ځينې خلك ژورناليزم او ادب يو صنف ګڼي. كېداى شي دغه خلك د خپل عامه فكر لپاره ډول، ډول دليلونه ولري، ولې ځينې داسې برخې شته چې پكې ژورناليزم او ادب له يو بل سره ورته موخې لري. د بېلګې په ډول ژورناليزم كېداى شي د يوه خاص دور تاريخ وګڼل شي چې د اوچتې پايې ادب هم همدا ځانګړتيا لري. همدارنګه كه د ناخوالو پر خلاف ژورناليزم غږ پورته كړى، ادب هم چوپ پاتې شوى نه دى او په يو ډول يې د ظالم پر خلاف څه ويلي ،مظلوم يې ستايلى او د ظلم پر خلاف په هڅو يې پر شا ډبولى دى.
په افغانستان كې د شوروي د يرغل پر مهال كه ژورناليستانو د نړيوالو او داخلي خبري سرچينو له لارې نړيوالو ته د افغان جهاد په اړه خبرونه وركول، اديبانو هم د يرغل پر خلاف او د مجاهدينو په ملاتړ شور جوړ كړى ؤ. كه دا او ځينې نورې برخې په نظر كې ونيول شي، دواړه تر څه بريده سره ورته والى لري، خو د دوى دا ورته والى د دې لامل كېداى نشي چې دواړه يو صنف وګڼل شي، بلكې دواړه له يوه بله جدا صنفونه دي او له يو بل سره ډېر توپير لري.
ډېر ژورناليستان شته چې له ادب نه ژورناليزم ته راغلي دي چې تر لږ وخت وروسته دوى ادب ته شا كړې او د ژورناليستانو لاره يې غوره كړې ده او كه ژورناليست ادب پرېنږدي، كولاى نشي چې ژورناليستيكي وكړي. كه څه هم زموږ په هېواد كې ډېر خلك په دې اند دي چې ادب او ژورنالېزم يو شى دى، نه يوازې دا چې دواړه صنفونه له يو بل نه جدا او مختلف دي، بلكې د دوى تر منځ توپير د ادبي او ژورناليستيكي ژبو تر بريده رسېدلى دى او د شاعر او ژورناليست تر منځ توپير خو د دوى له زېږېدو نه پيلېږي.
شاعر د مور له خېټې نه شاعر زېږي او د وخت په تېرېدو سره د شاعر شعر ويل وده كوي، ولې ژورناليست بيا داسې نه دى، لكه: (Journalists are made, not born) يانې ژورناليست، ژورناليست نه زېږي، بلكې جوړېږي.
 دا چې ادب پياوړى دى كه ژورناليزم؟ په دې اړه مختلف خلك مختلفې تيورۍ لري، خو يوه خبره جوته ده او هغه دا چې تر څو اديب خپله لار پرېنږدي، ژورناليست جوړېدلى نشي.
د افغاني ټولنې په شان د درېيمې نړۍ په ټولنو كې عموماً د زده كړو له مخې وګړي په درې ډوله دي. يو د لوړو زده كړو لرونكي، دويم د منځنيو زده كړو لرونكي او درېيم د لږو زده كړو لرونكي وګړي دي. په ژورناليزم كې چې څه ليكنې كېږي، هغه د ټولنې د ټولو وګړيو لپاره وي او آن په راډيويي ژورناليزم كې چې د راډيوګانو په مټ خپرېږي، نالوستي وګړي هم پرې پوهېږي. ولې كه ادب كې څه ليكل كېږي پر هغو له خاصو وګړيو پرته عام ولس نه پوهېږي. په ادب كې هغه شخص پياوړى ګڼل كېږي چې په خپله ليكنه كې له كاره لوېدلو كليمو ته ځاى وركړي او د چا خبره چې څومره ډېره لغت پراني پكې وشي، ليكنه خوندوره بلله كېږي. له بده مرغه چې دې كار زموږ د ځينو هېوادوالو په ليكنو كې هم لاره پيدا كړې ده چې د خبرونو په ليكلو كې ګرانې كليمې كاروي چې د لوستلو پر مهال ځينې لوستونكي مجبور دي چې له بل چا نه يې په اړه پوښتنه وكړي چې دا كار د ژورناليزم د آرونو خلاف دى. ژورناليست بيا مجبور دى چې په ګړنيزه ژبه ليكل وكړي، ځكه چې د هغه لومړنۍ موخه د واقعاتو نه د خلكو خبرول دي او كه هغه په ليكنه كې ګرانې كليمې وكاروي، نوهغه موخې ته رسېدلى نشي او په نيمه لاره كې پاتې کیږي.
 په ادبياتو كې كه اديب له چا سره شخصي تضاد ولري، پر خلاف يې چې څه وغواړي، ليكي او كه څوك يې زړه ته نژدې وي، بيا يې له دې پرته چې څه ثبوت ورته پيدا كړي، په شعر او يا نثر د مبالغې تر بريده صفت كوي. له بلې خوا ژورناليست هغه كه وغواړي او كه نه، له ثبوت پرته د چا په اړه څه ليكلى نشي. د ټولو اړخونو سره به ورته چلند كوي او د قضيې ټولو اړخونو ته به موقع وركوي، تر څو د خپل ځان نه دفاع وكړي. آن په ژورناليزم كې خو له ثبوت پرته د صفاتو پر كارولو هم بنديز دى او كه څوك كوم صفت وكاروي، بايد ثبوت ورته ومومي. مثلاً كه يو څوك وليكي چې: ((د ننګرهار عالي لېسې زده كوونكي د هېواد په كچه تر ټولو لايقه زده كوونكي دي.)) ليكوال ښايي چې خپلې دغې ادعا لپاره داسې ثبوتونه ولري. د بېلګې په توګه كه د ننګرهار عالي لېسې زده كوونكي د هېواد په كچه د كانكور په ازموينه كې د نورو لېسو تر زده كوونكيو پرمختللي وي يا داسې يو بل دليل وي.
