غزل
پروت به ورته لار کې دپراډ پړی وي
چا چې زړه وهر چا ته ورکړی وي
هر کار ده آسانه خو لومړی به دې
پېټی دزحمت پر اوږو وړی وي
خدا یه زموږ دژوند په سلسله کې خو
مړی وي بیا مړی او بیا مړی وي
ډیر چې یې دولت وي سره او سپین لري
هغه وبد بخت قام ته پیاوړی وي
درومه دوحدت پر لار رسیږې به
هر څومره که دغه مزل ستړی وي
نور پر دې دنیا عمري څه غواړې؟
یار که درته ست دشونډو کړی وي
په پښتنه مینه
محمدعلي عمري
جنوبي پښتونخوا مسلم باغ