څلوریځې
یوڅوبیتونه!
له آسمانه سهارداسې آوازراغیچې داځمګه په همت باندې خواړه شيپه پېسوپسې پښتو،پښتونارې ديپښتانه هم پاړسي وايي چې ماړه شيبختانیه!که افغان ملت راویښ شونودخلکودروزګاریوبندتاړه شي
څلوریځې
څلوریځههر شاعر دخپل ملیت دهسک هلالوتیاروته یې سپیڅلې روڼ مشالانګریزان که په شکسپیر باندی نازیږيپښتانه هم نازیدلي په خوشحال څلوریځهژوندون څه ده یو آواز ده پر مخ ځيله خوښۍ او غمه ساز ده پرمخ ځيڅوک یې نه شي رانیولای په منګل کېپه اسمان کی لکه باز ده پر مخ ځي
څلوریځه
راليږونکی :غلام نبی (شینواری)د راليږونکي پته :Spin_ghar2002@yahoo.comنيټه : 03-08-2008دلته ساحل کی بيړۍ ونڅيدی هلته ساحل کی توفانونه ښکاری دلته د وصل ترانی خپری شوی هلته د مينی غورځنګونه ښکاری
څلوريځه
راليږونکی :جنت الله مينه والد راليږونکي پته :sunoon_558@yahoo.comنيټه : 29-04-2008څلوريځهنور يو مشر لري وطن يې وي ودانمونږ ټول شول مشران وطن مو ورانڅنګه جوړ شم زه خوار افغانستانچي وي لاسونه دپاكستان هم دايران
څلوريځه
راليږونکی :جنت الله مينه والد راليږونکي پته :sunoon_558@yahoo.comنيټه : 28-04-2008څلوريځهمينه پلورم ارزشت يي قدم په قدم زماغواړمجانانه تانه خو لوزونه دوفا غواړمورځ دقيامت شفاعت به زه داستا غواړممينه وال دنيا كي عمل دي بي ريا غواړم
څلوريزه
راليږونکی :جنت الله مينه والد راليږونکي پته :sunoon_558@yahoo.comنيټه : 26-04-2008څلوريزهكتاب دميني مي جانان راكړيپكي لوزونه دوفا وينمله اوله تر اخره ټول ريښتاوينمراځي چي اوګورو په مينه دى بقا وينم
څلوریځه
قافلې مو پکې څوڅووارې لوټ شويچې په غلو باندې ساتلې مونږه لارېکله تا اوکله ما په نورو وژنيدسرونو سوداګرکړي دغه چارې
کوترې
ناصحه لرې چې خولګۍ ترې واخلم ماشوم زړګی مې ځي شکرو پسې پریږدئ چې کښیني د بامونو پر سر چکچکې مه وهئ کوترو پسې
هاوان
هاوان د هاوان تورې شپېلۍآسمان ته خوله نيولې وه، دوه کسان ورته ولاړ وو،يوه ګولۍ ورخطاکړه او بيا دواړو ترې شاته منډې کړې او په غوږونو کې يې ټينګې ګوتې کېښودې. ماويل: خدايه! ستاهم عجيبه مخلوق دى ، خپله يې غږ اورېدو ته نه دي تيار خو د بل چا پرې کور ورانوي.
څلوریځه
څه ساده دی داپښتون چې تربګني کا زه دزړه وینې پرې څښم دی دښمني کا خلکو لاندې ترپښو ستوري سپوږمۍ کړل دی لا دوو مېږوته ناست دی اوشپني کا
څلوریځه
سرمې ځارشه هم قربان دخپلې خاورې لاړ به نشم په هېڅ شان دخپلې خاورې که مې سرځي که مې مال ځي پدې خاوره پرې به نږدم دښمنان دخپلې خاورې