سرلیکنه
پوهنتون که دانشګاه؟
شاوخوا پینځه کاله وړاندې تر یو نیم زروزیات دملت استازي دهېواد داساسي قانون دتصویب له پاره په پلازمېنه کابل کې سره جرګه شول او تر یوې میاشتې زیاتو ناندریو وروسته یې اوسنی اساسي قانون تصویب کړ.ددې قانون په)۱۶ (ماده کې راغلي چې په هېواد كې موجود ملي، علمي او اداري مصطلحات ساتل كېږي،څرنګه چې دا نومونه له خپلې لغوي معنى څخه يوې نوې اصطلاحي معنى ته ورننوزي نو ځکه یې ملي مصطلحات او ملي ترمينالوژي بولي. دا مصطلحات ځكه نه بدلېږي چې ټولې دولتي راشې درشې او پرېكړې پرې ولاړې دي او كه كله په ك
دکلتور وزارت یوه ښه هڅه خو....
پدا وروستېوکې دافغانستان دعلماووشورا،ولسي جرګې اوداطلاعاتواوفرهنګ وزارت په ګډه پرېکړه وکړه چې په یوشمېر خصوصي تلویزوني چېنلونوکې ځینې هغه هندي سریالونه چې دملي اواسلامي ارزښتونوسره په ټکر کې خپرول بندکړي .دغه هندي سريالونه دکوم کوم ،امتحان زندګي،تولسي ،درانتظار اودولهن په نومونویادیږي چې دنورین،طلوع ،آريانا ،اوافغان ټلويزيوني چېنلونو څخه خپريږي .که څه هم داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت لدغې پرېکړې څخه ولسمشرکرزي اویوزیات شمېرعاموخلکو ټینګ ملاتړ وښود خوبیاهم ځینودغوتلويزيوني چېنل
شاعران نوی کال په شعرونولمانځي
دنوي کال دلومړۍ ورځې یا(نوروز) لمانځل په هرهېواد یا هره ټولنه کې توپیرلري.په افغانستان کې هم دهرې سیمې اوسېدونکي دنوي کال دلومړۍ ورځې دلمانځنې په هکله بېلابېل دودونه لري. پدې ورځ هر څوک ماهي ، سبزي چلو ، سا به ، سمنک ، او اوه ډوله میوې او نورخوراکي توکي ( څیزونه ) تیاروي.ملي لوبې کوي ،په ملي يا سيمه یئزوجشنونو کې خپل څاروي نندارې ته بيا يي او پدې توګه ددغې ورځې په لمانځلوکې برخه اخلي.دغه راز دنوي کال په رادبره کېدوسره خلک رنګارنګ جامې اغوندي،دخپلو خپلوانو کورونوته ورځي ېوبل ته دنوي کال مبارکۍ
۲۰۰۸ زېږدیزکال دژبولپاره ېوښه زېری
دنړېوالو خبري آژانسونوپه حواله يونسکو یا دملګروملتونوعلمي روزنیز او فرهنګي سازمان نوی (۲۰۰۸) زېږدیزکال دژبود کال په نوم یادکړی.پدې اړه د يونسکو مشر (کويچرو ماتسورا) په يو ليکلي پيغام کې ويلي دي چې دوى ته ژبې ډير ارزښت لري او په دې هيله چې ژبې له مړينې څخه وژغوري نوځکه یې روان ( ۲۰۰۸) کال پدې نوم ونوماوه.په پیغام کې داهم ویل شوي چې لدې کار څخه دیونسکو موخه په نړيواله کچه د ژبو ترمنځ د انډول او نژدې والي رامنځته کول او د سيمې او نړۍ په کچه د څو ژبو په رسميت پيژندل او هغوى ته وده ورکول د
دپښتواو د ژباړې اړتیاسیمینار
په اوسنۍ پرمخ تللې نړۍ کې ژبه ېوازې دژبې په توګه پاتې نده بلکه په هماغه ژبه پورې دتړلې ټولنې اوویونکو دکلتور استازیتوب هم کوي،څومره چې ېوه ژبه په علمي او تعلیمي ډګرکې پرمخ ځي هومره ورسره تړلی کلتوروده کوي اوروښانه کیږي .پښتوهم ېوه داسې ژبه ده چې دویونکو شمېر یې خورا زیات دی خوپه پرمختلي علمي ډګرکې دسیمې له نوروژبولکه اردواوفارسۍڅخه ېوڅه وروسته پاتې ده.دېوې ژبې دبډایولواودودولوېوه ګټوره لارژباړه ده،نن سبا هره ژبه له همدې لارې خپلې نیمګړتیاوې پوره کوي اوښېګڼې یې نوروهغوته رسیږي.له
رحمان باباولمانځل شو
دروان کال دلړم دمیاشتې په پنځمه نېټه په کابل کې دافغانستان دعلومو اکاډمۍ لخوا دپښتوژبې دسترصوفي شاعر عبدالرحمن باباددرې سوم تلین په یاد دوه ورځنی نړیوال،علمي څېړنیز سیمینار جوړشو.ددغې غونډې دپرانستلوپرمهال ویناوالوپه خپلوڅرګندونوکې درحمان بابا دژوند اوهنرپه بېلابېلوبرخو خبرې وکړې اودنوموړي پرادبي هلوځلو یې رڼاواچواله .رحمان باباپه قوم مهمنداو دپلار نوم يې عبدالستار دی نوموړی په (۱۰۴۲) هجري کال دپېښور په (بهادر)کلي کې زېږېدلی . رحمان بابا دپښتوژبې یو خوراسترعارف اوصوفي شاعر
دلمن په اړه
درنولوستونکو:ښایي دلمن له نوم سره له ډیرپخوانه اشنااوسۍ خودلمن په نوم خپرونه به مولانه وه لیدلې یااوریدلېپه هرصورت ،دایوه خپلواکه، ادبي،کلتوري میاشتنۍخپرونه ده چې بیلابېل ادبي اوکلتوري موضوعات رانغاړي . ددغې خپرونې د خپريدو اصلي موخه داده چې د هېواد ، ژبې او كلتور د لاښه چوپړ لپاره بایدلاډېرڅه وشي .لمن نه غواړي دنورو ډېروخپرونوپه څېرهرڅه ته لاس واچوي بلکه هڅه یې داده چې یوازې ادبي اوکلتوري موضوعات خپاره کړي ترڅوپه دې توګه په لمن کې هره خپرېدونکې موضوع څه ناڅه دلوستونکو ادبي تن