څلوریځه
هر شاعر دخپل ملیت دهسک هلال
وتیاروته یې سپیڅلې روڼ مشال
انګریزان که په شکسپیر باندی نازیږي
پښتانه هم نازیدلي په خوشحال

څلوریځه
ژوندون څه ده یو آواز ده پر مخ ځي
له خوښۍ او غمه ساز ده پرمخ ځي
څوک یې نه شي رانیولای په منګل کې
په اسمان کی لکه باز ده پر مخ ځي