تاسې به په دې خبره کې له ما سره هم نظره یاست چې، خواړه دلوښي له مخې خوړل کېږي. دغه ټکی یوازې د خوړو نه، بلکې د کتاب دپوښ په برخه کې هم صدق کوي.
په نړۍ کې د پوهانو له خوا وروستۍ څېړنې دا ښیي چې،په وروسته پاتې ساتل شویو هېوادونو کې۷۰ فیصده کتابونه، د هغو د پښتۍ له مخې خرڅېږي. له دې امله ویلی شو چې، دکتابونو د لومړي مخ د دوتنې طرحه یوه ډېره ارزښتناکه موضوع ده.
تاسو به زموږ په هېوادکې د کتابونو د مخ کتنې او کره کتنې په ادبي غونډو کې ډېر ځله  لیدلي وی چې ، په هغه دښه یا بد قضاوت دکتابونو له دوتنو نه پیل کېږی.
پوهان اول دا خبره سپینوي چې ، دادبي اثر لوښی بد رنګه دی او که ښکلی!
هغه کتابونه چې تر اوسه پورې زما لاس ته راغلي دي، زیاتره پښتۍ یې طرحې نه لري. یوازې دکتاب نوم په تور لیک کښل شوی او دکتاب اول او څلورم مخ ته رنګ ورکړ شوی دی.یا مازې یو دوه کرښې پرې کښل شوې دي.ان داسې مې هم تر سترګو شوي دي چې، که دوه کتابونه څنګ په څنګ سره کېږدي، نو بېخې یې ددوتنو کرښې، رنګ او دپښتۍ ډول یو وړ معلومېږي. له دې نه ښکاري چې، شاعرانو او لیکوالو له اوله د کتاب دوتنو ته چندانې اهمیت نه دی ورکړی او دا یې تاریخي دلیل دی.  موږ له دې نه معلومووچې ، دکتابونو په برخه کې د ګرافیک فن کارونه چندانې اوږده سابقه نه لري.
هغه اثار چې دافغانستان دمعاصرو ادبیاتو د روښانتیا په پړاو کې خپاره شوي، بېخې طرحې نه لري. داوسنیو ادبیاتو د ویښتیا په پړاو کې دکتابونو دڅومره والي اوڅرنګوالي په اړخ کې دهغوی دپښتۍ طرحو ته هم پاملرنه کېږي،  لکه دشهید استاد سید بهاوالدین مجروح د (ځانځاني ښامار) دپښتۍ طرحه . داوښتون په پړاو کې هم دیوزیات شمېر ادبي کتابونو دپښتۍ طرحې نه لیدل کېږي او په څېړنیزو کتابونودپښتۍ د طرحې دراوړلو دود بېخې کم باب وو. زیاتره به ویل کیده چې ، په څېړنیزاثر دطرحې راوړل رواج نه دي .له دې امله، زموږ کتابي بهیر له یوې غټې نیمګړتیا سره مخامخ وو.
که تاسې د  پښتو ټولنې، دعلومو اکاډمي ، دکابل پوهنتون او ننګرهار پوهنتون او د بیهقې کتاب خپرولو د مِوسسې له خوا ګڼ شمېر پخواني خپاره شوي اثارپه غور سره وګورئ، نو بیا کېدی شي چې، زما له خبرې سره  اتفاق وکړئ.   
په راوروسته کلونو کې ورو ورو دکتابونو دپښتۍ طرحې ته پام واړول شو او نن سبا چې کوم کتابونه زموږ ګوتو ته راځي، زیاتره یې ښې یا نیمګړې طرحې لري. په کابل کې د صمیم ادبي ټولنې له خوا یوشمېر چاپ شوي کتابونه چې ښاغلی حیران یې کارونه په مخ بیایې، د هغو ځینې طرحې په زړه پورې دي. په پېښور کې د دانش خپرندویه ټولنې له خواچې کارونه یې دښاغلي اسد له خوا په مخ وړل کېږي، د ځینوچاپ شویو کتابونو طرحې جالبې دي. دغه راز په کویټه کې حمدالله صحاف کندهاري ځینې کتابونهپه ښکلې طرحه جوړ کړي دي.په دغه لړ کې ویلی شو چې، که څه هم، تر اوسه پورې دګرافیک فن زموږ په هېواد کې دیوه ادبي جریان اومسلک په توګه نه دی باب شوی، مګر شاعرانو او لیکوالو دپښتیو دطرحې اهمیت درک کړی او هغه ته یې له انسانانو سره داړیکو دساتلو او دغیر لفظي مفاهموي چینل مقام ورکړی دی.
ګرافیک نه دعکاسي په څیر دراکد عکس ښودنه ده او نه دانځورګرۍ په وړه درنګونو استعمال لري، بلکې د ګرافیک په فن کې له ګرافیکي فورمول نه کار اخیستل کېږي او په هغه کې د ځانګړو سمبولونو ، انځورونواو درنګونو استعمال شامل دي. په اصل کې دګرافیک ژبه یوه نړیواله ژبه ده اوتر ډېرې اندازې پورې دلارې موندونکي ته روغه لاره ورښودلی او هغه سمې لارې ته ور برابرولی شي.
په دغه فن کې موضوع ډېره مهمه ده. په نقاشي کې له رنګ نه دیوه حس په توګه کار اخیستل کېږي، مګر په ګرافیک کې رنګ دانسان په روحیاتو دژورې اغیزې د شیندلو په منظورپه کار وړل کېږي.
