شاوخوا پینځه کاله وړاندې تر یو نیم زروزیات دملت استازي دهېواد داساسي قانون دتصویب له پاره په پلازمېنه کابل کې سره جرګه شول او تر یوې میاشتې زیاتو ناندریو وروسته یې اوسنی اساسي قانون تصویب کړ.
ددې قانون په)۱۶ (ماده کې راغلي چې په هېواد كې موجود ملي، علمي او اداري مصطلحات ساتل كېږي،څرنګه چې دا نومونه له خپلې لغوي معنى څخه يوې نوې اصطلاحي معنى ته ورننوزي نو ځکه یې ملي مصطلحات  او ملي ترمينالوژي بولي. دا مصطلحات ځكه نه بدلېږي چې ټولې دولتي راشې درشې او پرېكړې پرې ولاړې دي او كه كله په كې بدلون راځي نو بيا په ټولو اجرااتو كې ستونزې پېښوي خو په خواشېنۍ سره چې دڅه وخت راهیسي دځینو معلوم الحاله کړیو له لوري چې ښايي بهرنی ملاتړ هم ورسره وي داساسي قانون پرخلاف ملي مصطلحات تر پښولاندی کیږي او هره ورځ په کی یوه نوې خبره راوباسي،البته چې په دې برخه کې ځینو کورنیو او بهرنیو رسنیو هم پراخه ونډه لرلې ده او په ډیره سپین سترګۍ له قانون نه سرغړاوی کوي اوبې له شکه چې دغورسنیو په ولس کې خپل ځای له لاسه ورکړی .
دملي مصطلحاتو تر پښو لاندې کولو لړۍ چې لومړی دهېواد له شمال څخه راپېل شوه  دادی اوس پلازمینې کابل ته راورسیده .او له بده مرغه چې دامهال دهیواد دهردرد او غم نه وړاندې دپوهنتون او دانشګاه ټکی دسندرې سر ګرځیدلی. دولسي جرګې یوشمېرغړي چې ځانونه دخلکواصلي استازي هم بولي له بده مرغه چې دافغانانوترمنځ دنفاق رامنځ کولودې اور ته لمن وهي او غواړي یوشمېر هغه ځوانان چی په زده کړو بوخت دي او دا وران ویجاړ هېواد  ورته سخته اړتیا لري دخپلو سیاسي لوبو ښکار کړي. داپه داسې حال کې ده چې ترډیره همدا ښاغلي داساسي قانون په لویه جرګه کې هم ناست وو،پکارخوداوه چې دوی خپل غږهماغه مهال پورته کړی ؤ ،خودوی دې په دې وپوهیږي چې افغان ملت اوس ویښ او بېداره دی او نوربه هېڅکله ددوی په پوچو تبلیغاتو ونه غولیږي او هغه څوک چې دافغانانوملي وحدت ته زیان رسوي ددې خبرې په مصداق چې (کاروان تیریږی او ......)همداسې مخ توري پاتې شي.