دلوی اوبښونکي خدای په نامه
له هرڅه نه وړاندې د لمن مجلې ټوکارکوونکوته دمینې اوخلوص نه ډک سلامونه اونېکې پیرزوینی ډالۍ کوم ،بیاورته دزړه له کومی مبارکی وایم اودعاورته کوم چی الله دې دالنډه لمن نوره هم ارته اوپراخه کړي 
لمن ډېر ښکلی اوپه زړه پورې نوم دی، لمن دافغانی کلتوریونښه ده اودانښه باېدتل ژوندۍ وساتل شي
نورموپه لوی اوبښونکي خدای سپارم پدې هیله چې دغه وړه لمن ېوخت ګاونډېوهېوادونوته هم ورسیږي
مننه
ډاکتر ایمل/کابل
لمن : ډاکتر صېب زمونږسلامونه هم ومنۍ!
باوروکړه مونږپدې نورهم ډاډه شووچې ستاسې په شان درانه لوستونکي لرو
لمن ستاسې په شان لوستونکواودنظرخاوندانو ته تل اړتیا لري
هیله ده چې تل موهمداسې په یادولرۍ اودلمن په اړه له مونږ سره خپلې مشورې شریکې کړۍ
لمن ستاسې اودټولوپښتنوګډه خپرونه ده که موېوازې پرېنښودونوامېدشته چې داوړه لمن ګاونډېوهېوادونوته هم ورسیږي

ډېره مننه

سلامونه !
دلمن وېبلاګ ټولو کارکوونکو ته د زړه له کومې سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوم، خداې پاک مو سلامت لره
خوښ شوم، چې په ادبي بهير کې مې ستاسې دلمنې وېب لاګ هم وليد؛ خو يوه خبره شايدچې ستاسو به پام نه و ورته هغه داچې تېر کال مې په همدې نامه يوه مجله چې عرفان الله څپاندچلوله وليده، چې څو ګڼې يې خپرې شوې وې، له هغه سره په دې کې لګيا وم، چې ويل يې غواړم له سره يې بيا خپره کړم او يو وېب لاګ هم ورته جوړ کړم. نه پوهېږم تاسې ولې په همدې نوم دا خپرونه پيل کړه، که د مطبوعاتو دآرونو مطابق تاسې له دوی سره اړيکې نيولې وای زما په اند به دا ډېره ښه وه. که رښتيا راباندې وايې ما او څپاند دا پتيله وه، ځې لمنه مجله به بيا خپروو؛ خو داځل به له هغې يوڅه نوی والی لري. نومونه خو نور هم ډېر و، موږ ويل چې دا مجله يو يو نيم کال خپره شوې ده. يو څه لوستونکي او مينه وال لري. په هرصؤرت هيله ده چې زما په دې تبصره خوابدي نشئ.
ستاسو د لابرياليتوب په هيله.
ورور مو حنيف حيران

لمن : حیران صېب سلامونه!
روغ جوړ اوخوشحاله اوسې
که ریښتیا درته ووایم ستاسې دامجله  ما تراوسه نده لیدلې اونه یې هم له نوم نه خبر وم باوروکړۍ چې زه ستاسې دمجلې نه ایله اوس خبر شوم په هرصورت خدای دې وکړي چې  تاسې زما لدې کار نه خواشیني نشۍخیر دی په پښتو ادب کې دا ډول ورته والی ډیر لیدل کیږي تاسې هم خپل کار کوۍ اومونږ به هم خپلو کارونو ته دوام ورکوو
زه فکر کوم چې زمونږاوستاسې په نوم کې لږڅه ظاهري توپیر شته او داتوپیر زمونږ اوستاسې لاره سره بیلولای شي
مننه
ښاغلی حقمل سلامونه اونیکې هیلې مې ومنه!
ډير خوښ شوم چې  د دفتر چوکیدار چې زما سره لږه ډیره ګپه لري، د لمن لومړۍ ګڼه زما په لمن کې را واچوله، او ویې ویل، دا درواخله.
د معمول پر خلاف، د لمن خپرونې لومړۍ ګڼه هم د ستاینې وړ ده او مضامین یې د محتوا له پلوه په تول پوره ښکاري.
ددې نیک اقدام د پورته کولو مبارکي درته وایم، په قدم دې برکت شه، خدای دې دا لمنه پراخه کړه، تر څو وکولای شي د ډیرو پښتنو هیلې راونیسي،مننه
ستاسې وروراحمدزبیرژمن

