خبرتیاوې اوپېغامونه


دسولې دنړېوالې ورځې په مناسبت دلمن ادبي کلتوري مجلې پېغام

بسم الله الرحمن الرحیم دسولې دنړېوالې ورځې درارسېدوپه مناسبت      د(لمن) ادبي،کلتوري مجلې پېغام!

21.09.2008 laman

دخواخوږۍ پېغام

راليږونکی :عبدالقهار وهابزای شېنوارید راليږونکي پته :ABDULQAHAR_GHAFFARI@YAHOO.COMنيټه : 31-07-2008پۀ ډېر خواخوږې سره مو خبر تر لاسه کړ چی د محترم او قدر وړ استاذ اصف صمېم والد صاحب په حق رسېدلې دې ٠ د محترم استاذ کورنې سره په دغې غم کې شرېک یم او د الله پاک ځینی ورته صبر جمیل غواړم٠او الله پاک دی اجرورکړی او د محترم والد ته دی الله پاک جنت الفردوس ور عطا، کړی وسلام عبدالقهار وهابزای شېنواری (د مرحوم حاجې عبدالوهاب شینواری د کورنې لخوا)

02.08.2008 laman

یوه ضروري يادونه!

دلمن ویبلاګ درنو لوستونکو!دلمن په تيره ګڼه کې مو د(ادب او ژورناليزم) تر عنوان لاندې لیکنه دښاغلي عبدالغفور ليوال په نوم خپره کړې وه چې وروسته دا ليکنه دښاغلي ليوال نه بلکې دليکوال او ژورنالست احمدالله ارچيوال وختله،دلمن جريدى اداره له تاسې ښاغلو نه د دې تيروتنې له امله بخښنه غواړي او دښاغلي لیوال سره دهغه ديوې بلې ادبي او يا ژورناليستيکي ليکنې دخپراوي ژمنه کوي.په درنښت                    &

20.07.2008 laman

دلمن ادبي کلتوري مجلې دخواشینۍ پېغام!

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړه چې د هيواد دوتلي ليکوال،ژبپوه او کره کتونکي استاد محمدآصف (صميم) پلاردورپيښې ناروغۍ له امله وفات شو.مرحوم صمیم الله دیو ه ریښتیني خدمتګارپه توګه دهيواد دښوونې او روزنې په برخه کې نه ستړي کېدونکي خدمتونه کړي.چې نوم به یې تل دخلکو اوولسونوترمنځ  ژوندی وي.دلمن ادبي،کلتوري مجلې مشرتابه داستادمحمدآصف صمیم اودهغه له کورنۍسره پدغه غم کې ځان شریک بولي اوارواښادته دلوی خدای (ج) له دربارڅخه دمغفرت اوجنت غوښتنه کوي.الله پاک دې دارواښادکورنۍ له نوروغمونو

15.07.2008 laman

نعمان دوست دبېنوا دکال غوره لیکوال

 بېنوا انټرنیټ پاڼه دخپل مطبوعاتي یون دتیر کال په کاري بهیر کي د یوشمیر غوره لیکوالو او ددې پاڼي سره د څانګړي همکارانو دجملې څخه چي پروخت يې د خپل ملت د کړاونو په ژبه خپله ملي او وجداني دنده او مسؤلیت پرځای کړیدي محمد نعمان دوست د همدې کال غوره لیکوال نوموي ، دوست دوطنوالودهر درد سره ژړلي دي او هم ئې دخپل ولس له دردونو،کړاونو او ستونزو ډک ږغ پروخت دبېنوا له لاري په نړیواله کچه تر نورو رسولی دی. بېنوایان ښاغلي محمدنعمان دوست ته کوم مادي جایزه په لاس کي نه لري خو دمعنوي پلوه به ښاغلي دوست په

