له نيکه مرغه چې اوس زمونږ په اونيزو ادبي بنډارونو کې  لیکوال د شعرتر څنګ  لنډې کيسې او طنزيه ليکنې هم لولي، چې بېادغه لنډې کيسې، طنزونه او شعرونه په دغو نا ستو  کې د کره کتنې لپاره وړاندې کيږي .
دا کار لکه دهېواددیوشمېرنوروولایتونو په څېرپه ننګرهار ادبي بهير ،ختيځ فرهنګي کاروان او د ځوانانو په نورو اونيزو ادبي ناستو او بنډارونو کې هم تر سترګوکيږي
په دغو ناستو کې چې کله کومه ليکنه ، شعر ،طنز ،یاکيسه د کره کتنې لپاره وړاندې شي نو بيا په ناستو کسانو کې  داسې څوک نه پاتې کيږي چې په دغه ليکنه کې يوه نه يوه خبره ونه کړي او هيڅ داسې کيسه ،طنز ،او شعر به نه وي چې  چاورته ښه ويلي وي او ددوې په نظر په ټولو معيارونو پوره وي دا نيوکې او بې دليله ويناوې اکثره د لنډو کيسو په اړه وي .يو وايي دا جمله  دلته ښه نه ده راوړل شوې، بل وايي د کيسې نوم ښه نه دی ، بل وايي تلوسه پکې نه وه ،بل وایي پيغام   يې نه درلوده ،بل ډيره لنډه وه ،بل زه خو يې هيڅ په سر او پاى پوه نه شوم ،بل دا څنګه کيسه وه په دوه مېلټه کې يې ولوسته،ماخو کله داسې کيسه نه وه ليدلې ! بل وايي دا خو هسې ګډې وډې بې تسلسله خبرې وې ،بل وايي داسې خبرې که کيسه وي نو زه خو د ورځې شل ليکم ، دغسې ګڼ نور بيلا بيل نظرونه لري چې هر څوک يو غر ګی ور واروي
دغه پرليکنه دنيوکوټول  ښاغلي دخپلې خوښې او  سليقې له مخې کره کتنه کوي ددوی له بې منطقه  ويناوو او نظرونو داسې څرګنديږي  چې ددوې ډيرى يې ځان غوښتونکي او ځان مطرح کوونکي   دي .
ددوې اکثره بې له دې چې کوم منطقي دليل  وړاندې کړي  بس يوازې همدا نارې وهي چې چې نه نه دا لنډه کيسه نه ده لنډه کيسه داسې نه وي  که ددغو ښاغلو نه پوښتنه وشي تاسې لنډه کيسه څرنګه ليکنې ته واياست يا لنډه کيسه څنګه او څومره وي ؟نو بيا يې خوله په انبور نه وازيږي
خو د لنډو کيسو ليکوال چې په ټوله کې  ځوانان دي او د شعر ليکلو تر څنګ  کله کله د لنډو کيسو په نوم ليکنې هم کوي کيسې يې د لنډې کيسې په ريښتنې مانا ريښتيا لنډې وي او په لوستو يې دوه درې دقيقې وخت چې ډير په کلاره هم ولوستل شي لګي .
زما اوستاد  چې اکثرا ددغو کيسو د کره کتنې پر مهال غلى ناست وي او د يوې نيمې خبرې  زيات څه نه وايي  يوه ورځ هغه مهال چې د يوه زلمي پر لنډه کيسه د نيوکو باران پيل شو له ځان سره وويل :  دا خلک خو يو هم په خبره نه  پوهيږي، يو هم د کيسه ليکنې او کيسه پيژندنې په لاره نه دی تللى په خداى چې ددوی خبرو ته مې زړه تنګيږي .
