اسامه د طالبانو ترماتې وروسته د افغان فلم يوه ښايسته ډالۍ وه،چې په نړيوالو هنري نندارتونونو کې يې ګڼې جايزې ترلاسه کړې. دغه فلم د سياسي او هنري جوړښت له مخې ډېر ژر نړيوالو سينماوو ته لاړ او ډېر ژر يې د ((کن))،د يونسکو د سرو زرو کمرې جايزې او ډيپلومونه ترلاسه کړل. دغه فلم په نيوزيلنډ، ملبورن ښار، ډيلي، کوپنهاګن، ټورنټو اوځینې نوروځايونو کې هم نندارې ته وړاندې شو، چې ډېر تود هرکلى يې وشو. ((اسامه)) په ملي او نړيواله توګه وستايل شو او دغو ستاينو يې پر ټولو نيمګړتياوو پرده وغوړوله.
په ((اسامه)) کې مارينا ګلبهارۍ( د فلم جينۍ)، محمد نادرخواجه د( ملا)، 
محمد عارف هراتى د(اسپندي)، زبيده سحر د( مور)، حميده رفاه د( نيا)، ګل رحمان غوربندي د( موذن)، محمد نبي نوا د( پى پلورونکي)، امين نادم د( د ناروغ بوډا د زوى)، علي جان د (ناروغ)، غلام سخي صديقي د( بېوزله سړي)، الزابوغوا د( بهرنۍ نرسې)،هنري جورډن د( بهرني خبريال)، نجيبه همدرد، ناهيده رفاه او بي بي خان
د( ملا دښځو)، نواب خان د( قاضي)، زين الدين (دطالبانو د مدرسې د ښوونکي) او محراب خوشنويس د( روغتون د مدير) په رولونو کې راڅرګنديږي.
د فلم پېل او داستان:
((اسامه)) له پېل څخه ترپايه پر طالبانو او د ددوى د واکمنۍ پرمهال د ښځو پر ستونزو او ناخوالو راڅرخي. که چېرې د فلم کيسې او د کيسې منځپانګې ته سر ورښکاره کړو، د اسامه په اړه به کومه ځانګړې يا نغوتيزه برخه ونه وينو. دغه نوم د فلم له داستان او منځپانګې سره ټکر خوري او د يوه هنري تخليق پرځاى سياسي بڼه خپلوي.  د فلم ترپېل مخکې د شريعتي وينا راځي ، دغه وينا سړي ته دا پوښتنه پيدا کوي، چې آيا مونږ په خپل هېواد کې دومره مشر او پوه نه لرو، چې وينا يې د فلم پيلامه کړو او که نه خبره په مخملباف کمپنۍ کې پر فلم د هغوى له اغيزه سرچينه اخلي.
د فلم د داستان په پېل کې سپيلني دودوونکى( اسپندي) له يوه انګرېز نه، چې په انګليسي ژباړه کې يې شتمن راپېژني، د ډالرو غوښتنه کوي، سړى ډالر ورکوي، خو څېره يې نه مالوميږي. زما په اند اوس ،چې هېواد له بهرنيانو ډک دى،د يوه انګرېز کرکټر موندل به دومره ستونزمن نه وو، خو نه پوهېږم، چې دلته يې څنګه ګونګ او مبهم راوړى دى. انګرېز سپيلني دودوونکي ته اشاره کوي، چې لاندې يوه بېوزله ښځه روانه ده،پيسې ترې وغواړه او ويې کړوه. دلته په شعوري يا غير شعوري توګه د انګرېز په کرکټر سره( لويديزوال) ددې پرځاى، چې د ښځو د حقونو مدافعان را وپېژندل شي، د ښځو په حق کې ظالمان را پېژندل کيږي. د فلم په همدې صحنه کې هلک ښځه ځوروي ،سپېلني ورته دودوي، خو ښځه يې رټي او د پيسو له نشتوالي سر ټکوي.
هلک د ښځې په ځواب کې غبرګوي، چې زه سپيلني وړيا درته دودوم ، پېسې يې سر((انګرېز)) را کوي. که چېرې فلم له لومړني سکانسه تر دغه شارټه پورې و ځيرو، بهرنى کرکټر هلک ته دستور ورکوي، چې ورشه ښځه وځوروه ، زه پيسې درکوم، له دې پرته بله څه مانا ښندي؟!