07.07.2008 laman

دلمن ادبي،کلتوري مجلې دخواشینۍ پیغام

ځیني وخت انسان نشي کولای دیوچا دژوندانه ټول اړخونه اوکړه وړه په یوځل بیان اوخلکوته ښکاره کړي.عبدالصمدروحاني هم یوله همداسې کسانوڅخه ؤچې سړی نشي کولای په یووار دهغه ټول خویونه اوټولې ځانګړنې وستايي ،په هرحال روحاني یوزړور،باتور،اودټولو انساني اصولوپابند ځوان ؤ،دهغه مړینه دټول پښتون ولس اوبیادرسنیوپه ډګرکې یوه ستر ضایعه.خدای خبرولې داسلام اوبشریت دښمنانوپداسې یوتنکي ځوان خپل زړونه تش کړل چې تراوسه یې هیچاته هم په بدنظرنه وکتلي بلکه تل یې دخپل هېواداوخپلوخلکو دخدمت لپاره مټې رابډ وهلې وې.

10.06.2008 laman

دلمن ادبي،کلتوري مهالنۍ پېغام

که افغانان دجګړې په ډګر کې برياليتوب تر لاسه کولای شي نو په نورو ډګرونو کې هم تر چا کم نه دي او دا دې اوس خو يې ټولو ته ثابته هم کړه. ښه دې چې دا دجګړې دبرې پرځاې دسپورت په ډګر کې برې دى او هغه هم په داسې يوه لوبه(کرکټ) کې چې افغانان ورسره له داڅو مخکې کالو راهيسې او تر ډيره دکډوالۍ په دوران کې بلد شويدي.جګړو ډير ځپلي يواوس وخت رارسيدلې چې همداسې بري خپل ټاټوبي ته راوړو.او دهغه چا په سترګو کې يې اغزي کړو چې موږ ته کاږه ګوري ،دلمن ادبي اوکلتورې مهالنۍ خپرونې مشرتابه  دبريتانيا

02.06.2008 laman

(( مينه )) په ليکه شوه

د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د ښاغليو پښتنو مينه والو له ډېرو غوښتنو سره سم له پېښور نه خپرېدونکې د مينې مجلې چلوونکې ادارې يو وېبلاګ په ليکه کړو چې پکښې به هغه قدرمن مينه وال چې غواړي د انټر نېټ له لارې (( مينه )) ولولي نو اوس به هره مياشت دغه مجله هم لوستې شي او هم به د دغې پاڼې  له لارې خپلې ليکنې او په مخلتفو ليکنو خپلې تبصرې او نظرونه رالېږلې شي. له ګلونو مينه والو نه په ډېر احترام سره غواړو چې په مجله کښې د خپرېدو لپاره خپلې نثري او نظمي ليکنې ، تبصرې، پېغامونه او نېکې مشورې زر تر زره م

05.04.2008 laman

دمجیب الرحمن انګار اوکورنۍ سره یې خواخوږي

دشنبه په سهاردکب دمیاشتې په ۲۵ نېټه په پېښورکې دګران اوتکړه ژورنالیست مجیب الرحمن انګار دمېرمنې له مړینې خبر شوو. دالهي قضااوقدرپه وړاندې مونږمسلمانان بې له صبراودوعانه بل کارنه شوکولای . لوی اومتعال خدای (ج) دې هغې مرحومې ته جنتونه اوانګارصېب ته دې خدای (ج) دزړه صبراوزغم ورپه برخه کړي. د((لمن ))جریدې مشرتابه اوکارکونکې ډله دښاغلي مجېب الرحمن انګار سره په دې غم کې ځانونه شريک بولي، پاک خدای دې ددوی کورنۍ له نوروغمونو څخه وساتي.        &

15.03.2008 laman

له آصف ننګ اوکورنۍ سره یې خواخوږي

په ډېرې خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې د ګران محمدآصف ننګ مور دورپېښې ناروغۍ له امله وړمه ورځ په حق رسېدلی. د((لمن ))جریدې دمشرتابه پلاوی اوکارکونکې ډله دښاغلي محمدآصف ننګ سره په دې غم کې ځانونه شريک بولي،پاک خدای (ج) دې ارواښادې ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې صبر او زغم په برخه کړي. خدای پاک دې ددوی کورنۍ له نوروغمونو څخه وساتي.                       

