هاوان د هاوان تورې شپېلۍآسمان ته خوله نيولې وه، دوه کسان ورته ولاړ وو،يوه ګولۍ ورخطاکړه او بيا دواړو ترې شاته منډې کړې او په غوږونو کې يې ټينګې ګوتې کېښودې. ماويل: خدايه! ستاهم عجيبه مخلوق دى ، خپله يې غږ اورېدو ته نه دي تيار خو د بل چا پرې کور ورانوي.