څه ساده دی داپښتون چې تربګني کا
زه دزړه وینې پرې څښم دی دښمني کا
خلکو لاندې ترپښو ستوري سپوږمۍ کړل
دی لا دوو مېږوته ناست دی اوشپني کا
15.12.2007
- laman
په اوسنۍ پرمخ تللې نړۍ کې ژبه ېوازې دژبې په توګه پاتې نده بلکه په هماغه ژبه پورې دتړلې ټولنې اوویونکو دکلتور استازیتوب هم کوي،څومره چې ېوه ژبه په علمي او تعلیمي ډګرکې پرمخ ځي هومره ورسره تړلی کلتوروده کوي اوروښانه کیږي .پښتوهم ېوه داسې ژبه ده چې دویونکو شمېر یې خورا زیات دی خوپه پرمختلي علمي ډګرکې دسیمې له نوروژبولکه اردواوفارسۍڅخه ېوڅه وروسته پاتې ده.دېوې ژبې دبډایولواودودولوېوه ګټوره لارژباړه ده،نن سبا هره ژبه له همدې لارې خپلې نیمګړتیاوې پوره کوي اوښېګڼې یې نوروهغوته رسیږي.له...
16.12.2007
- laman
د انسان له پيدا يښت سره ژبه پيدا شوه او د ژبې د هنري کولو لپاره الله (ج ) ځينو انسانانو ته ځانګړې وړتياوې ورکړې دي. په هره ټولنه او د هرې زمانې انسان دخپل چاپېريال تر اثر لاندې د وخت ساده ژبه هنري کړې چې د همغې ټولنې وګړيو ته يې په زړه کې لارې کړي دي.داچې د وخت په تېرېدوسره ټولنې بدلون موندلى اودخلکو غوښتنې بدلې شوي، نوهمدا وجه ده چې ژبې هم ورسره سم يو څه نسبي بدلون موندلاى دى،يعنې د هغه وخت ځينې کلمې يې پرېښي او ځينو نويو کلمو ته يې په ځان کې ځاى ورکړى دى همدا...