په اوسنۍ پرمخ تللې نړۍ کې ژبه ېوازې دژبې په توګه پاتې نده بلکه په هماغه ژبه پورې دتړلې ټولنې اوویونکو دکلتور استازیتوب هم کوي،څومره چې ېوه ژبه په علمي او تعلیمي ډګرکې پرمخ ځي هومره ورسره تړلی کلتوروده کوي اوروښانه کیږي .پښتوهم ېوه داسې ژبه ده چې دویونکو شمېر یې خورا زیات دی خوپه پرمختلي علمي ډګرکې دسیمې له نوروژبولکه اردواوفارسۍڅخه ېوڅه وروسته پاتې ده.
دېوې ژبې دبډایولواودودولوېوه ګټوره لارژباړه ده،نن سبا هره ژبه له همدې لارې خپلې نیمګړتیاوې پوره کوي اوښېګڼې یې نوروهغوته رسیږي.
له ډېرې مودې راهیسې په پښتو ژبه کې دژباړې دېوه قوي غورځنګ دپېلېدو اړتیا لیدل کېده چې له ښه مرغه دغه اړتیا دافغان کلتوري ټولنوجرګې اوپښتونړېوالې مرکې دپښتواو د ژباړې اړتیادېوعلمي سیمینارپه جوړولوسره پوره کړه.
دغه علمي سیمینار چې دلیندۍ په دوهمه په کابل کې جوړ شوی وه دژباړې په اړه دعلمي اوتخنیکي ویناوواومقالوترڅنګ ځینې نوښتونه هم لرل چې دلته یې یادول اړین ګڼو.په لومړي ځل په پښتو ژبه کې دوغوره ژباړونکو ته دسروزرومډالونه ورکړل شول،دنومیالي افغانپوه(مارګن اېسټرن)دسروزرومډال آغلې نانسي دوپري ته اود(هاشم سرواني) دسروزرو مډال ښاغلي محمد زبېزشفیقي ته ورډالۍ شول،دژباړې دغورځنګ دلاپیاوړتیاپه پلمه ېوشمېر افغان فرهنګپالواوپانګوالود۲۹ټوکه ژباړولوآثارودچاپ ژمنه وکړه اوترڅنګ یې دژباړې دېو انسیټیوټ دجوړېدو وړاندیزهم وشوچې دډاکتراکبراکبر او رسول امین لخواورسره د۶۰۵۰ امریکایي ډالرومرسته اعلان شوه.دسیمینار په بهیرکې دافغان کلتوري ټولنودجرګې وېبپاڼه (jarga.org)دلومړي ځل لپاره په لیکه اوپرانستل شوه.
دژباړې په ستراتیژۍ باندې ګرویي کار،دژباړې دغورځنګ دپرمخ بېولولپاره دېوې ځانګړې کمېټې جوړول،دژباړې په نوم دېوې ځانګړې مهالنۍ خپرول اودسږني کال ترپایه درې غوره ژباړل شویوآثاروته دافغان کلتوري ټولنودجرګې لخوا دجاېزو دبرابرولو اعلان هم ددې سیمینار سترې لاسته راوړنې وې.
دلمن اداره په خپل واردژباړې دغورځنګ دپېلېداملاتړ کوي اوله ټولوپښتنوفرهنګپالوهیله کوي چې پدې بهیرکې ورګډ شي،ترڅوپښتوهم دسیمې له نوروژبوسره سیالي وکړای شي.