لیکنې


پښتو،انټرنټ،وېب پاڼې اوبلاګونه

يوشتمې پيړۍ ته موږ د پښتو پالو د خوځښت پيړۍ هم ويلای شو دا په دې مانا چې پښتنو په دې پيړۍ کښې داسې نه جبرانېدونکې ټکانونه وخوړل چې آن ددوی خوبولي زړونه ېې هم را ويښ کړل ،  اوس پښتانه تر ډېره د خپلې ژبې او کلتور د ساتلو او راژوندي کېدو په فکر کښې دي  . ښايي زما دا خبره ځينې استدلال کونکي راسره ونه مني . ولې دا يو تاند او نازک حقيقت دی چې موږ یې نن ورځ په بېلابېلو برخو کې د پښتو د پاېښت لپاره وينو  .دا سمه خبره ده چې جګړه او مهاجرتونه د يو هېواد اقتصادي ، تاريخي ، ژبني ، کلت

17.12.2007 laman

پښتو په غوړېدو ده

دا چې نن سبا د پلازمينې په ښونځيوکې د پښتو ژبې د عملي کېدو دښمنانو ته سړى وگوري نو داسې هېله ورته پيدا کيږي چې دغه ژبه که خداى کول د تنکيو ځوا نانو په مټ له وژل کېدو وساتل شوه . خو دا کافي نه ده . په لوى لاس يو شمير کړۍ او کسان بيا غواړي دغه ژبه د هديرو خواته وليږدي .يوې نړيوالې ټولنې څه موده وړاندې دهغو ژبو لېست خپور کړ چې د لمنځه تلو له گواښ سره مخا مخ دي .په دغه ارزونه او نړيوال رپوټ کې پښتو هغه ژبه ښودل شوې وه چې له دغه گواښه بچ ده همدارنگه که وروستيو بدلونونو او له لوستو او

16.12.2007 laman

په معاصروادبیاتوکې،سمبولیکواشعاروته لنډه کتنه

د انسان له پيدا يښت سره ژبه پيدا شوه او د ژبې د هنري کولو لپاره الله (ج ) ځينو انسانانو ته ځانګړې وړتياوې ورکړې دي. په هره ټولنه او د هرې زمانې انسان دخپل چاپېريال تر اثر لاندې د وخت ساده ژبه هنري کړې چې د همغې ټولنې وګړيو ته يې په زړه کې لارې کړي دي.داچې د وخت په تېرېدوسره ټولنې بدلون موندلى اودخلکو غوښتنې بدلې شوي، نوهمدا وجه ده چې ژبې هم ورسره سم يو څه نسبي بدلون موندلاى دى،يعنې د هغه وخت ځينې کلمې يې پرېښي او ځينو نويو کلمو ته يې په ځان کې ځاى ورکړى دى همدا

16.12.2007 laman

اسامه فلم،نیمګړتېاوې اوسیاسي غرضونه

اسامه د طالبانو ترماتې وروسته د افغان فلم يوه ښايسته ډالۍ وه،چې په نړيوالو هنري نندارتونونو کې يې ګڼې جايزې ترلاسه کړې. دغه فلم د سياسي او هنري جوړښت له مخې ډېر ژر نړيوالو سينماوو ته لاړ او ډېر ژر يې د ((کن))،د يونسکو د سرو زرو کمرې جايزې او ډيپلومونه ترلاسه کړل. دغه فلم په نيوزيلنډ، ملبورن ښار، ډيلي، کوپنهاګن، ټورنټو اوځینې نوروځايونو کې هم نندارې ته وړاندې شو، چې ډېر تود هرکلى يې وشو. ((اسامه)) په ملي او نړيواله توګه وستايل شو او دغو ستاينو يې پر ټولو نيمګړتياوو پرده وغوړوله. په ((اسامه

15.12.2007 laman

پښتانه یو،خوپښتونه وایو

وايي چې ژبه دپوهاوي يا افهام او تفهيم يوه وسيله ده او چې څومره دا وسيله غښتلې او پرمختللې وې په هماغه اندازه يې دويونکو او ليکونکو شناخت يا پيژندګلوي هم ډيره وي . تر کومه ځايه چې خبره دپښتو ژبې ده نو دا په افغانستان کې داکثريت او داساسي قانون له مخې ملي او رسمي ژبه ده خو له بده مرغه داسې ښکاري چې پښتو  اوس دغه ټول لقبونه له لاسه ورکوي ،او ويونکي خوڅه چې ليکونکي يې هم بيخي مخ په کميدو دي هو!مونږ داسې ډيرې بيلګې لرو چې دا بيلګې دولايتونو په پرتله په پلازمينه کابل کې ډيرې تر سترګو

