دنړېوالو خبري آژانسونوپه حواله يونسکو یا دملګروملتونوعلمي روزنیز او فرهنګي سازمان نوی (۲۰۰۸) زېږدیزکال دژبود کال په نوم یادکړی.
پدې اړه د يونسکو مشر (کويچرو ماتسورا) په يو ليکلي پيغام کې ويلي دي چې دوى ته ژبې ډير ارزښت لري او په دې هيله چې ژبې له مړينې څخه وژغوري نوځکه یې روان ( ۲۰۰۸) کال پدې نوم ونوماوه.
په پیغام کې داهم ویل شوي چې لدې کار څخه دیونسکو موخه په نړيواله کچه د ژبو ترمنځ د انډول او نژدې والي رامنځته کول او د سيمې او نړۍ په کچه د څو ژبو په رسميت پيژندل او هغوى ته وده ورکول دي.
په رپوټ کې انديښنه ښوول شوې چې د راتلونکو څو کلونو په ترڅ کې له٧٠٠٠ نړيوالو ژبو څخه به يې نيمايي مړې او لمنځه ولاړې شي.
د يونسکو مشر په دغه پيغام کې هغه وگړي چې داکثریت په ژبه خبرې کوي هڅولي چې له خپلې ژبې پرته بله سيمه ييزه ژبه هم زده کړي خود ژبو په وړاندې دراولاړشوي گواښ د مخنيوي لپاره بايده هره ژبنيزه ټولنه لومړى خپله مورنۍ او بيا بهرنۍ ژبه وکاروي ترڅودوخت په تېرېدو سره ژبې خپل شتون وساتلی شي .
دا يو څر ګند حقيقت  دی چې هره ژ به په ېوه ټو لنه کې خورا
 ا هميت لري اودا دهر انسان طبيعي حق دی چې پر خپله ژبه خبرې وکړي، په خپله ژبه ليک لو ست وکړي ،خپله ژبه بډ ايه کړي اوهمدارنګه خپله ژبه له ګواښونوڅخه وژغوري چې داحق هيڅو ک له چا نه  نشي اخيستلای او نه څو ک چا ته دملامتۍ ګوته نیولی شي.
نوپکارده چې پښتانه هم لدغه فرصت نه په استفادې سره دخپلې ژبې دودې اوپرمختګ لپاره په ګډه کاروکړي اودغه خواره کۍ  پښتوله هرډول ګواښونواوخطرونوڅخه وژغوري.
دایادونه ځکه کوم چې پښتو ژبه په اوس وخت تربلې هرژبې دډېرو ګواښونوسره مخا مخ ده اوترڅنګ یې دتیرو څولسیزو جګړوهم پردغې ژبه خپل اغیز اچولی.
نوهیله ده چې هر بااحساسه پښتون ترخپله وسه د۲۰۰۸کال په موده کې دپښتوژبې دودې اوچوپړ لپاره مټې راونغاړي.
يو نسکو تير کال دمولانا جلال لدين بلخي په نامه ياد کړی وه.