12.03.2008 laman

دمورنۍ ژبې دورځې په ویاړ دلمن جریدې پېغام

د(۲۰۰۸)زيږديزکال دمورنۍ ژبې د ورځې په ویاړدلمن دخپلواکې ادبي او کلتوري جريدې پېغام! پدې ټول پوهيږو چې ژبه دپوهاوي ،راپوهاوي يا افهام اوتفهيم وسيله ده او دا وسيله هغه مهال پرمختګ کولاى شي چې هم پرې خبرې وشي اوهم دليک لوست ژبه شي .دملګرو ملتونو علمي اوکلتوري سازمان يونسکو هم دژبو دپاره دخدمت کولو ،لوړاوي او پرمختګ په موخه روان (۲۰۰۸)زيږديزکال دژبو کال نومولى اوله دې کار نه يې هدف دا دى چې په نړۍ کې دشاو خوا اوه زروژبو له ډلې دن

24.02.2008 laman

له استاد صمیم اوکورنۍسره یې خواخوږي

په ډېرې خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې د ګران عبدالله کامه وال پلار اوداستادمحمدآصف صمیم تره مرحوم ملک دلاوردورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلی. د((لمن ))جریدې دمشرتابه پلاوی اوکارکونکې ډله دګران کامه وال اوښاغلي صمیم سره په دې غم کي ځانونه شريک بولي،پاک خدای (ج) دې ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې صبر او زغم په برخه کړي. خدای پاک دې ددوی کورنۍ له نوروغمونو څخه وساتي.              &

15.01.2008 laman

انالله وانا الیه راجعون

په ډېرې خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې د ځوان ليکوال ، شاعر او ژورناليست نبي صاحل پلار دورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلی. مونږدګران نبي ساحل او ددوی له کورنۍ سره په دې غم کي ځانونه شريک بولو،پاک خدای (ج) دې ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې صبر او زغم په برخه کړي. خدای پاک دې ددوی کورنۍ له نوروغمونو څخه وساتي. انالله وانا الیه راجعون په درنښت دلمن،کلتوري،ادبي جرېدې لخوا

13.01.2008 laman

دخبرلیکنې آرونه (اصول)

دخبرلیکنې آرونه (اصول) دځوان اوتکړه ژورنالست محمد آصف شینواري لخوا پښتوته ژباړل شوی اثردی چې په ۱۳۰مخونوکې چاپ شویپه کتاب کې دخبر پېژندنې ،خبرټولونې اوخبرخپرونې په اړه کره اوپه زړه پوري معلومات راغونډ شوي ديدغه کتاب دانش خپرندويې ټولنې خپور کړى دى.محمد آصف شینواري تردې وړاندې دایراني لیکوال یونس شکرخواه د(خبر)په نوم کتاب هم ژباړلی  

09.10.2007 laman

نوې خبریالي

د زلمي ليکوال او ژورناليست نذيراحمد سهار (نوې خبريالي) کتاب تازه له چاپه راووت . دغه کتاب د پاکستان د مشهور اردو ژبي ليکوال رياض ثاقب ليکنه ده، چې نذيراحمد سهار په ٢١٦ مخونو کې پښتو ته ژباړلى دى په کتاب کې د خبر، رپوټ، مرکې، فيچر، کالم، اعلان، تبليغ، چاپي او برېښنايي رسنيو په اړه په زړه پورې نوي معلومات ورکړل شويدي دغه کتاب په کابل کې ميوند خپرندويې ټولنې خپور کړى دى. کتاب د افغانستان دوو مخکښو څېرو ارواښاد عبدالجليل وجدي او پوهاند دوکتورمجاور احمد زيار ته ډالۍ

09.10.2007 laman

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more