30.03.2008
- laman
زړه په دا ندی چې ناولی مخ دی چې کوم يې خوښ شي هغه ښکلی مخ دیمخونه ډير دي خو دامخ مې خوښ دی والله په ټولو کې وتلی مخ دیپرېږده چې اوښکې مې بهيږي پر مخ دا بې ګناه جانان رټلی مخ دیڅه وشو تا که ديدن بند کړو په ما خاطر په زړه کې ستا ساتلی مخ دی
...
30.03.2008
- laman
د شفق سرخي لمبو ته ده راټولهکه حيا دې اننګو ته ده راټولهخوښوي ورته مرګونو کې مرګونهنړۍ ټوله پښتنو ته ده راټولهستا د پله خاورو کې ته له ورايه ښکارېد سپوږمۍ ځلا اوبو ته ده راټولهخمارونه غرونه غرونه پکې ځای دينشه ټوله دې لېمو ته ده راټولهد ماڼيو خلک تورو شپو ته ناست ديد جهان رڼا ډېوو ته ده راټولهد شهيد مېرمن له شرمه داسې وويل:دا ډوډۍ مې لږ بچو ته ده راټولهخماريان يې په خمار کې په لټون ديد زاهد تقوا سجدو ته ده راټولهپه تياره شپه کې کېږدۍ رڼا کو...