دپښتو ژبې وينااوپه ځانګړي ډول متلونه پخې خبرې او هغه دچا خبره دکاڼي کرښې دي او دهرې خبرې تر شاه يې دپندونو خورا درنده غوټه پرته ده .نوماهم پېل له داسې يوې په تول پوره خبرې نه وکړ او غواړم تر دې نامه لاندې په هغه څه له تاسې سره خبرې وکړم چې پيل يې ددې پرځاى چې کلونه وړاندې شوى واى اوس شويدی .
دليندۍ دمياشتې په دویمه نېټه په پلازمينه کابل کې دافغان کلتوري ټولنو دګډې جرګې په نوښت د(پښتو او دژباړې اړتيا) تر سرليک لاندې يو ورځنی علمي سيمينار جوړ شوی و چې زه هم ددى سيمينار يو ګډون وال وم .
که څه هم چې ددې سيمينار جوړول داړتيا له مخې يو پر ځاى کار دی خو دا هم بايد له ياده ونه باسو چې موږ ډير وخت له لاسه ورکړ او هغه دچا خبره دنړيوال کيدنې بهير مو دسترګو پر وړاندې تير او موږ ترې ډير شاته پاتې شو .
اوس چې موږ په يوويشتمه سدۍ کې يو او خپله ژبه له نورو سره پرتله کوو نو څرګنده ده چې نه يوازې داچې دپرتلې وړ نده بلکې يوه ستره تشه هم موجوده ده ديو چا نه مې اوريدلي چې وایي دافغانستان په يوه سيمه کې دود داسې دې چې کله واده وي نو دهلک خپلوان دواده دپاى پر مهال راځي او هر يو دناوې سره دمرستې په خاطر له جيپ نه يو څو روپۍ راباسي او دکور مشر ته يې ورکوي هغه مشر بيا دټولو خلکو په وړاندې غږ کوي چې (دومره پيسې دفلاني له خوا خانه اش اباد) په دې علمي سيمينار کې هم زموږ پانګه والو چارواکو دې بې وزلې ژبې(پښتو) سره دمرستې لپاره له نورو ژبو څخه دراژباړل شويو کتابونو دلګښت لپاره دمرستو غږ وکړ چې په ټوله کې دديرشو کتابونو دچاپ ژمنه وشوه دغه راز يو درانه مشر خو لا دژباړې لپاره ديوه انستيتوت دجوړولو په موخه ددرې زرو ډالرو دورکړې سينه وډبوله او نور يې هم وننګول چې په پايله کې يو بل دقدر وړ سپين ږيري او علمي څيرې تر هغه لومړنې ديو څه زياتو پيسو دورکړې ژمنه وکړه .
زه افسوس په دې خبره کوم چې مونږ خو څو کاله وړاندې هم همدا پانګه وال چارواکي او دپښتو مينان درلودل دا کار ولې پخوا نه تر سره کيده هغه دچا خبره ده چې پښتانه جنت ته دتلو لپاره هم ست غواړي .
 دلته راته ديوې بلې خبرې کول هم ډير بې ځايه نه ښکاري او هغه داچې موږ تل خپل وخت په تشو خبرو او احساساتو تير کړی په هره ناسته کې مو يوازې احساسات کارولي او هرې تشې او بې معنى خبرې ته مو لاسونه پړقولي که مو شاعر لږه تيزه خبره کړې نو پرې له لاندې نه دواه واه بيا ووايه غږونه کړي خو دومره بايد وپوهيږو چې په تشو لاسونو پړقولو او ويناو هيڅ هم نه کيږي هغه شاعر وايې چې :
نه په تشه وينا کار دچا سم شوې
نه موړ شوی چيرته تږى په تش چام دی

زه هيله مند يم چې زموږ ليکوال او پوهان احساسات او تشې ويناوې يوې خوا ته پريږدي او دعمل ميدان ته راووزي ست ونه غواړي او بې سته لاس په کار شي وايې (کب چې هر وخت له اوبو راوباسې تازه وي)  نواوس هم لا وخت نه دی تير .زه باور لرم که موږ هر يو خپل شته امکانات او وسايل په کار واچوو نو ډير ژر به دنړيوال کيدنې دهغه تللي کاروان سره يوځاى شو. دافغان کلتوري ټولنو دګډې جرګې له چارواکو هم غوښتنه کوم چې داپېل شوې لړۍ په کلکه وڅاري او دداډول سيمينارونو په جوړولو سره زموږ نور ښاغلي پانګه وال چارواکي وننګوي تر څو دپښتو ژبې دبډاينې لپاره لا نور څه هم وکړي .