شعرونه
خپل دخاپوړو کلي اګام ته!
اى کاش ! چې بيا هغه مسته کوچۍ اګام ته راشي
وه خدايه ! دا مو کله پېر زو کيږي په خپل کلي
چې توره نېمه شپه کې دې ګولۍ اګام ته را شي
ځه خير ! که نن لمبه شوې تورې بوړې خو يو وخت به
سلام ته دې يورپ نه شهزادګۍ اګام ته راشي
چې کله له خپل ځان نه هم څو چنده ښکلي ګورې
دستورو مشره خور،سپېنه سپوږمۍ اګام ته راشي
والله چې غزلتوري دې حيران شي ورته پاتې
شاعره ! په سندرو چې مرغۍ اګام ته راشي
زمونږه دا ساده کليوال خداى نه بيا ګيله کړي
جانانه ! کوکنار ګل کې چې ږلۍ اګام ته راشي
چې وږي دغنمو راپسې پلو کې ټول کړي
وه کشکې غنم لو کې ليونۍ اګام ته راشي
دکلي ژڼکي وړکي به ټول اچوي لاسونه
د )څار (دژوند دهيلو چې ډولۍ اګام ته راشي