دا مهال اروپا او لويدیځ په نړيواله کچه د تهذىب بېلګې ګڼل کيږي، په تېره بېاهغه هېوادونه چې د دریېمې نړۍ د هېوادونو په نامه ياديږي .
دغه هېوادونه که څه هم د اروپا او لويدیځ تهذيب تر نورو ډېر ښه پېژني او په اړه يې معلومات لري، خو له دې امله چې څه يې په لاس کې نشته او واکمنان يې هم د همدغې نړۍ لاسپوڅي دي، په دې اړه څه نه شي ويلاى.
اروپا دامهال له خپلو ټولو بې تهذيبېو سره سره په نړۍ کې داسې ځاى خپل کړى، چې هر څوک يې د متمدنه ژوند د تر لاسه کولو لپاره په دوستۍ وياړي او ترڅنګ يې هغه څه کوي، چې لويديځ او اروپا يې غواړي.
په ټوليزه توګه کلتورونه او تمدن په هره ټولنه کې توپير لري. په تېره بيا هغو ټولنو کې چې تهذيب يې له دين نه رنګ اخيستى وي او دين يې هم په بشپړه معنا سره د خلکو معنوي اړتياوې پوره کړاى شي. دغه ټولنې نه يوازې داچې د خپل دين او کلتور په رڼا کې ورځنى ژوند له معنوي اړخه بډايه او له مادي اړخه مهذب پرمخ بيايي، ترڅنګ يې د نورو دين او کلتور ته هم په داسې سترګه ګوري، چې مقابل لورى په کې د کمۍ او ذلت احساس ونکړي.
له نورو سره په توپير د آسماني دينونو پېروان، د هغوى له معنوي سرچينې نه په الهام داسې روزل کيږي، چې په بشپړه توګه ټول هغه فرعي قانونونه چې په ټولنو کې د نوي ژوند له غوښتنو سره سم ټاکل کيږي، د ديني هغو تر اغېزې لاندې راولي او تر کومه يې چې دين اجازه ورکوي، دغه قانونونه عملي کوي.
په غير آسماني دينونو کې هم تر دې وړاندې دغه اصل په خورا جديت سره په پام کې نيول کېده او په سياسي اصولو کې هم څوک ددې حق نه لري، چې د نورو مقدساتو ته دې سپکاوى وکړي، ، خو دامهال لکه چې ليدل کيږي ، نړيوال، په تېره بيا اروپايي وګړي، هغه چې ځانته د نړۍ تر ټولو پر قانون ولاړ او مهذبه خلک وايي، دغه اصول تر پښو لاندې کوي او په ډېرې سپين سترګۍ سره په يوه داسې دين تيرى کوي، چې په ريښتينولۍ يې هېڅوک هم شک نه شي کولاى.
درانه لوستونکي به خبر وي، چې لوېدیځ او اروپا په څومره بې شرمۍ د اسلام د ستر پېغمبر په اړه له سپکاوي ډک کارتونونه خپروي او ترڅنګ يې د هالنډ په څېر بې بندوباره هېوادونه د اسلام د ستر پېغمبر په اړه درواغجن او سپکونکي فلمونه ليدونکو ته وړاندې کوي. ددې ترڅنګ که په تېرو څو کلونو کې د غېر اسلامي هېوادونو،کليساوو او یادداسې نورو غېراسلامي ټولنو مشرانو ته وکتل شي، په وار وار په مسلمانانو داسې تورونه لګوي،چې هغه کټ مټ اسلام او اسلامي امت ته سپکاوى وي، د لويديځې نړۍ مشران ددې لپاره چې له اسلام سره مخامخ دښمني نه شي کولاى، په پټه په خپلو هېوادونو کې هغو ناروغو او له د ښمنېوډکوخلکوته داسلام دسپکاوي اسانتياوې  برابروي،چې هغوى نه کوم ديني ارزښت پېژني او نه هم د ولسونو په ارزښتونوباور لري.
دوى د نړۍ له ډېرو مهمو او ټولنيزو قوانينونه په ګټې اخیستنې داسې ګام اخلي،چې هروخت د نړۍ مسلمان وګړي ځوروي او دهغوی سپېڅلي احساسات راپاروي. تېر کال به مو په ياد وي، چې په ډنمارک کې د حضرت محمد(ص) د کارټونونو په چاپولو سره مسلمانان څومره را وپارېدل او تر کومه يې د کفري نړۍ په اړه خپله غوصه ښکاره کړه.مسلمانانو پر هماغه مهال د ډنمارک له هېواده وغوښتل چې د ټولو هغو کسانو مخه ونيسي، چې په لوى لاس دغه هېواد له مسلمانانو سره په لانجه کې اچوي، خو ډنمارکي چارواکو لکه چې له کارونونه يې ښکاري، په خپله له اسلام سره د دښمني لاره ونيوله او سږکال يې يو ځل بيا ددغه هېواد له ورځپاڼو نه د حضرت محمد(ص) د درواغجنو کارتونونو د خپرېدو اجازه ورکړه.
