دروان کال دلړم دمیاشتې په پنځمه نېټه په کابل کې دافغانستان دعلومو اکاډمۍ لخوا دپښتوژبې  دسترصوفي شاعر عبدالرحمن باباددرې سوم تلین په یاد دوه ورځنی نړیوال،علمي څېړنیز سیمینار جوړشو.
ددغې غونډې دپرانستلوپرمهال ویناوالوپه خپلوڅرګندونوکې درحمان بابا دژوند اوهنرپه بېلابېلوبرخو خبرې وکړې اودنوموړي پرادبي هلوځلو یې رڼاواچواله .
رحمان باباپه قوم مهمنداو دپلار نوم يې عبدالستار دی نوموړی په (۱۰۴۲) هجري کال دپېښور په (بهادر)کلي کې زېږېدلی .
 رحمان بابا دپښتوژبې یو خوراسترعارف اوصوفي شاعر دی، پښــتانه هغه لســان الغيب بولي، په ديوان يې فال نيسي، په شعر يې استشهاد کوي او د"بابا" په ســـتر لقب يې لمانځي .
داسې پښتون نر، ښځه، ماشوم او سپين ږيرى به نه وي، چې د رحمان بابا نوم يې نه وي اورېدلى او يا يې هم شعر نه وي زده
   د  رحمان  بابا  شعرونه ډېرساده اواسانه دي،دده په شعرونوکې   ديني ،اخلاقي اواجتماعي  رنګ له ورایه ترسترګو کیږي، چې دشعر ېوه نمونه یې پدې ډول ده :
په رحمان باندې دا عمر هسې تېر شو
لكه تېر شي يو ساعت په دا دنيا
په هرحال که دهغه له پېژندګلوۍ راتېرشونوپکارده چې درحمان بابایاد بایدتل ژوندی وساتل شي .
زه دلته په ټولوپښتنواوپه ځانګړي توګه دقلم پرخاوندانو غږکوم چې دپښتنودغه شمله تل لوړه وساتي  اودهغه له شاعرۍ اوانساني شخصیت څخه په پوره ډول  ګټه پورته کړي
مونږدعلومواکاډمۍ ټولوښاغلوته ددغه نیک اوپرځای ګام داوچتولومبارکي وایواوهیله ترې کووچې هرکال ددغه ستراوصوفي شاعرپه یادداډول غونډې جوړې کړي اودلاپراخولولپاره یې هڅې وکړي
سره لدې دافغانستان اوپاکستان حکومتونه هم بایدپه ګډه ددغه سترروحاني شاعردادبي هلوځلوقدرداني وکړي اوپدې برخه کې خپل ملي ،تاریخي، انساني  اوایماني رسالت ترسره کړي .