هوکې ! دالمن هم هماغسې يو ه لمن ده چې توري، ټکي ،کلېمې، جملې اوحتا ټولې ليکنې يې داحساس ، عاطفې ، انساني زړه سوي اوترحم لپاره ډېر ډېر څه لري. دالمن دلفظ اومانا لمن ده ،په دې لمن کې به د فکر ،خيال ،مانا ،احساس ،عاطفې اوترحم خواږه سره راټولېږي اوخپر يږي .
دالمن د(ل م ن ) له ټکو جوړه هاغه مادي اومعنوي لمن ده چې هم ديو ستر افغاني کلتوردفولکلوريکو کيسو ګڼې انګېرنې پېړۍ پېړۍ تر شا لري او هم يې عيني او ذهني انځور دښايست او ښکلا له مخې ډېرې ما ناوې ښندي .
په دې لمن کې لومړني راټول شوي خواږ ه دهمدې کال دتلې دمياشتې په لومړۍ ګڼه کې پاخه ،خپاره اوخواړه شول .
دلمن خپر ېدل په افغاني ادب کې دټولو فرهنګيانو اوفرهنګپالو لپاره ديوې بلې بر يا زېرى دى هيله ده چې دا لمن دافغان ولس لپاره په خپله جوله کې ډېر داسې څه راټول اوخپاره کړي چې هم نوي ، هم خواږه اوهم دليکنۍ انشاء له مخې په درنو کاڼو تلل شوي وي .
داچې هر لومړنى کار خامخاڅه ناڅه نيمګړتياوې اوتېروتنې لري نو دلمن لومړنۍ ګڼې هم يو شمير غلتۍ لرلې چې په لمن کې دراټولو شويو ليکنو دتللو په تول او وزن کې يې دلمنې دښکلا اومانا رنګ ته لږ و زيات زيان اړولى و. هيله ده چې د لمن دښاغلو چلونکو ورته پام شوى وي اودبيا لپاره تکرار نه شي
دلمن په اړه زماددې څو کرښوليکلو موخه داده چې دلمن دچلونکودکار ستاينه وکړم اودبلې خوانه افغان فرهنګيانو ته دلمن دمعنوي ارزښت په اړه څوټکي ورياد کړم نه دلمنې نيمګړتياوې اوغلطۍ ليکل اوپه ګوته کول .
زه نور ډېر څه نه وايم يوازې خپلو دواړو خوږو دوستانو حقمل صيب اوشينواري صيب ته چې دلمن د خپراوي په کارکې په يوازې ځان هم مادي اوهم مانوي قرباني ورکوي دومره وايم چې په لمن کې د راټولوشويو خوږو دخپراوي پرمهال دبيا لپاره تروسه وسه هڅه وکړى چې چاپېدونګې ليکينې بيا بيا له سره وګورۍ اودممکنه تېروتنو مخه ونيسۍ . په دې کارسره به دا ښاغلي دوه ګټې وکړي يو داچې لمن به يې تل دګلونو اوګلغوټيومالامال وي اوبل به يې يوه له تېروتنو پاکه سوچه،معياري په تول پوره اوکره لمن لرلې وي
اوهم به يې دلوستونکودانيوکه تمبولې وي چې :
(ګلوکې دې شپه وه ،تاتشه لمن راوړه)