ددغه خبرې ليكل پر ځاى دي او كه داسې نه وي، نو ژورناليزم ليكوال ته د داسې ليكنې اجازه نه وركوي.
په ادب كې په ځينو خاصو شرايطو كې لاندې ليكنې كېږي، كه اديب يوه خاصه منظره وويني يا خوشاله شي يا غم پرې راشي، ليكنه كوي. يانې په ادب كې ليكونكى خپل احساسات څرګندوي او كه د احساساتو تر سيوري لاندې رانشي، په نورمال حالت كې ډېر كم داسې پېښېږي چې څه وليكي. ژورناليست خوشاله وي او كه خپه، واده وي او كه غم، څه چې پېښېږي يوازې هغه ليكي او خپل احساسات شا ته ږدي. ادب د ليكوال د احساساتو راسپړل دي، ولې په ژورناليزم كې بيا احساسات نه ځايېږي.
په ژورناليستيكي ليكنه كې ژورناليست مهمې پېښې يا واقعات په يو ځل د لوستونكيو مخې ته ږدي، خو په ادبي ليكنه كې اديب د اصل واقعاتو له وړاندې كولو نه مخكې ډېرې نورې خبرې ليكي او په پاى كې بيا اصل خبرې ته راځي. لكه د خبر په ليكلو كې چې په لومړي پراګراف كې ژورناليست د پېښې د ځاى، د څرنګوالي، وخت، ولې، څومره او... په شان اساسي پوښتنو ته ځواب وايي او لوستونكي اړ نه نه دي چې تر پايه ټول خبر ولولي، خو په ادبي ليكنه كې لوستونكي اړدي چې تر پايه ليكنه ولولي او كه داسې ونه كړي، د ليكنې پايلې ته رسېدلى نشي.
په ژورناليزم كې حقايقو ته زيات اهميت وركول كېږي، هغه څه چې د راډيو پر څپو خپرېږي او يا د ورځپاڼو پر مخونو ليكل كېږي، بايد حقايق وي او كه ليكل شوي مطالب يا د راډيو پر څپو خپاره شوي موضوعات رښتيني نه وي، دغه راډيو يا ورځپاڼه د وګړيو ترمنځ خپل باور له لاسه وركوي او وګړي بيا نوموړې ورځپاڼه نه لولي او دغه ډول راډيو ته د غوږ نيولو زحمت نه باسي يانې په ژورناليزم كې خيال هيڅ ځاى نه لري. له بلې خوا د اديب لپاره ضروري نه ده چې ليكنې يې پر حقايقو ولاړې وي. اديب ځينې وخت خيالي ناولونه او كيسې ليكي او ځينې وخت يې ليكنې بيا پر حقايقو ولاړې وي.
په ادب او ژورناليزم کې د حقايقو د وړاندې کولو لارې هم له يو بل نه توپير لري. ژورناليست چې څه ليکي، هغه په ناپېيلي ډول وړاندې کوي. هېڅکله ژورناليست ته اجازه نشته چې په ليکنه کې خپلو احساساتو ته ځاى ورکړي، خو د اديب ليکنې د احساساتو ښکارندويه دي، ځکه ژورناليست که وغواړي يا ونه غواړي، پېښې بايد وليکي، خو اديب بيا داسې نه دى. اديب هغه وخت ليکنه کوي چې خوشاله يا خپه شي او کله چې پر انسان دغه ډول حالت راشي، بيا انسان توازن له لاسه ورکوي او څه چې يې زړه غواړي، هغه ليکي چې ځينې وخت پکې د څه شي، ځاى يا کوم شخص ستاينه او ځينې وخت د دغو شيانو پر خلاف ليکنې کوي.
په ژورناليزم کې د پېښو وخت په نظر کې نيول دي. ژورناليست مجبور دى چې ډېر ژر واقعات وليکي او خلکو ته يې وړاندې کړي چې نن سبا آن د دقيقو په حساب ژورناليستان له يو بل نه د مخکې کېدو هڅه کوي، خو په ادب کې وخت اهميت نه لري. د اديب په ذهن کې ښايي د څو کلونو مخکينۍ پېښه لتې ووهي او په اړه يې ليکنه وکړي. په ادب کې اديب واقعاتو ته د خپل ذهن له زاويې څخه ګوري، خو ژورناليست داسې نشي کولاى. هغه بايد حقايقو ته په بېطرفه ډول انعکاس ورکړي.
ژورناليست مجبور دى چې په يوه ټاکلي وخت کې خپله ليکنه بشپړه کړي، ځکه خو ژورناليست تل د ليکنې پر مهال بيړه کوي، خو اديب د فکر کولو لپاره ډېر وخت لري او مجبور نه دى چې په ټاکلي وخت کې خپله ليکنه بشپړه کړي.
د ژورناليست دنده خلکو ته د حقايقو وړاندې کول دي، ځکه په ډېره ساده ژبه ليکنه کوي، خو اديب بيا د ليکنې لپاره ډېر وخت لري، نو ځکه پر کليمو او متنونو فکر کوي او رنګينې کليمې او متنونو کاروي او د اديبانو مقصد د خلکو متاثره کول دي.