د لاريون په ترڅ کې پر ښځو ډزې به د هرات له پېښې سره په پرتلنې ومنو، خو په موټر کې يې وړل يوڅه ګونګ او بې تړاوه برېښي. د فلم د مرکزي کردار مور په روغتون کې کار کوي، دوه مياشتې تنخواه يې پاتې ، خو په روغتون کې ددې مخينه( سابقه ) نه ښکاري. که څه هم په يوه تته صحنه کې د بوډا کتنه کوي، خو د طالب په راتګ سره ځان د ناروغ مله بولي، په داسې حال کې،چې لږ وروسته له ځان او ناروغ سره د سيروم مټه( پايه) لېږدوي، خو څوک يې نه پوښتي، چې خورې دا سيروم او د روغتون مټه چېرې وړې؟ کله، چې ناروغان له روغتون نه وځي ، د روغتون په دهلېز کې يو ګوډ ماشوم رهي وي، کمره پرماشوم فوکس کوي، خو د ماشوم په اړه هيڅ راز څرګندونه نشته؛ چې مور او پلار لري او که نه؟
دا هم د مخملباف د ((سفرکندهار)) په څېر يو سمبول دى، چې احساسات او زړه سوى را وپاروي
نيمګړي او غرضي کردارونه :
په همدغه ډول کله، چې د جينۍ مور کور ته ځي، د ناروغ له زويه غواړي، چې پر لاره ورسره مل شي. سړى،چې کله له خپلې مېرمنې اجازه اخلي، يوازې يې لاسونه ښکاري د ښځې درک يې نه لګي. زما په اند ښايي لارښود( ډايرکټر) او چمتووال( پروډيوسر) دښځينه کرکټرونو له نشتوالي سره مخ وي او که دغسې نه وي، نو نيمه انځورګري او نيم کرکټر د هنري فلم يوه ستره نيمګړتيا ده، په داسې حال کې، چې تلوسه او وروستۍ پايله يې هم په همدې نيمګړتيا تمامه شوې وي.
کله، چې درېواړه( امين نادم، مارينا ګلبهاري او زبيده سحر) پر بايسکل سپريږي، پر لاره له يوه طالب عسکر سره مخ کيږي، خو بيا همغه خبره. طالب نه مالوميږي، خو پښتو خبرې يې اورېدل کيږي. د فلم په يوه صحنه کې د (امين نادم) پلار( عليجان) مري او د نجلۍ مور او جينۍ(زبيده سحر او مارينا) په پېسو پسې ورځي. د کور په انګړ کې مړى پروت دى، خو زبيده سحر د خپل چوپړ لاسباړه( دستمزد) او د سيروم لکړه غواړي.
دلته فلم جوړوونکو د  افغانانو په ځانګړې توګه د افغانې ښځې پر زړه سوي او سړيتوب پښه اېښې او په لوى لاس يې افغانان خلکو ته سخت زړي اووږي ور پېژندلي دي.
د نيول شويو بهرنيانو د محاکمې پرمهال ،چې د قاضي وياند غږيږي په پېل کې يې څېره ښکاري، خو وروسته د خبرو پرمهال نه وي. انګرېز د دريځ ( سټېج) ترشا يوې بلې خوا ته قدم وهي او له خولې څخه د سګرټو لوګي وباسي. که چېرې ليکوال غوښتل طالبان او د طالبانو نظام وټکوي انګرېز ته به يې يوه وېرېدلې او ترهېدلې بڼه ورکړې واى، خو دلته انګرېز( بهرنى) داسې سترچارتوب( کلانکاري) کوي، ته وا د پلار او نيکه کور يې وي. ليکوال کولاى شواى ډالر شيندونکى يې د ژورناليست په توګه راپېژندلاى واى او د محاکمې پرمهال به خلک هم پر دې پوهېدل، چې د ښاغلي ګناه د لاريون فلم اخستنه او عکاسي ده. د بهرنۍ نرسې په اړه هم دا خبره صدق کوي. په روغتون کې د هغې د نرستوب او مخينې په اړه هيڅ نغوته نشته، بس د فلمي صحنو په بېخونده او ناببره ټکر کې را زېږېدلې ده.
