ورځ مې شپه سوه چې په لوري زما راغله
دیار غم وو لکه توره بلا راغله
په کوم لوري به ترې ځان ژغورم دتللو
دقسمت لوبه له مخ او له شا راغله
ورته کوز به دحسینو وي سرونه
که دبخت ستاره مخ ته دچا راغله
دا چې اوري مې پر مخ باران داوښکو
زما دفکر په اسمان کې خو بیا راغله
شېخه هیر به دې اذکار شي که دې مخته
پښتنه دجنت حوره پر خوا راغله
څه آزارمې دئ اخیستئ نه پوهیږم
چی لړۍ زما پر عمر سیاه راغله
عمري او بخت خو دومره سره لرې
لکه څوک چې وای ځواني دبوډا راغله