کوم کتابونه چې د ماشومانو لپاره چا پېږي ، د هغو دوتنې باید د ماشومانو له ذهنیت سره مناسبې ترسیم او وکیښلی شي. څرنګه چې ماشومان د ژوندعملي تجربه نه لري ،نو ځکه هغه د ژوندانه په جزءیاتو باندې نه پوهېږي. زیاتره تیز او اکتیف رنګونه لکه سور او آبي ډېر خوښوي. دغه وړ د رنګ په اړخ کې فضا ډ ېره مهمه ده او تر کومه ځایه پورې چې موږ لیدلي ، ماشومان ګرمه فضا ډېره خوښوي. هم دا ځای دی چې ، دکتاب په دوتنو کې د رنګونو اشباع اوبصري ریتم(تناسب) دوې داسې مساءلې دي چې ، ډېرې زیاتې مهمې اوډېر غور او دقت غواړي. ځکه که مخاطب ماشوم وي ،نو په پښتۍ کې هم باید د هغه  ماشومانه خوښونې اوذهنیت په پام کې وي.په حقیقت کې د کتاب هره ځانګړتیا د کتاب د حا ل او احو ل بیانوونکې ده. دلته ډېرې رواني مساءلې مطرح کېدی شي. دکتاب په پښتۍ کې د انځور غربت، شوخي ، ساده والی ،انتزاعي تصویراو ریالیستیک انځورداټولې موضوعګانې ددې بیانوونکې دي چې، کتاب خوشبینانه لیکل شوی او که بدبینانه.  
له نیکه مرغه،  کوم کتابونه چې تر اوسه پورې دافغانستان دقلم ټولنې له خوا خپاره شوي او یا تر چاپ لاندې دي، ټول ډېرې ښکلې طرحې لري او دغه نوښت د ژکفر حسیني له خوا شوی دی.
هغه په پښتو کتابونو دومره ښکلې طرحې راوړې دي چې ، دادب په میدان کې يوه هنګامه را اوچته کړې ده. دده ځانګړی شعري او هنري ذوق ، دخاصو سمبولونو انتخاب او دعکاسۍ او انځورګرۍ په رموزو پوهیدنه ددې سبب شوې ده چې، ډېر کسان دکتابونو دطرحوپه اهمیت پوه کړي.
که څه هم ، ښاغلی ژکفر دګرافیک په برخه کې رسمي زده کړې اوتعلیمات نه لري، مګر په دې برخه کې دده عملي کار اوخود رویه هنري استعداد ددې سبب شوی دی چې،عام لوستونکي دده طرحې ډېرې خوښې کړي.
 دده دپښتۍ زیاتره طرحې دعامیانه او انتزاعي ګرافیک په میتود کښل شوي، مګر دهغو له علمي اوهنري اهمیت نه هېڅوک انکار نه شي کولی. مانا داچې دعلمي ګرافیک اوپوست موډرنیزم بوی هم لري.
په دې وروستیو وختو کې داستاد حبیب الله رفیع(زندان خوړلي ادیبان)، دعلم ګل سحر( مینه اوجګړه )، دالحاج محمد حسن حُسام (دیوویشتمې پېړۍ انساني دلالان)، دسید فخرالدین هاشمي (ډېوې په باد سپارمه)، دانجنیرعبیدا لله مرهوني(د ښکلا سیوری) دډاکتر محب الله زغم (دوزخ په انسان کې)، د بلقیس مکیز (نیلو) اوزما (دخبرو ګوډی) اثردکتابونو دپښتۍ طرحې ډېرمینه وا ل لري. دده طرحې انسان دې ته اړ باسي چې،  دکتاب داهمیت په باب فکر وکړي.

دنمونې په توګه : ده کله چې زما دکتاب طرحه کښله ، نو په پېل کې ما ده ته دطنزونو ددغې مجموعې په باب یوه ایډیا ورکړه چې ،په دغه کتاب کې څه بیان شوي دی. دا زیاتره هغه نیمګړتیاوې دي چې، همدا اوس اوس زموږ ټولنه ورسره لاس او ګریوان ده. نوموړي کله چې دمو ضوع اهمیت درک کړ، نو بیا یې په کمپیوټر کې یو خر ترسیم کړ . له هغه وروسته یې له خپلې ملا نه کمربند را خلاص کړ، ما هغه په لاس کې ورته ونیو اودهغه یې یو عکس واخیست .  بیا یې دکمپیوتر په مرسته دخره په غاړه کې دډالرو امیل ورواچاوچې د تعجب او تحیر حالت ترې افاده شي. یانې کومې نیمګړتیاوې چې دطنزونو په دغه کتاب کې بیان شوې، په هغه باندې خره هم تعجب کړی ، حیران او هک پک پاتې شوی دی.
باید ووایو چې، دده دځینو طرحو کمزوری اړخ دادی چې، دشاعر او لیکوال دذوق په پام کې نیولو سره یې کیښلې دي.له دې امله، یو شمېر طرحې یې نیغ په نیغه دکتاب دمحتویاتو ، شاعرانه او داستاني فضا منعکسوی. په دې ډول دکتابونو دقیق کتونکي دا فکر کوی چې ، دپښتۍ طراح دهنري  او سمبولیکو ظرافتونو له کمښت سره مخامخ دی.نو ځکه په دغه ټکي د اکاډمیک ګرافیک په نړۍ کې نیوکې ډېرې دي.
په پای کې موږ هیله من یو چې،د ګرافیک فن مسلکیان دنویو کتابونو لپاره لا بکرې طرحې وکاږي او دګرافیک فن زموږ په ګران هېوادکې  دیوه ډېر مهم مضمون او مسلک په توګه باب اوپېژندل شی.
باید وویل شي چې ، که د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرافیک فن د تدریس په منظور یو کورس جوړ کړي او په دې برخه کې د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو له تجربو نه ګټه پورته شي، دابه ډېره ښه خبره او غوره کار وي!
یادونه :دامقاله داوسنیوادبیاتوپه څلورم ملي فیستیوال کې لوستل شوې .