ډنمارک ددې ترڅنګ چې پخپله له اسلام سره مخامخ دښمني ښکاره کړه،په ډاګه يې کړه چې پلوي نړۍ يې هم د مسلمانانو په اړه کوم اصل په پام کې نه نيسي او هغه څه چې دوى يې د ځان لپاره قانون بولي،مسلمانانو ته يې د ډيموکراسي په نامه ماتوي او په خورا بې غورۍ د اسلامي مقدساتو سپکاوى کوي.
په لوېدیځ او په ځانګړې توګه ډنمارک کې دا مهال د اسلام ډېر سپکاوى، د بيان د آزادۍ په نامه کيږي. په دغو هېوادونو کې که کوم کارتون له کومې ورځپاڼې خپريږي، حکومت يې وايي، چې د رسنېو ازادي ده، خلک چې هر څه وغواړي، د رسنېو له لارې يې خپروى شي، همدارنګه که په هالنډ کې د يوه داسې پېغمبر په اړه فلم خپريږي، چې هغه د نړۍ ټولو فېلسوفانو او سترو پوهانو بې بېلګې انسان بللى، بيا هم دوى ورته د بيان د آزادۍ په نامه اجازه ورکوي،خو که په کومه خاوره د لويديځ پر ګناو اعتراف کيږي او يايې هم خلک بدې بولي، په ډېره بيړه ددوى تر بريد لاندې راځي او يا يې هم نوم ترهګر اېښودل کيږي.
همدا اوس د دغې وحشي اروپا په زندانونو کې په سلګونو مسلمانان يوازې له دې امله زندانيان دي، چې د ښځو د کرامت او د کفارو په مردار لاس د هغوى د لوبولو په وړاندې يې اعتراضونه کړي دي. دوى ټول هغه کسان زنداني کوي او فعاليتونه  یې ختموي،چې ددوى د خوښې خلاف خوله وښوروي، خو په خپله بيا د نورو په ارزښتونو تيری کوي.
دا مهال کفري نړۍ د مسلمانانو له بې شانه کرکې سره مخامخ ده او دغه کرکه کرار کرار په يوه داسې اور بدليږي، چې ټول کفار به يې په لمبو کې وسوځيږي،خو همدغه ناپوهه لويديځوال بيا هم ددغه اور د لا پراختيا امکانات برابروي او مسلمانان لا راپاروي.
که له ٢٠٠١زېږدیز کال نه راپدېخواد کفارو اعمالو ته وکتل شي، په زغرده ترېنه معلوميږي، چې دوى داسلام په دښمني کې  هېڅ اصل په پام کې نه نيسي.
دوى که څه هم په خپلو هېوادونو کې هرڅه ته اصول لري او غواړي چې مونږ هم پر دغو اصولو پابند کړي،خو متأسفانه دغه اصول د اسلام ضد کړيو لپاره شليږي او هېڅ په پام کې نه نيول کيږي.
دوى ددې ترڅنګ د خپلو ګټو لپاره د هېوادونو قوانين ماتوي،خود خپلو کارونو د توجيه لپاره داسې قوانين رامخې ته کوي،چې په پوره باور سره ويلاى شو،په خپل زيان يې هېڅکله هم نه مني. کفار له يوې خوا ددين او عقيدې په نامه په افغانستان کې د عبدالرحمن او نورو مرتدانو په شان خلکو ملاکوي، له بلې خوا د اسلامي اصولو په وړاندې ټول ګامونه پياوړي کوي.
مسلمانان پدې عقيده دي،چې د خپل دين درناوى يې په دې کې دى،چې د نورو دين ته درناوى ولري خو کفار بيا په دې کې نه دي. دوى هم د خپل دين او خپلې لارې درناوى غواړي او هم د نورو په دينونو داسې تيرى کوي،چې هېڅ مسلمان ته د منلو اوزغملووړ ندي. 
زموږ په ګومان، که چېرې داسې څه دوام ولري او د هغوى په وړاندې د مسلمانانو مخ په ډېرېدونکې کرکه نوره هم زور واخلي، د هغو کسانو ليست به نور هم اوږد شي، چې دامهال يې د لوېديځې نړۍ خوب تښتولى دى.
کفار بايد داسې لاره خپله نکړي، چې له امله يې د اور لمبې ددوى تر ښکلو او په ډېرو ستونزو جوړو شويو ودانيو ور ورسېږي. دوى بايد هم په ځان ورحميږي او هم په خپلو بچيو،ځکه چې که داځل د اسلامي امت حوصله تنګه شوه، فکر نه کوو، چې مخه يې ټوله نړۍ له  ټولوشته امکاناتو سره هم ونيسي.مسلمانان په يوه غږ په نړۍ کې د سوله ييز او قانونمند ژوند پلويان دي. دوى د خپل دين په وړاندې ټول هغه تيري غندي چې دامهال يې غيرمسلمان ملتونه کوي.
مونږ له ټولې نړۍ نه په کلکه سره داغوښتنه کوو چې په نړۍ کې د انساني ژوند لپاره د نړيوالو قوانينو د پلي کېدو هڅې وکړي اوکه يوازې د خپلواغراضو د ترلاسه کولو لپاره هرڅه خپل او قانون يوازې د مسلمانانو لپاره وبولي،فکر نه کوو،چې د نړۍ موجود نظم به هم په دې بڼه پاتې شي.هغه مهال به دستونزو ټوله پړه د هغو پرغاړه وي،چې نه قانون مني او نه هم درناوى ورته کوي.