11.11.2007 laman

فلسفي

فلسفي هغه چاته ويل كېږي، چې فلسفي پوهه ولري، فلسفه يې خوښه وي، د فلسفې اړوندې پوهې لكه: رنځپوهنه، ارواپوهنه، رياضيات، هندسه، ستورپېژندنه، منطق، ادب او  نورو كې پوره پوه او لوى لاس ولري. او دارنګه په حكمت (فلسفه) چې د موجوداتو په احوالو د ځانپوهونې پوهه ده، او د ټولو پوهو مور ګڼل كېږي پوره ماهر او رسېدلې وي.فيثاغورس لومړنی كس ؤ چې ځان يې د حكمت خوښوونكی ونوماوه، ځكه د هغه په اند د حكيم صفت يواځې څښتن تعالى لپاره ځانګړی شوې دى.هغه ژوند د لوبو له ډګرونو سره پرتله كاوه او ويل به يې چ

11.11.2007 laman

لمر،شپه اوګل

( لمر، شپه او ګل) د ښاغلي محمد اکبر اکبر شعري ټولګه ده. د دې ټولګې که کاغذ او دوتنه عالي ده نو محتوا او مضمون يې هم ښکلی دی.                                    ښاغلی اکبر طبيب دی. د طبيب کار د رنځ علاج وي. علاج په تشخيص کېږي او تشخيص کلنيکي لوحه غواړي .موږ د يوې رنځورې ټولنې غړي يو. ساهو اديب او شاعر د ټولنې د يو

11.11.2007 laman

طنز دارزښتونوننګونه

طنز په لغت کې مسخرې کولو، پېغور ورکولو او ګډون ته وايي. طنز د مخالفو يا متضادو کلمو امتزاج دى؛ لکه: د ګوړې اچار، مربع مرچ، خداى بښلې پښتو ټولنه، د لمر اننګي او نور... په پورته ترکيبونو کې راټول شوي څيزونه وينو، چې له يو بل سره مانيز تناسب او منطقي تړاو نلري؛ خو طنزي ارزښت لري؛ ځکه له مخالفو څيزونو څخه جوړ دي. په (خداى بښلې پښتو ټولنه) کې د (خداى بښلى) مرکبه کلمه يوازې د انسانانو لپاره کارول کېږي او له (پښتو ټولنې) سره منطقي همغږي نلري. د (لمر اننګي) هم يو نامنطقي ترکيب دى؛ځکه لمر اننګي نل

05.11.2007 laman

د((وجود))او((شهود))په باب دمحدث دهلوي شاه ولى الله پريکړه

شاه ولي الله (رح)دنورو ډيرو مسلمانو پوهانو غوندې دځينو ما بعد الطبيعه مسايلو په باب چې دقران او سنت له چينې خړوبيږي،ژوره ځيرنه لري،او موخه يې داوه چې ددغو متضادو فکري خوځښتونو  تر منځ يو ترکيب، پخلاينه او تلفيق را منځ ته کړي. ده زيار وګاله،چې دابن عربي او حضرت مجدد الف ثاني نظريات تلفيق کړي .دشاه(رح)ددغه تلاش دښه پوهيدنې له پاره به ددغو دواړو مفکرينو نظريات را لنډ کړو.(وجود) په دوو بېلابېلو ماناوو پېژندلای شو : ړومبى دمعرفت دپوهې له نظره به يې صورت يا دهستۍ علمي تصور فرض کړو

05.11.2007 laman

دشمشادتلويز يون اوددانش خپرندويه ټولنه دپښتوژ بې،ادب،تا ر يخ او فرهنګ دوه ریښتوني خادمان

