دروان کال دليندۍ دمياشتې په ۲۴ نېټه دننګرهار پوهنتون په مټ دپښتو غزل دبابا ابوالمراد حضرت امير حمزه شينواري دزوکړې سلمه کاليزه ديوعلمي سيمينار په ترڅ کې دجلال آباد ښارپه شاهي ماڼۍ کې ولمانځل شوه .
په دغه سيمينار چې په کې دهيواد له ګوټ ګوټ څخه پر پوهانو ،څيړونکو ، ليکوالو او شاعرانو سربېره دکوزې پښتونخوا او دګاونډي هېواد تاجکستان ځينو پوهانو برخه اخيستې وه دننګرهار پوهنتون سرپرست رئيس پوهندوی ډاکتر عطا الله شينواري پرانست.
نوموړي دخپلې پرانستونکې  وينا په يوه برخه کې وويل دحمزه دغزل تر شا دمعرفت او اسلامي عرفان سمندر په څپو دی ددغه سمندر دقابو کولو او ويالې،ويالې کولو لپاره ننګرهار پوهنتون وړانديز کوي چې دحمزه دآثارو،شخصيت، عرفان او ادب لپاره دې يو علمي مرکز پرانستل شي او دحمزه بابا دآثارو دښې څېړنې او نړيوال کيدنې لپاره دې دده فکر نورو ژبو ته وژباړل شي.
سيمينار ته د افغان ولس مشر حامد کرزي راليږل شوى پيغام دننګرهار والي ګل اغا شيرزي ولوست چې په کې حمزه دپښتو ادب په آسمان کې دلوړ مقام خاوند او پېژندل شوى شاعر بلل شوى و.دغه راز سيمينار ته بېلابېلو ادبي او کلتوري ټولنو ګڼ پيغامونه هم راليږلي و .
دسيمينار دوهمه برخه چې علمي ويناوو او مقالو ته ځانګړې شوې وه پکې دعلومو اکاډمۍ غړي محمد نبي صلاحي(دحمزه په شاعرۍ کې دسترګو مقام)دعلومو اکاډمۍ غړي رحمت الله (پښتو غزل اوحمزه) دعلومو اکاډمۍ بل غړي قيومي(داستادحمزه دسبک عمده ځانګړنې) دننګرهار پوهنتون استاد فضل ولي ناګار(حمزه دنوي غزل پلار)دننګرهار پوهنتون استادببرک مياخېل(په پښتو ادب کې دحمزه مقام) دکابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون(دحمزه دشعر ځينې ځانګړنې)دننګرهار پوهنتون استاد پوهاند ډاکتر زيور(دامير حمزه شينواري ژوند اوفن)  او دغه راز دعلومو اکاډمۍ غړي عبدالقيوم مشواڼي خپلې مقالې واورولې .
دسيمينار په پای کې يو پريکړه ليک هم صادر شوچې په کې ددې سيمينار ويناوې ،پيغامونه او مقالې په يوه ټولګه کې پر چاپولو،په ننګرهار پوهنتون کې يو تالاراو دجلال اباد په ښار کې يوه څلور لارې دحمزه په نوم پر نومولو سربېره په کې دهيواد دپوهنتونونو دپښتو څانګو په درسي پروګرام کې دحمزه پيژندنې دمضمون دشاملولو په ټينګه غوښتنه شوې وه.
امير حمزه شينوارى په(١٩٠٧م)کې دکوزې پښتونخوا دلنډيکوتل په خوږه خېلو نومي کلي کې دميرباز خان کره وزېږيد او په (١٩٩٤م )کې يې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
دافغانستان ختيز ښار جلال آباد په روان کال کې دافغانستان داوسنيو ادبياتو پر څلورم ملي فيسټيوال سربېره دډيرو علمي سيمينارونو او فرهنګي غونډو کوربه و.
داهم دخدای بښلي امیرحمزه شینواري دشعر ېوه نمونه:
ستا په اننګو کې دحمزه دوينو سره دي
ته شوې دپښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم