بسم الله الرحمن الرحیم
دسولې دنړېوالې ورځې درارسېدوپه مناسبت
د(لمن) ادبي،کلتوري مجلې پېغام!
سوله دانسان په ټولنیزژوندکې یوډېرمهم اوحیاتي ارزښت لري،که په یوهېوادکې امنیت نه وي هلته دژوند کولوهرډول اسانتیاوې له منځه ځي اوپه نتیجه کې یوستر بشري ناورین رامنځ ته کیږي.
پکارده چې افغانان دسولې په مادي اومعنوي ارزښت باندې ځانونه وپوهوي اوپه سوله کې ژوندوکړي داځکه چې سوله ییزژوندانسان دترقۍ اوپرمختګ لوړوپوړیوته خېژوي.
د)لمن( ادبي،کلتوري مجلې مشرتابه په هېوادکې دتل پاتې سولې اوټیکاو په برخه کې دهر راز هلوځلوملاتړکوي او په جګړه كې له ښكېلو غاړوڅخه غواړي چې په دغه هېوادکې جنګ جګړو ته د پاى ټكى كېږدي اوسوله ییزژوند ته مخه کړي.
په درنښت.
دلمن ادبي،کلتوري مجلې اداره
افغانستان -کابل
2008-09-20