ارواښاد ميراجان سيال هغه ټولنيز ،سياسي او ادبي شخصيت دى چې په لره او بره پښتونخوا کې يې ډيرى قلموال او سياستوال لږ او ډېر پېژني،ځکه خو دهغه دشخصيت په اړه دڅه ليکلو اړتيا نه ليدل کيږي، خو که بيا هم څوک غواړي چې دارواښاد ميراجان سيال مومند دژوند په اړه بشپړاوهر اړخيز مالومات تر لاسه کړي ، نو کولای شي چې دسيال مومند په کلياتوکې دعبدالله خدمتګار بختاني،اجمل خټک، حاجي فريد سيال او ببرک مياخېل هغه ليکنې ولولي چې دکليات په سر کې يې دهغه دشخصيت په بېلابېلو اړخونو ليکلي او په بشپړه توګه يې دهغه ټولنيز ژوند تر سيم کړى دى،په تېره بيا عبدالله بختاني خدمتګار  ورباندې داسې هر اړخيزه ليکنه کړې ده چې سړى فکر کوي بختانى صېب ګام په ګام ورسره مل ؤ او دهغه کړه وړه ورته دلمر په شان ښکاره او مالوم دي ځکه خو زه نه غواړم دسيال مومند دشخصيت دپېژندګلوۍ په اړه څه وليکم بلکې غواړم په شعر کې يې هغه اړخ وڅېړم چې په هغه کې له وطن سره مينه او له انسان سره مينه له ورايه ځليږي او لوستوونکي ته دا پېغام رسوي چې په ټولنه کې ژوند کول له وطن او انسان سره له مينې پرته کوم مفهوم او معنی نه لري.
سيال مومند که څه هم چې په يوه شتمنه او بډايه کورنۍ کې پيداشوی و،خو ناسته ولاړه يې له داسې کسانو سره ډېره وه چې منځنی ژوند به يې درلود،په ځانګړې توګه له هغو سياسي او ټولنيزو شخصيتونو سره يې ډېره مينه درلوده چې دوطن او خپلو خلکو مينې به يې په زړونو کې ټوپونه وهل او خپل ژوند يې دخلکو خدمت ته وقف کړى ؤ لکه فخر افغان پاچا خان،عبدالصمد خان اڅکزی، عبدالولي خان،غني خان،محمد ايوب اڅکزی،اجمل خټک،ګل پاچا الفت،پوهاند صديق الله رښتين، قيام الدين خادم،وزير محمد ګل خان مومند او داسې نور...
له افرادو تشکيليږي ملتونه
 په ولسي کوښښ جوړيږي وطنونه
چې دعلم ومعرفت نه بهره ورشي
پوره کيږي دهغه قام ارمانونه
کوم پېغام چې په پورتنۍ څلوريزه کې پروت دى دارواښاد سيال مومند لوړ افکار ورڅخه ډېر ښه معلوميداى شي او هغه داچې دملتونوتشکيل او دوطنونو جوړېدل ديو هېواد دټولو افرادو له تجمع څخه ميسر کيدلى شي او بيا علم او معرفت هغه څه دی چې ديو قام لوړ ارمانونه پکې تحقق مومي  او يو قام دعلم او معرفت په واسطه کولای شي دتمدن او ترقۍ لوړو پوړيو ته ورسيږي .
همدارنګه په لاندې څلوريزه کې ديو قام او ټولنې نيکمرغي او نيک بختي دهغې ټولنې دوګړو پر غوره او ښو اخلاقو پورې تړلې بولي لکه چې وايي:
له ښو نه ښه زيږيږي ښه ترينه کارونه جوړ شي
له بدو بد زيږيږي بد ترې فسادونه جوړ شي
په ډنډ کې خسا ډيرې اوبه خو هيڅ قيمت نه لري
له يوه څاڅکي نه صدف کې ګوهرونه جوړ شي
سيال مومند چې کله دظالمانو دظلم او ستم په نتيجه کې دمظلومانو آه او فرياد اوري نو دصبر کاسه يې ډکيږي او دمظلوم په پلوۍ خپل غږ داسې پورته کوي .
دمظلومانو اسويلو نه دوزخونه جوړ شول
دغريب اوښکو نه دا لوی لوی دريابونه جوړ شول
چې لطف اخلي ظالمان له خپل ستمه ځينې
خود په دونيا کې خونړي مهيب جنګونه جوړ شول
او يا داچې:
ترڅو دونيا کې چې دحق انصاف پالنه نه وي
دزوروپه کمزورو پاملرنه نه وي
جنګ او جګړې او دا تشويش او اضطراب به وي تل
چې داخلاقو په دونيا کې څه روزنه نه وي
سيال مومند انانيت او ځان غوښتنه ديو قام دتباهۍ لامل بولي ځکه خونو خپل قام او په عامه توګه ټول انسانان ددې وژونکې ناروغۍ عواقبو ته ځيرکوي او  وايي:
ځانځاني لويه بلا ده
سراسر خوشې سودا ده
شخصيت دځان پالنه
اجتماع لره وبا ده
سيال مومند چې کله په ټولنه کې دخلکو ترمنځ همدردي او خواخوږي نه احساسوي او کله چې له يو بل سره دمينې احساس کمزورى وويني ،نو بيا خپل غږ داسې اوچتوي:
همدردي نشته ځکه حال دزړه ويلی نه شم
نشته همراز ځکه دا راز ورته ويلی نه شم
ورپورې خاندي که دوړه دردونه وژاړي څوک
 ځکه ددې ويرې په وازه خوله ژړلی نه شم
په پاې کې دسيال دې غزلې ته ځير شۍ چې دمينې او محبت څرک پکې له ورايه ځليږي:
زه بې له خپله ياره نورخوبان نه پېژنم
مين په خپل جانان يم بل جانان نه پېژنم
په سترګو کې مې ګل شه چې به بل پرې خوښومه
خپل جانان مې ښکلی ،ګلرخان نه پېژنم
زما دا درديدلى زړګی درد پيژني بس دى
دمينې په درد خوښ يمه درمان نه پېژنم
په زړه کې چې ديره مې شوې جذبې دمحبت
ښکلا دزړه ارمان مې بل ارمان نه پېژنم
زما دمين زړه کوي قدرونه ديار غم مې
بې له هجران غمه قدردان نه پېژنم
په مينه محبت کې زه اشنا شومه دښکلو
 اوس بې له ښکلي مخه نور جهان نه پېژنم
چې دمينې غزل وايي ولولې راپاروي
سياله ستا په شان نور شاعران نه پېژنم
یادونه:
دا مقاله په جلال اباد کې دارواښـادميراجان )سيال( دادبي هلو ځلو ددرناوي علمي سيمينار ته ليکل شوې وه.