د(۲۰۰۸)زيږديزکال دمورنۍ ژبې د ورځې په ویاړدلمن دخپلواکې ادبي او کلتوري جريدې پېغام!
پدې ټول پوهيږو چې ژبه دپوهاوي ،راپوهاوي يا افهام اوتفهيم وسيله ده او دا وسيله هغه مهال پرمختګ کولاى شي چې هم پرې خبرې وشي اوهم دليک لوست ژبه شي .
دملګرو ملتونو علمي اوکلتوري سازمان يونسکو هم دژبو دپاره دخدمت کولو ،لوړاوي او پرمختګ په موخه روان (۲۰۰۸)زيږديزکال دژبو کال نومولى اوله دې کار نه يې هدف دا دى چې په نړۍ کې دشاو خوا اوه زروژبو له ډلې دنيمايې ژبو دمړه کيدو مخه ونيول شي .
اوسنېو يرغلونو او تاړاکونو ته په پاملرنې سره پښتو ژبه هم دداسې يو ګواښ سره مخ ده
په اساسي قانون کې دملګرو ملتونو دغوښتنې دروحيې سره سم په مورنۍ ژبه زده کړه ټينګار شويدى. خو پښتنو تر ډېره ددې حق دترلاسه کولو لپاره تل دسړې سينې نه کار اخيستې چې داسې نه و پکار . پښتو خو ډير بچې رالوی کړل ثمر ته يې ورسول خو هغه درحمت شاه سايل خبره چې:
بل ته بچي لوى کړې څه بدبخته يې پښتو ـــــ  نه مرې څه بلا يې بلا سخته يې پښتو
خپلو مېړنو درته يو خپل سپرلى رانه وړ ـــــ  ګل نه شوى که څه هم دګل لښته يې پښتو
دا يوڅرګند حقيقت دی چې هره ژ به په ېوه ټو لنه کې خورا اهميت لري اودا دهر انسان طبيعي حق دی چې پر خپله ژبه خبرې وکړي، په خپله ژبه ليک لو ست وکړي ،خپله ژبه بډ اېه کړي اوهمدارنګه خپله ژبه له ګواښونوڅخه وژغوري چې داحق هيڅو ک له چا نه  نشي اخيستلای او نه څو ک چا ته دملامتۍ ګوته نیولی شي.
دلمن جريدې کارکوونکي په مورنۍ ژبه دزده کړې دحق ترلاسه کول دهرپښتون روڼ اندي دنده بولي او دپښتون قوم په ويښتابه کې يې ددرانده مسوليت ترسره کولو ته رابولي دپښتو ژبې دلوړتيا او پرمختګ په هيله.

                                                                      په درنښت
                                                   دلمن دادبي او کلتوري جريدې مشرتابه