دا چې نن سبا د پلازمينې په ښونځيوکې د پښتو ژبې د عملي کېدو دښمنانو ته سړى وگوري نو داسې هېله ورته پيدا کيږي چې دغه ژبه که خداى کول د تنکيو ځوا نانو په مټ له وژل کېدو وساتل شوه . خو دا کافي نه ده . په لوى لاس يو شمير کړۍ او کسان بيا غواړي دغه ژبه د هديرو خواته وليږدي .
يوې نړيوالې ټولنې څه موده وړاندې دهغو ژبو لېست خپور کړ چې د لمنځه تلو له گواښ سره مخا مخ دي .
په دغه ارزونه او نړيوال رپوټ کې پښتو هغه ژبه ښودل شوې وه چې له دغه گواښه بچ ده همدارنگه که وروستيو بدلونونو او له لوستو او نا لوستو پښتنو سره راپيداشوي پښتني احساس ته که هم سړى وگوري نوخو ښيږي چې ددغې ژبې د سا تلو او غوړولو مسولين زيات شويدي .
پر پښتو چاپيدونکي ورځپاڼې ، مجلې ، مهالنۍ ، جريدې او د راډيو او تلويزیون په پر دو ددغې ژبې غوړېدا زما بچو ته دښه راتلونکي زيرى ورکوي . د پښتون په کور کې اوس ددې احساس په ټوکېدو دى چې خپلو بچو  او خپلو مغزو ته د پښتو ويلو اويادولو لارښونه وکړي .
زما ژبه د تخنيک شوه خو زما ژبه څوک د کابل ښونځي ته نه ور پريږدي . زما  ژبه ورو ته ددغه حق غوښتل هم گنې سوال ښکاري چې دپښتو وژونکو پر وړاندې غبرگون نه ښيي . اوس ددې وخت را رسېدلى چې له انټر نټ ها خوا په خبري رسنيو کې  د خپلو بچو لپاره ددغه حق د تر لاسه کولو کلکه مبارزه پيل کړي.
ډير وياړم چې زما خواره واره ځونان ددغې ژبې لپاره ماته گوډه هڅه کوي خو کا شکې چې په دغه ويشلي قوم کې يو ه داسې کوپړۍ را دبره شوې واى چې دغه خورې ورې هڅې يې همغاړې کړې واى او ددغې ژبې د غوړولو لپاره يې  خپله وجيبه پر ځاى کړې واى .
د د ښمن درندو څپېړو موږ ايله اوس له درانه خوبه را پاڅولو چې خبره څه ده ؟
د پو هنتون چاپيريال مې ايله اوس ددې گونگوسو ډگر شو چې په نيمه خواره خوله  له ښونکو او زده کونکو سره د خپلې ژبې پر سر خبره وشاربي .
دغه ژبه اوس په هغو کورنيو کې نه ورکيږي چې په کابل کې ميشتيږي . زما دکور کلي ډېر سپين روبي اوس پښتو خپله اړتيا بولي او په کابل کې خپل ځان ديته اړ نه بولي چې حتما په خپلو ما شومانو دري يا بله ژبه زده کړي .
په تيرو څو لسيزو کې په زرگونو پښتنې کورنۍ کابل ته په راتلو سره مجبوره شول خپلو بچو ته دري ور ياده کړي . او په خپله هم په نيمه ژواندي ډول کله نا کله له کلي را غلي کوم ميلمه سره پر دغه ټکول شوې ژبه وگړيږي .اوس د ښار په کچه پښتو په خپرېدو ده خو لا هم د مو ټروان او کلينر ژبه نه ده شوې . په ادارو کې پښتنوما مورينوهم په خپلې ژبې د گړېدو جرآت پيدا کړى ، خو زوړ کول لا هم خپله ليکنه  او دولتي غوښتنليکونه په بله ژبه ليکي . دا سې ويلاى شو چې يا له خپلو لوړ پوړو چارواکو ويره لري، يا د څو کۍ او کار د با يللو ويره ورسره ده او ياهم په خپله دا جرات  نه کوي چې  له خپل حقه گټه پورته کړي .
د  باوري سر چينو د وينا له مخې د ولسمشر دماڼۍ ډېر لاسوندونه او ليکنې او س  هم په دري ژبه خپريږي .خو په دغې ماڼۍ کې  دغه کمه استعما لېدونکي ژبه اوس داسې وړانگې اچوې چې که خداى کول د خپلو ځوانو گړېدونکو او پالونکو له برکته به يوه ورځ پښتو پښتو شي .