ماوويل استاده ستا په نظر دا کيسه ريښتيا کيسه نه ده ،او که دا کره کتونکي په نارواور پورې نښتې ؟
زما استاد چې  په شعر پيژندنه ،طنز پيژندنه ،کيسه ليکنه او کيسه پيژندنه کې تر ډېرو ښه مهارت او وړتيا لري نه یې يوه کړه او نه بله سمدلاسه یې وویل : دا هسې په کنډو کپرو سر دي ده زياته کړه کيسه خو هم کيسه نه ده خو دغه خبر لوڅان هم پر ځاى  او د قنا عت وړ خبره نه شي کولاى هسې هغه غر دا غر ولي او د خبرو پر منطق يې سړى هيڅ نه پو هيږي .
ده   وويل  لمړى خو زه تاته دا وايم  چې لنډه کيسه يو حکايت دى چې خيال او خقيقت سره نغاړي  تلوسه او خوند لري   خو دا مهمه نه ده بر سيرنه وي که ژوره، دانسان په اړه وي که دکوم بل شي او داسې افکار پکې نغښتل شوي  وي چې د لوستو وروسته پرې لوستونکى ډير سوچ وکړي، مهمه دا ده چې د لوستو وروسته لوستونکى ډير خپه او يا ډير خوشاله کړي  او د يو بريالي هنر پياوړتيا  او کاميابي په همدغه ټکي  کې شول پکار دي
يا په بله  وينا لوستونکى د تراژيدي کيسې د کرکټرونو په څېر د ټولنې د نورو وګړو مرستې ته رابولي، د ترحم او زړه سوي جذبه يې پياوړې کړي يا ترې پند او عبرت واخلي   او يا د هغه چا په وړاندې حساس او مبارز وي چې ددې کيسې د کرکترونو په څېر يې په خلکو بې رحمه  ظلمونه کړي وي غرايز او خوبونه يې غير انساني  او ځان غوښتونکي وي
بيا استاد وويل :په هر حال را به شو دې کيسې، ته زه خو لمړى ددې کيسې د سر ليک (هغه يې مړه کړه) سره جوړ نه يم او دا ځکه چې لوستونکى په لمړي سر کې له نامه څخه په دې پوهيږي چې هغه ښځه يا پيغله چې هر څوک ده وژلې يې ده نور پرې سر مه دردوه .
استاد وويل : د هرې لنډې کيسې پېښه بايد د کيسې پيل کې د کيسې له نامه هم روښانه نه شي  ده دا هم وويل چې د هرې لنډې کيسې نوم بايد په يو ډول نه يو ډول  د کيسې د پېښې سره تړاو ولري خو په ډير هنري مهارت سره ، دا سې لکه چې په خوړو کې چې پخوونکى  د مالګې ډيروالى او کموالى پر ژبې د څکلو له لارې   ځانته معلوموي دلته هم بايد د کيسې تر پايه په دې پوه نه شي   چې دغه سرليک د کيسې د بيلا بيلو خواوو څخه پر کومې خوا پورې تړاو يا اړخ لګوي
استاد دا هم وويل  چې د لنډې کيسې نوم بايد لنډ او ډير ښکلى ،زړه راښکونکى او د يوې پوره مانا لرونکى وي .
زما استاد لکه چې مې وړاندې وويل د شعر ،طنز تر څنګ په کيسه ليکنه او کيسه پيژندنه کې پوره استاد دى د د لنډې کيسې د نورو اړخونو په اړه  هم اوږدې خبرې وکړې  هغه وويل د لنډې کيسې  د روحیې سره سم د کرکټرونو غوراوى او هماغسې څيرو ته د ورته نومونو  پيدا کول هم ډير اړين دي  همدا راز په کيسه کې د هغوی غږول  هغوی د ټولنيز او اقتصادي ژوند او چاپيريال له مخې دا يوه بله مهمه خبره ده .
استاد دا خبره لږه نور هم روښانه کړه او وې ويل په کيسه کې بايد يو بزګر کرکټر فلسفي او عالمانه  و نه غږول  شي  او يو کار پوه،عالم او ښوونکى هم بايد شړى او شډل خبرې ونه کړي
د استاد په خبره د کرکترونو د خبرو منطقي جوړښت او تسلسل او د پوهې کچه د کيسې د اتلانو لنډه لنډه پيژندنه لکه د يو چا د ونې لوړوالى ،ټيتوالى، تور ،سپين ،ښايسته ،بې ډوله او نور دا هغه څه دي چې د کيسې ښکلا خوږ والى او تلوسه لازياتوي   .