په دې کې هيڅ شک نشته چې پښتو ژ بې،ادب او تا ر يخ ته به ډېرو قدر منو پوهانو ،لېکوالو او شاعرانو ډېر دقدر وړ خدمتونه کړي وي اوکو ي به يې او ډير په زړه پو رې اثار به يې هم کښلي وي چې دا په خپل ځای کې د ډېر قدر وړ کارونه  دي،خو ز ما په عقيده هغه سترخدمتونه چې په ډېره لږ ه موده کې د شمشاد تلوېز يون اود دانش خپرند ويې ټولنې دا فغاني فرهنګ ودې او غو ړيدوته کړ ي دي د ډېر درناوي او قدر وړ دي٠ په دې کې هېڅ شک نشته چې ز موږ په ګران هېواد افغا نستان کې به ډېرخلک وي چې مادي طا قت او وس به لر ي،خ

04.11.2007 laman

داشنایانوادبي دېره

داشنایانوادبي دېره دامریکا غږآشنا راډیوه یوه ادبي خپرونه ده چې دتېرو څوکلونو راپدیخوا خپریږي .دغه خپرونه چې دشپې له یوولسو بجو نه تردولسو بجو پورې خپریږي، په ترڅ کې یې دلروبر پښتنو سیموڅخه شاعران، لیکوالان اوادیبان دټلیفون له لارې په دغه خپرونه کې برخه اخلي اودخپلې خوښې اشعار لولي .دغه خپرونه  نه یوازې په افغانستان بلکه په پاکستان  اوګڼ شمېرنوروهیوادونو کې خلک اوري اوخوند تراخلي .داشنایانو ادبي دېرې دتېروڅوکلونوراپدیخواخپل مینه وال اواوریدونکي هومره زیات کړي چې دشپې په د

09.10.2007 laman

ېوې خوږې ملګرې ته!

زماخوږې ملګرې :تاته به ښه په یادوي چې زمااوستادژوندډېرې خوږې اوترخې سره تړلي دي هغه مهال چې زه اوته دغربت (هجرت) پرمهال په ېوه ښار کې اوسېدو.داسمه ده چې زه اوته دمینې کومه ناکامه کیسه نلرو،خودملګرتوب اودوستۍ په یوه کلک مزي سره تړلي یوهمدغه دوستي زما دژوندانه رنګینه برخه ګرځېدلې اودزمانې پرمخ یې زرین ټالونه ټومبلي دي .زه په دې پوهېږم چې دژوندانه خواږه ېوازې په مینه اوعشق کې نه بلکه په دوستۍ اوملګرتوب کې هم شته خوچې ریښتوني  توګه اوله زړه څخه وي هغه مهال چې

09.10.2007 laman

دلنډې کیسې په هکله څوخبرې

له نيکه مرغه چې اوس زمونږ په اونيزو ادبي بنډارونو کې  لیکوال د شعرتر څنګ  لنډې کيسې او طنزيه ليکنې هم لولي، چې بېادغه لنډې کيسې، طنزونه او شعرونه په دغو نا ستو  کې د کره کتنې لپاره وړاندې کيږي .دا کار لکه دهېواددیوشمېرنوروولایتونو په څېرپه ننګرهار ادبي بهير ،ختيځ فرهنګي کاروان او د ځوانانو په نورو اونيزو ادبي ناستو او بنډارونو کې هم تر سترګوکيږيپه دغو ناستو کې چې کله کومه ليکنه ، شعر ،طنز ،یاکيسه د کره کتنې لپاره وړاندې شي نو بيا په ناستو کسانو کې&nb

09.10.2007 laman

تصوف

د الرساله القشېريه ليكوال ( امام ابو القاسم القشېري) ليكي چې په هره ژبه كې پاكي د تعريف وړ ده، او ناپاكي چې ددې ضد دى، د رټلو ده. نوموړې د (رسول الله صلى الله عليه وسلم) يو حديث (ذهب صفو الدنيا) او كدورت باقي پاتې شو، نو ځكه اوس مرګ د هر مومن لپاره يوه ډالۍ ده. امام قشېري وايي چې دا نوم د صوفيانو په ډله باندې راغبرګ شو، نو ځكه د يو سړي لپاره ويل كېږي، چې (صوفي سړى) او د ډلې لپاره د (صوفيان سړي) او هغه څوك چې ځان دې ډلې سره نښلوي، د (متصوف) په نامه سره يادېږي (صوفي ورته نشي ويل كېداى)

09.10.2007 laman

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more