داشنایانوادبي دېره دامریکا غږآشنا راډیوه یوه ادبي خپرونه ده چې دتېرو څوکلونو راپدیخوا خپریږي .
دغه خپرونه چې دشپې له یوولسو بجو نه تردولسو بجو پورې خپریږي، په ترڅ کې یې دلروبر پښتنو سیموڅخه شاعران، لیکوالان اوادیبان دټلیفون له لارې په دغه خپرونه کې برخه اخلي اودخپلې خوښې اشعار لولي .
دغه خپرونه  نه یوازې په افغانستان بلکه په پاکستان  اوګڼ شمېرنوروهیوادونو کې خلک اوري اوخوند تراخلي .
داشنایانو ادبي دېرې دتېروڅوکلونوراپدیخواخپل مینه وال اواوریدونکي هومره زیات کړي چې دشپې په دومره ناوخته کې بیا هم خلک دخپلوراډیوګانوترڅنګ ناست وي اودغه پروګرام ته یې په ډېره مینه غوږایښی وي .
ددغې خپرونې یوه ترټولو لویه ځانګړنه داده چې دبیلابیلو سیموڅخه شاعران اولیکوالان  راغواړي اوهغوی په دغه خپرونه کې میلمه کوي چې داکار دشاعرانو اولیکوالانودپېژندګلوۍ اودهغوی داثاروسره دبلدتیا په برخه کې ډېره مرسته کوي .
داشنایانوادبي دیره دپښتو ادب اوپښتوشعردخپراوي اوپرمختګ لپاره یوه ښه وسیله ګڼلی شو.
رسنۍ کولای شي دیوقوم،یاملت دکلتور،ژبې اوادب دخپراوي اوپرمختګ په برخه  کې ډیرمهم رول ولوبوي . 
که داډول خپرونې زمونږ په کورنیو رسنیو کې هم ځای ونیسي نو دابه زمونږ دژبې اوادب دغوړیدو اوپرمختګ په لاره کې یوښه ګام وي .
دافغانستان په څېریوه وروسته پاتې ټولنه کې چې له نېکمرغه ډېری خلک یې له راډیوسره ډېره بلدتیالري اوکولای شي په ډېرې آسانۍ سره راډیوته لاس رسی پیداکړي داډول خپرونې ډېرې ګټورې دي، یا په بله وینا داډول ادبي خپرونې بې له شکه دخلکوذهنونو ته لار پیداکوي اوپه دې توګه زمونږ دکلتور،ژبې اوادب دبډاینې اوژوندي پاتې کیدوسبب ګرځي .
دېرې زمونږپه ټولنه کې له ډېر پخوانه په خلکو کې دوددي اوپه بیلابیلو ډولونو دغلته خلک دېرې جوړوي
ادبي دېره،دیارانو اودوستانو مجلسونه،مېلې،ناستې پاستې،حجرې ،میلمستیاوې اوداسې نورچې داټول زمونږدټولنې دخلکویوډېرپخوانی دود دی او اوس هم له نیکمرغه دغه دودکټ مټ هماغه دپخواپه څېرزمونږپه خلکو کې لیدل کیږي .
که څه هم دغه ډول دېرې لکه چې مویادونه وکړه زمونږ په پښتنوسیمو کې اوس هم په پراخه پیمانه لیدل کیږي خودراډیویاتلویزیون له لارې ددغه ډول خپرونوجوړول اوخپرول به دپښتو ژبې اوادب په لاره کې لاډیره مرسته وکړي
زما په نظر که دغه ډول ادبي دېرې نورې هم زیاتې شي نودابه نه یوازې دپښتو ادب لمن نوره هم پراخه کړي بلکه پدې توګه به ګڼ شمېرپښتانه شاعران اوادیبان  نورهم سره نژدې اوله یوبل سره آشناکړي .
هیله ده چې زمونږهرشاعر،لیکوال اوادیب داډول دېرې نورې هم زیاتې کړي اوددغه ډول دېرودجوړولولپاره لازمې لارې چارې په نظرکې ونیسي
واقعاچې داډول ادبي دېرې دسړي ادبي تنده ماتوي اوادبي ذوق یې لاپېاوړی کوي .