه کې زيات ليدلی شو لکه:
نمايان، مژګان، ګريبان، ستاره ګان، درختان، بيابان او بلاخره د جانان په څير کلمې په کراتو ، کراتو تر سترګو کيږي .
د شلمې پيړۍ په نيمايي کې پښتو ژبه ديو شمير نومياليو پوهانو لکه : پوهاند عبدالحی حبيبي ، پوهاند صديق الله رښتين ، مولانا قيام الدين خادم ، ګل پاچا الفت ، عبدالرؤف بېنوا ، عبدالشکور رشاد،قاضي عطاالرحمن ، ظفرکاکاخيل ..........او په سياسي ډګر کې خان عبدالغفار خان او وزير محمد ګل خان د هلو ځلو او هڅو په مرسته دسکوت اوجمود له حالته راوو تله او د نړۍ د ژونديو ژبو په ليکه کې ودريده .
په دې پير کې پښتو ژبه خپلې اصلي بڼې ته راواوښتله ، ګرامر يې وليکل شو ، دسمې ليکنې املااو انشا له پاره يې معيارونه و ټاکل شول .او ورسره سم پښتو ادب په پښتني ګاڼه سينګار شو . ځوان کول ورو،ورو د بهرنيو ژبو له اغيزې راووت او پښتو ادب ته يې نوی روح او نوې ساه ورکړه . خو هغه څه چې تر اوسه يې په پښتو شعر کې خپله واکمني ښه په درزچلوي هغه د )جانان (کلمه ده .
زه دا منم چې د جانان کلمه اوس موږ ته پردۍ نه ښکاري ، هغه راته ډيره خوږه او په زړه پورې ښکاري ځکه زموږ په مغزو کې حک شوې نو له دې امله هرچا په بېلا بېلو بڼو کارولې ده . څوک خپل ورک ارمان جانان بولي ، څوک د خپل زړه پټ معبود جانان بولي ،څوک خپل وطن جانان وطن يادوي ، ښځينه يې خپل مئین ته کاروي ، دغه ډول ورته ډير موارد شته چې د جانان دکلمې کارونه او استعمال ښه او په ځای ښکاري خو په يو مورد کې ډيره پيکه او بې خونده ښکاري اوهغه چې په مستقيمه توګه د معشوقې له پاره د جانان خطاب کوي :
زما نيوکه په همدې مورد کې ده ځکه چې يوه ورځ مې په يوه اخبار کې د يوه ځوان شاعر شعر په دې ډول ولوست :
زما جانان ، د ګودر په غاړه
په سرو لاسونو ، سره منګي ډکوي
نو اوس تاسو پخپله قضاوت وکړئ چې دلته شاعر د جانان کلمه سمه کارولې ؟ څومره به ښه وای که د جانان په ځای يې ليلا راوړې وای :
زما ليلا، د ګودر په غاړه
په سرو لاسونو ، سره منګي ډکوي
جانان او ليلا دواړه پردۍ کلمې دي خو د جانان په ځای ليلا ځکه سمه ده چې مونثه صبغه لري او د شعر محتوی سره هم په ټکر کې نه راځي .
ځکه په پښتني ټولنه کې د ګودر په غاړه يوازې ښځې راټوليږي او همدا ښځې دي چې خپل لاسونه سره کوي او بيا په خپلو سرو لاسونو منګي ډکوي . نو اوس تاسو پخپله فکر وکړئ چې زموږ د ځوان نسل شاعران د کوم منطق له مخې د ليلاا،محبوبې ، معشوقې ، نازولې ، نازنينې او داسې نورو کلمو په ځای د مذکرې صبغې لرونکې کلمه يعنې جانان کاروي . په دغسې مواردو کې زما په نظر د جانا ن د کلمې کارونه او استعمال هيڅ منطق او جواز نه لري ځکه دا زموږ د ژبې د ګرامري جوړښت سره په هيڅ ډول اړخ نه لګوي .