د يوه ځوان افغان په توگه اوس ددې ويره نه کوم چې پښتو مې د لاسه تلونکې ده . ديورنډ ختيځ خواته چې د پښتو ژبې  نښان مخ په ورکېدو و اوس د ټکنالوژۍ ، راډيو ، انټر نټ  او ټلويزيون له برکته  داسې څرک لگيږي چې کلونه وروسته به په دغه پراخه پښتو ميشتو غرونو رغونو کې ښونځي او ليک لوست پښتو شي .
يوه ارزونه داسې ښيي چې په دغه سيمه کې د پښتو ژبې د رسمي کولو او عامولو لپاره احساس تر پخوا ٢٥ په سلو کې زيات شوى او د نړيوالو را ډيوگانو له برکته دغه ژبه پرا خيږي .
د ديورنډ په ختيځه خواکې د خيبر ټلويزيون او ځېنو ورځپاڼو اوس د هغې سيمې ځوان نسل ته د پښتو په ياد ساتلو کې لږ ډير څه مرسته کړېده ، خو له دغې خبري رسنۍ څخه بايد غټه تمه وشي او د همدې پښتو ژبې رسنۍ چارواکو ته به دايو تاريخي وياړ وي که يې خپلو ليدونکو ته سوچه پښتو ور په ياد کړه .
تلويزيون او راډيو د ژبې په عامولو او خلکو ته د کليمو او لغاتو په ورښودلو کې هغه مهمې او اغيزمنې وسيلي بلل کيږي چې هره دقيقه د خلکو له ستر گو او غوږونو سره وي او په لږه موده کې د ډېرو لويو پوهنتونونو او ښونځيو په پرتله ډېر څه کولى شي .
د ډيوې په نوم د پښتونخوا لپاره فعاله شوې راډيو هم ددې ښکارندويي کوي چې پښتو ژبه د پرا ختيا او عامولو په درشل کې ده . 
د اسې ويل کيږي چې د ډيورنډ ختيځ ته پراته پښتانه په سلو کې ٢٩ او ددې له منځه تللې کرښې لويديځ ته پراته پښتانه په سلو کې ١٩ لوستي دي  د کرښې ختيځ غاړې ته پراته پښتانه تر بل هر وخت زيات اوس ددې احسا س کوي چې په گډه بايد د ترهگرۍ او پښتون ورکونې ير غل ته ځواب ورکړي .
په افغانستان او پاکستان کې د کر ښې د دواړو غاړو پښتنو شوي او کېدونکي ټولې جرگې دپښتو د ژوندي کيدو احساس ته لا زور ورکوي .
په دغه ځيرکتيا هم پښتانه او هم د پښتنو دښمنان پوه شوي اوس دوى غواړي چې ددوى د ښونځيو د سوځونې او ددوى په کليو او بانډو کې د ښونځيو د سوځونې له لارې دغه تازه را ټوکېدلى احساس په رېښه کې وچ کړي ، خودوى نه دي خبر چې يوازې د لرې او برې پښتونخوا تازه را ټوکېدلو سندر غاړو ددغو دسيسو ځواب يو په څو ويلی .
په وروستيو درې کلونو کې د پښتونخوا په خاوره را ټوکېدلي سندرغاړو د ديورنډ د ختيځ له ميشتو پښتنو پرگنو سره دهغوى د ژبې په را ژوندي کولو کې دومره مرسته کړې چې په تېرو پنځوسو کلونو کې به نه دافغانستان حکومت او نه د پا کستان حکومت ورته کړي وي .
دغو پښتو ځوانو سندر غاړو پښتو مو سيقۍ ته په نوي رنگ ورکولو سره وښودله چې نورو ته بايد دتمې پر ځاى په خپله لاس په کار شي .
په دې وروستيو کې د يو شمېر پښتو فلمونو ژبه هم تر پخوا نيو پښتو جوړو شويو فلمونو يو څه پښتو شوې ، خو دغه ډگر زيا ت کار ته اړتېالري. لر او بر پښتانه بايد په دې ډګر کې ګډ کار پيل کړي چې پښتوژبه  له دې لارې ښه غوړيدى شي .