د زلمي ليکوال او ژورناليست نذيراحمد سهار (نوې خبريالي) کتاب تازه له چاپه راووت .
 دغه کتاب د پاکستان د مشهور اردو ژبي ليکوال رياض ثاقب ليکنه ده، چې نذيراحمد سهار په ٢١٦ مخونو کې پښتو ته ژباړلى دى
په کتاب کې د خبر، رپوټ، مرکې، فيچر، کالم، اعلان، تبليغ، چاپي او برېښنايي رسنيو په اړه په زړه پورې نوي معلومات ورکړل شويدي
 دغه کتاب په کابل کې ميوند خپرندويې ټولنې خپور کړى دى.
 کتاب د افغانستان دوو مخکښو څېرو ارواښاد عبدالجليل وجدي او پوهاند دوکتورمجاور احمد زيار ته ډالۍ شوى دى
  نذيراحمد سهار تر دې مخکې د ژورنالېزم په برخه کې مرکه څنګه وکړو؟ او خبرڅنګه وليکو؟ دوه کتابونه خپاره کړي، چې د مينه والو له تاوده هرکلي سره مخ شويدي
رسنيزه څيړنه د سهار بل اثر دى، چې په نږدې راتلونکي کې به د چاپ په ګاڼه وپسولل شي. مينه وال دا درېواړه کتابونه له بېنوا فرهنګي ټولنې او ميوند خپرندويې ټولنې نه په ښه بيه تر لاسه کولاى شي