دخبرلیکنې آرونه (اصول) دځوان اوتکړه ژورنالست محمد آصف شینواري لخوا پښتوته ژباړل شوی اثردی چې په ۱۳۰مخونوکې چاپ شوی
په کتاب کې دخبر پېژندنې ،خبرټولونې اوخبرخپرونې په اړه کره اوپه زړه پوري معلومات راغونډ شوي دي
دغه کتاب دانش خپرندويې ټولنې خپور کړى دى.
محمد آصف شینواري تردې وړاندې دایراني لیکوال یونس شکرخواه د(خبر)په نوم کتاب هم ژباړلی
09.10.2007
- laman
د زلمي ليکوال او ژورناليست نذيراحمد سهار (نوې خبريالي) کتاب تازه له چاپه راووت . دغه کتاب د پاکستان د مشهور اردو ژبي ليکوال رياض ثاقب ليکنه ده، چې نذيراحمد سهار په ٢١٦ مخونو کې پښتو ته ژباړلى دى په کتاب کې د خبر، رپوټ، مرکې، فيچر، کالم، اعلان، تبليغ، چاپي او برېښنايي رسنيو په اړه په زړه پورې نوي معلومات ورکړل شويدي دغه کتاب په کابل کې ميوند خپرندويې ټولنې خپور کړى دى. کتاب د افغانستان دوو مخکښو څېرو ارواښاد عبدالجليل وجدي او پوهاند دوکتورمجاور احمد زيار ته ډالۍ...
12.10.2007
- laman
درنولوستونکو:ښایي دلمن له نوم سره له ډیرپخوانه اشنااوسۍ خودلمن په نوم خپرونه به مولانه وه لیدلې یااوریدلېپه هرصورت ،دایوه خپلواکه، ادبي،کلتوري میاشتنۍخپرونه ده چې بیلابېل ادبي اوکلتوري موضوعات رانغاړي . ددغې خپرونې د خپريدو اصلي موخه داده چې د هېواد ، ژبې او كلتور د لاښه چوپړ لپاره بایدلاډېرڅه وشي .لمن نه غواړي دنورو ډېروخپرونوپه څېرهرڅه ته لاس واچوي بلکه هڅه یې داده چې یوازې ادبي اوکلتوري موضوعات خپاره کړي ترڅوپه دې توګه په لمن کې هره خپرېدونکې موضوع څه ناڅه دلوستونکو ادبي تن...