سرمې ځارشه هم قربان دخپلې خاورې
لاړ به نشم په هېڅ شان دخپلې خاورې
که مې سرځي که مې مال ځي پدې خاوره
پرې به نږدم دښمنان دخپلې خاورې
04.11.2007
- laman
په دې کې هيڅ شک نشته چې پښتو ژ بې،ادب او تا ر يخ ته به ډېرو قدر منو پوهانو ،لېکوالو او شاعرانو ډېر دقدر وړ خدمتونه کړي وي اوکو ي به يې او ډير په زړه پو رې اثار به يې هم کښلي وي چې دا په خپل ځای کې د ډېر قدر وړ کارونه دي،خو ز ما په عقيده هغه سترخدمتونه چې په ډېره لږ ه موده کې د شمشاد تلوېز يون اود دانش خپرند ويې ټولنې دا فغاني فرهنګ ودې او غو ړيدوته کړ ي دي د ډېر درناوي او قدر وړ دي٠ په دې کې هېڅ شک نشته چې ز موږ په ګران هېواد افغا نستان کې به ډېرخلک وي چې مادي طا قت او وس به لر ي،خ...
05.11.2007
- laman
شاه ولي الله (رح)دنورو ډيرو مسلمانو پوهانو غوندې دځينو ما بعد الطبيعه مسايلو په باب چې دقران او سنت له چينې خړوبيږي،ژوره ځيرنه لري،او موخه يې داوه چې ددغو متضادو فکري خوځښتونو تر منځ يو ترکيب، پخلاينه او تلفيق را منځ ته کړي. ده زيار وګاله،چې دابن عربي او حضرت مجدد الف ثاني نظريات تلفيق کړي .دشاه(رح)ددغه تلاش دښه پوهيدنې له پاره به ددغو دواړو مفکرينو نظريات را لنډ کړو.(وجود) په دوو بېلابېلو ماناوو پېژندلای شو : ړومبى دمعرفت دپوهې له نظره به يې صورت يا دهستۍ علمي تصور فرض کړو...