خدایه دشنواوسرو لښکروسره ژوندتېروو
مونږمسلمان اوس دکافروسره ژوندتېروو
په مخ څپېړې راکوي ساه موله ستوني باسي
دڅوبدرنګه بریتوروسره ژوند تېروو
دبام په څوکه باندې نه خېژودیاردیدن ته
په وېره وېره له ډمبروسره ژوند تېروو
بېګامې خوب کې لدې خپل کلي نه کډه بارکړه
ځومرورله مروروسره ژوند تېروو
راځه اشنا نور مې وجود کې تقواپاتې نده
دلته دښار له جادوګروسره ژوند تېروو
حقمله تاخودرنګونودنیاجوړه کړله
مونږ خولااوس هم دډبروسره ژوند تېروو