د مجرمانو د ډاګيزې محاکمې پرمهال قاضي په پښتو ژبه غږيږي، خو سمه يې نشي ويلاى. مخکې له مخکې د مرګ د حکم صادرېدو پړاوونه نه دي طى شوي، بيا د يوه خبريال او بهرنيانو مرګ، چې د نړيوال فشار له امله يې د مخکينيو پړاوونو طى کولو ته زښته اړتيا ليدل کيږي. قاضي د هغوى د احضار پرمهال تش د فلم په ليدو د مرګ حکم صادروي، دا هم نه ويل کيږي، چې څنګه مرګ؟ ښځه په خاورو کې ښخيږي، خو د سنګسار درک يې نه لګي. سړى نه پوهيږي، چې هغوى په ډبرو ويشتل کيږي او که نه سرونه پرې غوڅيږي؟ دې ته هم پام نه دى شوى، چې سنګسار پر څه ډول کسانو روا دى. بل دا،چې طالبانو په دومره کوچنيو مسألو څوک دار او د مرګ کندې ته نه بېول. د دغسې مرګونو جزا د شريعت له مخې ټاکل کېده .
د کرکټرونو ژبنۍ تېروتنې:
((سزاى موت)) کليمه ،چې د قاضي د وياند له خولې اورېدل کيږي يوه پاکستانۍ اصطلاح ده، چې په برنۍ پښتو کې موږ دغه کليمه نه لرو. ښايي فلم ليکوال د(( لاندينيو پښتنو)) او بيا په ډاګه د پاکستان د لاسوهنې د انځوراوي هڅه کړې وي، خو دغې هڅې او ډاګيزتيا ته يې زمينه نه ده مساعده کړې او يوازې په يوې بهرنۍ کليمې يې د يوه بېل بهرني کرکټر ښکارندويي کړې ده. قاضي پخپله ناست دى، خو فرمان يې وياند لولي. وياند يې په کندهارۍ لهجه غږيږي، خو په جمله بنديو کې تېر وځي. يوځاى وايي: (( هرچا، چې دغسې کار وکړي سزا به يې همدغسې وي))، يا (( ولې چې زموږ او تاسې باندې...)). قاضي ،چې په خټه پښتون نه ښکاري د جينۍ ( مارينا) د حضور پرمهال وايي: (( ما بښلى دى))، په داسې حال کې، چې هغه قاضي ته د جينۍ په توګه وړاندې کيږي، نه د هلک. وروسته ملا د قاضي لاس مچوي او جينۍ له نکاح پرته کور ته ورسره بيايي. له دومره کوچنۍ جينۍ سره د يوه داسې ملا واده، چې په کور کې يې درې نورې ښځې او ګڼ شمېر ماشومان هم شته ، يو ناشونى کار برېښي. په ديني او کولتوري لحاظ دغسې نکاح د افغانستان په ټولنه کې نه ترسترګو کيږي. لږ ترلږ مېړه د جينۍ تر پېغلتوب يا بلوغ پورې صبر کوي. له فلمي صحنو اخوا که د فلم پښتۍ ته ځير شو، د ټانک او نورو څيزونو انځورونه ليدل کيږي. د فلمي او هنري پوسټرونو اصل ته په پاملرنې سره د پښتۍ انځور بايد د فلم له اصل سره سمون وخوري، خو د اسامه پوسټر((د پښتۍ انځور)) بيا د فلم له اصل سره هيڅ سمون نه خوري. د فلم په يوه برخه کې ويجاړ ټانکونه شته، خو هغه د پښتۍ د ټانک په څېر روان او روغ نه ښکاري.
په هرحال دا او دې ته ورته نور ډېر فلمونه دي، چې د سياسي اړخنيوي او غرضونو له امله د هنري تندې دخړوب پرځاى  د خلکو د سپکاوي هڅې کوي. د فلمونه ډېرى د طالبانو تر واکمنۍ وروسته جوړ شوي او نندارې ته وړاندې شويدي.