درنولوستونکو:
ښایي دلمن له نوم سره له ډیرپخوانه اشنااوسۍ خودلمن په نوم خپرونه به مولانه وه لیدلې یااوریدلې
په هرصورت ،دایوه خپلواکه، ادبي،کلتوري میاشتنۍخپرونه ده چې بیلابېل ادبي اوکلتوري موضوعات رانغاړي .
ددغې خپرونې د خپريدو اصلي موخه داده چې د هېواد ، ژبې او كلتور د لاښه چوپړ لپاره بایدلاډېرڅه وشي .
لمن نه غواړي دنورو ډېروخپرونوپه څېرهرڅه ته لاس واچوي بلکه هڅه یې داده چې یوازې ادبي اوکلتوري موضوعات خپاره کړي ترڅوپه دې توګه په لمن کې هره خپرېدونکې موضوع څه ناڅه دلوستونکو ادبي تنده خړوب اودپښتوادب په ځولۍ کې یوڅه ورزیات کړي .
که څه هم ښایي لمن له نوروډیروپښتو رسنیو سره سیالي ونشي کړای خو ټول زوربه یې داوي چې لږترلږه نوي څه خپاره کړي اولوستونکوته دپښتوادب په ډګرکې نوي پرمختګونه ورپه ګوته کړي .
دامنو چې زمونږلمن  به ډېره ارته اوپراخه نه وي خوکه مینه وال اولوستونکي مويواځې پرې نږدي ،اميد شته چې په وخت سره به يوڅه ترې جوړشي .
لمن به هرومروڅه ناڅه نيمګړتياوې ولري خودغه نیمګړتیاوي به انشالله ستاسې په مرسته په راتلونکي کې له منځه ځي .
ډېرځله داسې هم کیږي چې یوه رسنۍ له چاپه راوزي خوبیادځینواقتصادي ستونزوله کبله بېرته وتړل شي ،ښایي لمن هم په راتلونکې کې له داډول ستونزوسره مخامخ شي خوترخپله وسه به یې دې کارته پرې نږدو.
لمن ستاسې هرډول مادي اومعنوي مرستې ته اړتیالري
که مویوازې پرېنښودونوبې له شکه چې دا وړه لمن به نوره هم پراخه شي
دهمداسې یوې همکارۍ په هیله