د استاد په وينا ددې تر څنګ په لنډه کيسه  کې د کرکټرونو دغږيدا مهال لکه سهار ،غرمه ،مازيګر،ماښام،ماخوستن،نيمه شپه ،منى ،ژمى،پسرلى،ګرمي،يخني،او نور هغه اړين مسايل دي  چې د کيسې په معياري توب  او کره والې کې پوره پوره رول لري او ښکلا يې څو چنده کوي .
استاد دا هم وويل  چې په لنډه کيسه کې د پېښې د چاپيريال او مکان په اړه هم بايد په هنري ډول وضاحت موجود وي يعنې داخبره باید روښانه شي چې دا کيسه په کلي ،ښار ،ولسوالۍ،ولايت،مرکز،او يا په کوم بهرني هيواد کې پېښه شوې که څنګه؟ 
استاد چې دغه هر څه په يوه ساه ماته وويل بيا په څه بل سوچ کې د يوې لنډې شيبې لپاره ډوب شو خو ما يې د سووچونو تناوونه په دې پوښتنه ورپرې  کړل :استاده  تا خو ولا چې دلنډې کيسې په اړه پوره استاد کړم خو اوس دا راته ووايه چې د کيسې پای بايد څنګه وي؟
هو! دپاې په اړه به يي وروسته درته ووايم خو دکيسې دمنځ په اړه لا خبرې پاتې دي او هغه داچې په لنډه کيسه کې دپېښو په وړاندې دکرکټرونو يا اتلانو رواني يا سيکالوجيک حالتونه بايد په ډيره ځيرکتيا او پاملرنې سره وکتل شي دبيلګې په توګه ديو چا پلار،مور،ورور،خور او يا بل کوم خپلوان مري يا مړ وي او ستاسې دکيسې اتل ترې په همدغه شيبه کې خبريږي   دهغه خبريدل دخبرو حالت يي دخفګان اندازه يي دروحي او رواني حالت څرګندتيا او نورې هغه خواوې يي چې يو غم ځپلی يا غم ليدلی انسان يي لري بايد په ډيرې ژورتيا او ځيرکتيا سره ليک او بيان شي يا همدغه شان پر يو بل چا چې ستاسې دکيسې اتل دې دخوښۍيوه شيبه راځي ياديوې ډيرې خوشالۍسره مخ کيږي دهغه په څيره کې دغه خوښي او خوشالي داسې بيان شي لکه څنکه چې يي حق دی او څنګه چې ده .بيا استاد زما دپوښتنې په اړه وويل که ته چيرته دلنډې کيسې ليکوال شوې او يا دې غوښته چې لنډه کيسه وليکې نو دخپلې کيسې په پاې کې تل هڅه کوه چې پايله تر وسه وسه لوستونکي ته داسې وړاندې کړې چې هغه يو ټکان وخوري زړه يي درز وغورځيږي او دځان سره ووايي اخ دا څه وشول ؟ خو دا هم په ياد ولره چې دکيسې پايله دې هم دپېښو سره سمه منطقي او دمنلو وړ وي او کله چې ستا دکيسې ټکر اوج ته رسيږي دا هڅه هم وکړه چې کيسه ژر ختمه کړې او نوره لکۍ ورپسې ور ونه تړې ځکه چې له يوې خوا کيسه بې خونده کيږي او دبله پلوه لوستونکی تيار خور مه آموخته کوه پريږده چې هغه هم دکيسې پر پاې سوچ وکړي او دکيسې پيغام او پايله پخپله ځان ته معلومه کړي ..
استاد په پاې کې دا هم وويل چې دلنډې کيسې دبيان او نثر د خوږوالي لپاره معياري خوږه ژبه لنډې لنډې خو مانا لرونکې جملې راوړل ډير اړين دي ځکه چې د لنډو جملو او کليمو په ليکلو سره نثر خوږيږي او لوستونکې ترې خوند اخلي