لمن : ژمن صېب زمونږسلامونه هم ومنه!
روغ،جوړ اوخوشحاله اوسې
که څه هم ښايي لمن په دومره ستایلو ونه ارزي خوداچې تاسې ستایلې خدای موښادلره
لمن ستاسې اودټولوپښتنوګډه خپرونه که موېوازې پرېنښودونو امید شته چې دغه لمن به نوره هم ارته اوپراخه شي
لمن ستاسې دنظرونو اووړاندیزونودرناوی کوي
هیله ده چې له لمن سره خپله قلمي رابطه جاري وساتۍ

مننه
 
حقمل صېب سلامونه!
هیله ده چی روغ به یاست غواړم چی د لمن جریدې مبارکي درته ووایم خدای دې بر یالی لره
ایمل اکسوس

لمن : اکسوس صیب روغ،اوخوشحاله اوسې!
لمن ښایي ستاسې پورې نه وي دررسېدلې ،هیله ده چې ترلاسه یې کړۍ
دلمن په اړه هرومروخپل نظر یاوړاندیز راواستوۍ
دغه راز له لمن سره ستاسې مرسته هم ډېره ضروري ده
لمن ستاسې دنظرونو اووړاندیزونودرناوی کوي
مننه
د لمن كولتوري او ادبي میاشتنۍ درنو چلوونكو ته سلامونه او نېكې هيلې.
خوښ شوم، چې د پښتو ادب په لمن كې مو د لمن لمن بيا خپره كړه، مګر خواشينې په دې شوم، چې لمن مو د خواركي عرفان الله څپان ونيوله.
خېر! ګناه ستاسو هم نده، ستاسو او د هغه د لمنو ترمنځ ډېر واټن پروت دى، او هغه داسې چې تاسو په كابل كې ياست او هغه په پېښور كې. 
په هر ډول: دا خبرې پخوا هم تېرې شوي، اوس هم تاسو تكرار كړه، او بيا به هم كېږي.
خداى شته عرفان څپان مې نه ليدلې، او نه كتلې، دومره ده، چې د كليوالو له خولې مې اورېدلې، چې يو كوشنې څپانده او رپانده هلك دى، او د هرډول اقتصادي كمزورۍ سره سره يې د لمن په نامه مهالنۍ پښتو ادب ته ورډالۍ كړه. او د څه مودې راهيسې، خواركې  (بزرګې څوكې) ته خپلې او خپلې ادبي هلې ځلې يې يواځې عشقي شېرونو پورې محدودې كړې دي.
خېر خبره دومره نده. رابه شم خپلې خبرې ته، او هغه دا چې زما يو دوه نيمګرې ليكنې مې ستاسو په (لمن بلاګ) كې وليدلې. زما بلاګ د فلسفې په نامه شته، كه چېرې له هغې څخه سمې او لږ بشپړې ليكنې راواخلئ، نو ښه به وي. ځكه هغه ليكې چې ستاسو په بلاګ كې ما وليدلې دواړه بېخي نيمګړې دي، او رغونه غواړي.
نور مو په لوى څښتن سپارم.
الله مو مل، بريا مو په نصيب
عثمان انصاري

لمن :انصاري صیب زمونږنېکې هیلې اوسلامونه هم ومنه!
لومړی به درته داووایم چې دلمن په هکله ستاسې اندېښنه بېخي بېځایه ده اوداځکه چې ددې دواړولمنو دځای ،نومونواومنځپانګې ترمنځ توپیر شته، هیله ده چې تاسې پخپله دغه توپیر ته پام وکړۍ .
بله داچې تاسې دتکرار خبره هم کړې،زمونږ په اندپه پښتو ادب کې داډول ورته والی ډېر لیدل کیږي اوداکومه ستونزه نده.
همدارنګه ستا دلیکنوپه اړه باید ووایو چې،مونږستادواړه لیکنې له همدې یادشوي وېبلا ګ څخه ښکته کړي که په لیکنوکې موکومه نیمګړتیاوي نوهیله ده چې مونږګرم ونه بولۍ .
مننه
نيکی هيلی او سلامونه!
لمن می ډکه دله کاڼوخوڅوک نه پری ولم
په عادتونوکښی دايوعادت دغره لرمه
ډيردخوشحالۍځای دی چې يوه بله مجله هم په زړه پورې ليکنې،شعرونه، داستانونه اونورډيرڅه خپلوهيوادوالوته خپره وي . مننه
محيب الله

لمن :محیب الله وروره زمونږنېکې هیلې اوسلامونه هم درواخله!
ډیره مننه چې دلمن په هکله موخپل نیک احساس مو څرګند کړی خدای دې داوړه لمن ترټولوپښتنوورسوي ستاسې دمرستې اوهمکارۍ په هیله .مننه