د الرساله القشېريه ليكوال ( امام ابو القاسم القشېري) ليكي چې په هره ژبه كې پاكي د تعريف وړ ده، او ناپاكي چې ددې ضد دى، د رټلو ده.
نوموړې د (رسول الله صلى الله عليه وسلم) يو حديث (ذهب صفو الدنيا) او كدورت باقي پاتې شو، نو ځكه اوس مرګ د هر مومن لپاره يوه ډالۍ ده.
امام قشېري وايي چې دا نوم د صوفيانو په ډله باندې راغبرګ شو، نو ځكه د يو سړي لپاره ويل كېږي، چې (صوفي سړى) او د ډلې لپاره د (صوفيان سړي) او هغه څوك چې ځان دې ډلې سره نښلوي، د (متصوف) په نامه سره يادېږي (صوفي ورته نشي ويل كېداى) او د ډلې لپاره د (متصوفه ؤ) لفظ استعمالېږي .
د تصوف مانا
 تصوف پوهانو د تصوف او صوفي د ماناګانو په اړه زياتې خبرې كړي، چې موږ به يې دلته يو څو ماناوې په لنډ ډول سره را واخلو:
- د ابو محمد جريري قول: دې وايي چې : ( تصوف د هر اعلى خلق كې داخلېدل، او له هر رټل شوي خلق څخه دوتلو نوم دى).  
-  حسېن بن منصور قول: ( د صوفي ذات يو وي،نه بل څوك (له څښتن تعالى څخه پرته)  دی  مني، او نه دی له څښتن تعالى څخه پرته بل څوك مني.
-  جنېد بغدادي قول: له جنېد څخه د تصوف په اړه پوښتنه وشوه، چې تصوف څه شی دى؟ په ځواب كې يې ورته وويل چې: (له څښتن تعالى سره داسې اړيكې ټينګې كړه، چې له بل چا سره دى هېڅ اړيكه ونه وسي.
-  رويم احمد بغدادي وايي چې : د تصوف پېل په درې شيانو كېږي :
۱- فقر و افتقار په كلكه سره نيول.
 ۲- ايثار او قربانۍ سره  يادېدل.
 ۳- له كوم شي سره تعرض، يا د يو شي  اختيارول پرېښودل.
-  معروف كرخي وايي، چې تصوف په رېښتياؤ عمل كول، او د خلكو له مالونو څخه د نا امېدۍ نوم دى.
بل قول يې دى، چې وايي: ( كله چې كوم صوفي وليد، چې د خپلې ظاهري بڼې په جوړولو يې زيات اهتمام كاوه، نو پدې پوه شئ چې د هغه باطن خراب دى).
-  نوري وايي چې: ( د صوفي تعريف دا دى، چې هغه د اړتيا او محتاجۍ په وخت كې آرام وي، او كه چېرې څه ورسره وي، نو اېثار او قربانۍ كې يې نظير نه وي).
تاريخ
كله چې (نبي عليه السلام)ومړ، نو هغه خلك چې وروسته لدې زېږېدل، نو هغوي ته به يې تابعي ويلې، ځكه چې د پېغمبر عليه السلام له يارانو سره به يې خبرې كړې وې، او هغوي به يې ليدلي وه . دوي به دا نوم دښې لوړې درجې نوم ګڼلو، او وياړ به يې پرې كاوه.
بيا چې له دوي څخه وروسته كوم خلك پېدا شول (اتباع التابعين) ويل
لدې څخه وروسته د ځانځانۍ دوره پېل شوه. ډلې ټپلې راپيدا شوې .نو پدغه وخت كې يوه ځانګړې ډله وه، چې خلكو به د زاهدانو او عابدانو په نامه يادوله. خو كله چې بدعتونه راپېدا شول نو هرې ډلې به دا دعوه كوله چې په دوي كې هم زاهدان شته، پدې وخت كې د اهل سنتو څخه ېوې ځانګړې ډلې چې خپل نفسونه يې د الله تعالى په لار كې وقف كړي وه، او خپل زړونه يې له بې پروايۍ څخه ترخپلې وسې خوندي ساتلي وه. د خپلې لارې لپاره يو نوې نوم (تصوف) غوره كړ، چې وروسته بيا په همدې نامه (صوفيانو) سره ونومول شول.
