بېنوا انټرنیټ پاڼه دخپل مطبوعاتي یون دتیر کال په کاري بهیر کي د یوشمیر غوره لیکوالو او ددې پاڼي سره د څانګړي همکارانو دجملې څخه چي پروخت يې د خپل ملت د کړاونو په ژبه خپله ملي او وجداني دنده او مسؤلیت پرځای کړیدي محمد نعمان دوست د همدې کال غوره لیکوال نوموي ، دوست دوطنوالودهر درد سره ژړلي دي او هم ئې دخپل ولس له دردونو،کړاونو او ستونزو ډک ږغ پروخت دبېنوا له لاري په نړیواله کچه تر نورو رسولی دی. بېنوایان ښاغلي محمدنعمان دوست ته کوم مادي جایزه په لاس کي نه لري خو دمعنوي پلوه به ښاغلي دوست په یو ستاینلیک ضرورونازول شي .