يوشتمې پيړۍ ته موږ د پښتو پالو د خوځښت پيړۍ هم ويلای شو دا په دې مانا چې پښتنو په دې پيړۍ کښې داسې نه جبرانېدونکې ټکانونه وخوړل چې آن ددوی خوبولي زړونه ېې هم را ويښ کړل ،  اوس پښتانه تر ډېره د خپلې ژبې او کلتور د ساتلو او راژوندي کېدو په فکر کښې دي  .
ښايي زما دا خبره ځينې استدلال کونکي راسره ونه مني . ولې دا يو تاند او نازک حقيقت دی چې موږ یې نن ورځ په بېلابېلو برخو کې د پښتو د پاېښت لپاره وينو  .
دا سمه خبره ده چې جګړه او مهاجرتونه د يو هېواد اقتصادي ، تاريخي ، ژبني ، کلتوري او ټولنيز جوړښتونه د زوال سره مخامخ کوي  خو جګړې او مهاجرتونو په مونږ کښې ډير داسې استعدادونه هم  وروزل  چې دپښتو په پاېښت کې ستر رول لوبولای شي داځکه چې زموږ زياتره پښتانه په پردېو هېوادو کې د پردېو ژبو او پردېو کلتورونو سره اشنا شوي دي  ضمناً یې د نړېوالتوب ( ګلوبلايزشن ) عادتونه هم را خپل کړي . چې داپخپل ذات کښې د پښتو پرپاېښت مستقیماً اغيزه ښندي  البته تر منفي اغېزو یې  مثبتې اغيزې ډيرې ارزښتمنې او د پام وړ دي  ،په تېرو څو کلونو کښې پښتو ته  دبيلابيلو ژبو دعلمي او تحقيقي آثارو په ژباړه کښې د پام وړ زياتوالی راغلی دی ، بل لورته  پښتو په لومړي ځل د انټرنېټ او کمپيوټر پر دنيا خارپوړې پېل کړې دي ، که څه هم نورې وروسته پاته ژبو مخکې له مخکې دا کار کړی و او په ڼېت کښي یې ځانته ارتي نړۍ جوړې کړي وي ، ولې د پښتو دغه حرکت او جنبش  موږ ته ځکه د پام وړ دی چې دا په خپله راتلونکي نسلونه ته اساس او بنسټ  ګرزي  . او دا کارد همدې ناخوالو او مهاجرتونويو ډول  ثمره ګڼلای شو.
هم دا اوس چې ورته ګورو پښتو په تيرو څو کالو کښې په  انټرنېټ کښې زياتې لاسته راوړنې لري  ، چې په ليدویې هر پښتون هغه دچا خبره باغ باغ کيږي . 
که څه هم مونږ په پښتو کښې څو د ګوتو په شمار وېب پاڼې لرو خو دخلکو د پښتو وېب پاڼو د لرولو تلوسې او د ليدونکو شمېر دا ښيي چې  په نږدې راتلونکي کښې به دا لړۍ نور هم زور  واخلي  .
زما يو ملګری چې ولي اڅکزی نوميږي  او د قاموسونو وېب پاڼې مسول چلونکی دی راته وويل چې په تيرو درو مياشتو کښې یې څلور زره  کمپيوټرونو ته وړيا)پښتو په انګليسي) او (پښتو په فرانسوي) کمپيوټري قاموسونه ليږدولي دي او په اوو نورو قاموسونو لګيا دی تر څو پښتنو ته یې وړاندې کړي   .
په رياضي کښې ويل کيږي چې هر عدد د سفر څه شروع کيږي نو اوس هم ويلای شو چې پښتو وېب پاڼې په لومړني پړاو کښې دي  او انشاء الله  دا شمېره به ورځ تر بلې لوړيږي .
يو شی چې زه یې دې يادونې ته اړ کړم هغه د لمړني پښتوبلاګ جوړېدل دي  موږ زيات افغاني وېبلاګونه  په انګلیسي او نورو ژبو درلودل ولې په پښتو کښې دا کمی له ډيره وخته  موجوده وه ، په اڼترنېت کښې هر ژبه په سلګونه زره بلاګونه لري  خوپه پښتو کې لومړنی بلاګ  د افغان ولسپال ځوانانو د ټولنې  په ويب پاڼه ( اوربل ټکی کام ) کښې راڅرګند شودابلا ګ چي د نويد ژورنال په نو ياديږي   په لومړي ځل  په ازاده او شخصي توګه معلوماتي او ژورناليستکي ليکنې خپروي  . د افغان ولسپال ځوانانو د مشرتابه د جرګه ګۍ مرستيالې نظیفه غزل راته وويل چې د دوی ټولنې په انټرنېټ کښې  دخپلې پاڼې ځای ( space) ترپخوا هغې سل ځله غټ کړی دی او په پام کښې لري چې افغان ليکوالو او ژورنالېستانو ته په سلګونه وړيابلاګونه  ور جوړ او په واک کښې ورکړي  ددې ترڅنګ د داستانونو وېب پاڼي چلونکوهم داستاني اثارو د ليکوالو لپاره په پام کښې لري چې ځانګړي ويبلاګونه جوړ کړي