ما څو څو ځلې دا خبره د ځینو شاعرانو سره د بحث له پاره وړاندې کړې خو هيچا يې سم ځواب نه دی راکړی او يوازې دومره استدلال کوي چې پروا نه لري ، دا له پخوانيو را پاتې کلمه ده او د ډيرو لويو لويو شاعران په شعرونو کې هم راغلې ده . خو زه وايم په پټو سترګو د نورو تقليد به سمه خبره نه وي ، هغه وخت بېل شرايط وو او نن بېل ، نن ژبې ډيره وده کړې او د همدې ودې په رڼا کې زموږ شاعران بايد له نو ښت نه کار واخلي نوي نوي ترکيبونه او استعارې په کار واچوي .
زما په نظر د تېرو سوليدلو کلمو بيا بيا استعمال او کارونه او هغه هم چې د ژبې د ګرامري جوړښت سره سل په سلو کې سمون نه لري ، راوړل به يې سم کار نه وي . په ورستيو وختونو کې ځنو شاعرانو د جانان د کلمې ترڅنګ د يار او اشنا دکلمو کارونه هم پېل کړې خو استعمال يې بيا هم کټ مټ د جانان په څېر دی ، لاندې شعري بيت ته د بېلګې په تو ګه پام وکړئ :
چې ولونه ولونه دې په مخ باندې خورې شي اشنا زلفو ته شړق ورکړه لږراته کاږه وګوره
) مينې مجله ٤٣ مخ (
که پورتني بيت ته سم وکتل شي نو په ښکاره ورنه دا جوتيږي چې نارينه شاعر خپلې محبوبې ته د اشنا کلمه چې مذکره صبغه لري کارولې ده ځکه زلفو ته شړق ورکول او کاږه کتل د ښځو ځانګړتيا ده خو دا چې ګران شاعر ولې ورته د) اشنا (خطاب کړی ، کيدای شي ځواب يې همدا وي چې نورو شاعرانو هم همداسې کلمې استعمال کړي نو زه يې هم کاروم . لاندې بيتونو ته هم پام وکړی :
تورې سترګې شونډې سرې راشه ګودر ته
پيغلې مه کوه نخرې راشه ګودرته
تل غمجن ناست يم په زړه ښکليه جانانه
که مې زړه خوشالوې راشه ګودر ته
)مينې مجله - ٤١ مخ (
د پورتني شعر په اول بيت کې ډير ښه تصوير وړاندې شوی خو په دويم بيت کې د جانان کلمې پيکه کړی دی ځکه )تل غمجن ناست يم (نه معلوميږي چې شاعر نارينه دی خو ښکلی جانانه ! د کلمې استعمال سړ ی نه لاره ورکوي چې د شاعر مقصد څه دی ؟
شوخ نظره ګرم دې کړم په کوم سبب
ما خو ښکلولو د جانان نظر
هير مې که اشنا مګر لږ سوچ وکړه
پروت دی ستا په مخ د يو افغان نظر
سترګې ډيرې دي په سترګو ورته ګورم
خو په زړه مې د اشنا سترګې خوږې شوې
ترې چاپير مې کړل لاسونه په ژړا شوم
چې رايادې د هجران تورې تيارې شوې
د)جانان ، اشنا ، يار (کلمې فکر کوم د پښتو ژبې د هر شاعر په شعر کې په يوه بڼه نه په يوه بڼه کارول شوي دي . خوپه ځینو ځايونو کې په سمه بڼه او په ځینو ځايونو کې په نا سمه بڼه دي . زه نه غواړم چې اوس د هر شاعر له ټولګو نه يوه يوه راوباسم چې په دې ځای کې د جانان کلمه سمه ده او په دې ځای کې نا سمه . خو هيله مند یم چې ګرانو لوستونکو به زما مقصد درک کړی وي . او په راتلونکې کې به ، دې ډول استعارو ته چې زموږ د ژبې دګرامري جوړښت سره په ټکر کې راځي پوره پاملرنه وکړي .