راليږونکی :محمدعلي عمري
د راليږونکي پته :m.ali.omure@gmail.com
نيټه : 06-08-2008

خا طرې دي چې پر زړه زما را اوري
خوار قسمت می ژړوي په هر یو لوري

زه پو هیږم زړه یې مینې ته نن شوی
چې یې مخ پټ کړو له شرمه نه را ګوري

څوک چې ومري دهغه هر څه شي محوه
خو شاعر پریږدي رنګین دغزل توري

که مې وس وو چې پښتو ته مې سپک ګوري
کړم حساب به په هغو داسمان ستوري

عمري سپینې خبرې چې کړای نه شې
یې پا ګل ورځه له مخه مې شه دوري

په درنښت
محمدعلي عمري
جنوبي پښتونخوا مسلم باغ
m.ali.omure@gmail.com