دا نوم له دويمې هجري سپوږمېزې پېړۍ څخه مخكې راپېدا شوی دى.
د لفظ ماخذونه
د تصوف د لفظ په مانا او ماخذ كې مختلفې راى دي، چې موږ به دلته هغه ټولې په لنډيز سره راواخلو:
-  د عربي ژبې لمخې ددې نوم نښـې نښانې نه له اشتقاق څخه ښكاري او نه هم له قياس څخه. ښكاره خبره خو دا ده، چې دا نوم د لقب په څېر دى. خو ځينې خلك بيا وايي چې تصوف له (صوف) څخه اخيستل شوې چې د پسه د وړۍ په مانا ده، ځكه پخوا وختونه به چې چا هم د وړيو څخه اوبدلې جامې واغوستلې، نو هغه سړي ته به يې (تصوف) لفظ استعمالاوه. لكه څرنګه چې د كمېس (قميس) اغوستلو ته د (تقمس) لفظ استعمالېږي. نو دا لفظ د تصوف د اشتقاق يوه وجه كېداى شي. مګر دا جامه د صوفيانو ځانګړې جامه نه وه، اوزياترو به همدا جامې اغوستې.
-  ځينې پوهان وايي، چې دا لفظ د (نبي عليه السلام) د جومات د هغې چوترې (صفه) څخه اخيستل شوې، چې د (نبي عليه السلام) بې كوره ياران به هلته اوسېدل. دا خبره هم سمه نه ښكاري، ځكه د (صفه) نسبتي اسم (صُفي) راځي، نه چې (صوفي).
-  درېمه ډله پوهان وايي: دا ډله تصوف د (صفاء) څخه اخلي. دا خبره هم د لغت له مخې ډېره لرې خبره ده.
-  څلورم ډله پوهان وايي چې تصوف له (صف) څخه اخيستل شوی. هغه پدې مانا چې د قيامت په ورځ به ټول مخلوقات د څښتن تعالى په دربار كې حاضرېږي. او متصوفه ډله به د خپلو زړونو له وجې په لومړي كتار (صف) كې ځاى ولري.
دا مانا خو سهې ده، مګر په لغوي ډول سره د (صف)  نسبتي اسم (صفي) راځي، نه چې صوفي .
ځانګړي اصطلاحات
دا خبره روښانه ده، چې د پوهانو هره ډله ځانته د اصطلاحاتو يو ځانګړى ګنج لري، كوم چې نورې ډلې نه استعمالوي . په خپلو كې سره د ځانګړو غرضونو په لرلو سره ددې اصطلاګانو په ماناوو سره اتفاق كړې وي
مثلا ددې لپاره چې مخاطب په اسانۍ سره پوه كړي، يا دې لپاره چې كله هم دا اصطلاحات ياد شي، نو صوفيان سمدلاسه پرې پوه شي.
اوس به راشو د صوفيانو ځانګړو اصطلاحاتو ته چې په لاندې ډول دي:
- وخت، د صوفيانو له ځانګړو اصطلاحاتو څخه (وخت) يوه اصطلاح ده.
- مقام
- حال
- قبظ و بسط
- هېبت او اُنس                                                                                         
 - وجود
- جمع او فرق
- جمع الجمع
- فنا او بقا
- غېبت او حضور
- صحو او سكر
- ذوق او شراب
- محو او اثبات
- سر او تجلى
- لوائح، طوائح، لوامع
- بواده او هجوم
- تلوين او تمكين
- قرب او بعد
- شريعت او حقيقت
- نفس
- خواطر
- علم اليقين- عين اليقين او حق اليقين
- وارد
- شاهد
- روح
- سر
نامتو افغان صوفيان
 ابو علي سينا بلخي
 ابې نصر الفارابي
عبد الرحمن بابا
خوشال خان بابا
 نجم الدين اخونزاده
 چكنور ملا صېب
 مهترلام بابا
 احمد شاه بابا
 ابو عبدالله بلخي
 احمد بن خضرويه بلخي
ابراهيم بن ادهم
 ابو حاتم سجستاني
 خواجه عبدالله انصاري
عرب  صوفيان
امام ابو الحسمن الاشعري
امام ابو القاسم القشېري
ابو علي دقاق
جنېد بغدادي
ابو محمد رويم
حسېن بن منصور حلاج
ذوالنون المصري
معروف كرخي
ابو يزيد بسطامي