پدا وروستېوکې دافغانستان دعلماووشورا،ولسي جرګې اوداطلاعاتواوفرهنګ وزارت په ګډه پرېکړه وکړه چې  په یوشمېر خصوصي تلویزوني چېنلونوکې ځینې هغه هندي سریالونه چې دملي اواسلامي ارزښتونوسره په ټکر کې خپرول بندکړي .
دغه هندي سريالونه  دکوم کوم ،امتحان زندګي،تولسي ،درانتظار اودولهن په نومونویادیږي چې دنورین،طلوع ،آريانا ،اوافغان ټلويزيوني چېنلونو څخه خپريږي .
که څه هم داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت لدغې پرېکړې څخه ولسمشرکرزي اویوزیات شمېرعاموخلکو ټینګ ملاتړ وښود خوبیاهم ځینودغوتلويزيوني چېنلونو داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دې امر ته غاړه کېنښوده اودادی ترنن ورځې پورې دغه سریالونه په منظم ډول خپريږي .
لدې څخه داسې ښکاري چې  یادشوي تلوېزوني چېنلونه دافغان ولس دغوښتنو استازیتوب نشي کولای اونه هم دهغوی غوښتنوته په مثبت ډول ځواب ویلای شي.
دغه تلویزوني چېنلونه ددی پرځای چې ملي اواسلامي ارزښتونوته درناوی وکړي،هغه ترپښولاندی کوي اوددې پرځای چې افغان ولس ته دورور ولۍ اوسولې پېغام راوړي دهغوی ترمنځ دنفاق، بدبختۍ،کرکې،اوتعصب تخمونه شیندي اوهغوی نورهم دتباهۍکندې ته ورټېل وهي.
هېره دې نه وي چې افغانستان یواسلامي هېواد دی اوددغه هېوادبچیان له هرڅه وړاندې دیني ملي اواسلامي ارزښتونوته بشپړ درناوی لري ،هغوی هېڅکله دانه خوښوي چې کوم څوک یا کومه خاصه ډله اوهېواد دې ددوی سپېڅلوارزښتونو ته سپکاوی وکړي .
 دتاریخ په اوږدوکې داخبره ثابته شوې چې که هرچادافغانانوسپېڅلوارزښتونوته په سپکه سترګه کتلي اویايي هم ددغو ارزښتونو پام  ندی ساتلی نوسمدواره یې سترګې پرې رااېستلي اوغاښ ماتوونکی ځواب یې ورکړی.
زمونږپه اند یادشوي تلوېزوني چینلونه  بایدېوازې دنن  ورځې ګټه په نظرکې ونه نیسي بلکه دسباورځې له  مادي اومعنوي تاوان څخه دې هم ځان وساتي.
که ددغو تلویزوني چینلونواستازي  په ریښتیني مانا ځانونه افغانان اویاهم دقانون اوولسواکۍپلویان ګڼي نوپکارده چې ددغوټولواصول پوره پوره په پام کې وساتي او دافغانانودېوه روښانه راتلونکي په فکرکې شي،کنه  نوهغه ورځ لرې نده چې خدای مکړه زمونږ ټولې هیلې په اوبولاهوشي  اوافغانستان ېوځل بیا دپردیوپه لاس دجنګ جګړو ډګر وګرځي.
مونږپداسې حال کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ددغه ګام ستاینه کوو له هغوي څخه په ټینګه داغواړوچې پدې برخه کې دې ژرترژره خپلې  پريکړې عملي کړي اوداثابته کړي چې  افغان دولت پخپلو پرېکړو کې له هېڅ ډول معاملې،فشاراوسستۍ څخه کار نه اخلي بلکه هرهغه څه چې وغواړي  دقانون په رڼاکې پلي کوي.