دنوي کال دلومړۍ ورځې یا(نوروز) لمانځل په هرهېواد یا هره ټولنه کې توپیرلري.په افغانستان کې هم دهرې سیمې اوسېدونکي دنوي کال دلومړۍ ورځې دلمانځنې په هکله بېلابېل دودونه لري. پدې ورځ هر څوک ماهي ، سبزي چلو ، سا به ، سمنک ، او اوه ډوله میوې او نورخوراکي توکي ( څیزونه ) تیاروي.ملي لوبې کوي ،په ملي يا سيمه یئزوجشنونو کې خپل څاروي نندارې ته بيا يي او پدې توګه ددغې ورځې په لمانځلوکې برخه اخلي.دغه راز دنوي کال په رادبره کېدوسره خلک رنګارنګ جامې اغوندي،دخپلو خپلوانو کورونوته ورځي ېوبل ته دنوي کال مبارکۍ ورکوي اوداسې نور... 
خوشاعران بېا ددې ټولوترڅنګ،دښکلوښکلو شعرونو په وېلو اوهمدارنګه دستروغونډویا مشاعرو په جوړولو سره دغه کال یادغه ورځ لمانځي.                       
په ننګرهارکې دنارنج ګل،په مېدان وردګوکې دمڼې ګل،په لوګر کې دسنځل ګل،په کندهارکې دانارګل،په کندزکې دریدي ګل،په پکتیاکې د نښتراوپه خوست کې دچنارپه نومونو هرکال کلنۍ مېلې اومشاعرې جوړیږي چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه په سلګونوشاعران لیکوالان اود ادب مینه وال پکې برخه اخلي. ددغو غونډو اومشاعرو په جوړولوسره ادبیان او شاعران پخپلوکې خوښي ښکاره کوي اوېوبل ته خپل ښکلي اوپه زړه پورې شعرونه اوروي. پدغومېلو اومشاعرو کې دشاعرۍ ترڅنګ دهېواد دځینو تکړه سندرغاړولخوا سندرې هم وېل کیږي اوحتی ځینې وخت دځوانانو اتڼونه هم ورسره ملګري وي. دشاعرانو او ادیبانو دغه ډول بنډارونه دومره خوند ور وي چې یادونه یې آن دکال ترپایه یاځينې وخت ترټول عمره له سړي سره پاتې وي.خو ددې مېلو او مشاعروخوند اورنګ به هغه مهال نورهم زیات شي چې زمونږپه هېوادکې تلپاتې سوله اوکراري راشي .په هرحال،ددغه ډول مېلواومشاعرو جوړول له هرپلوه دستایلو وړګام دی اوباېدچې لا نورهم دغه بهیرپسې وغزیږي. زمونږهیله داده چې دغه ډول مېلې او مشاعرې باېد دافغانستان په ټولو۳۴ ولاېتونواوحتی کلیو او ولسوالېو کې هم دودشي.